Monday, 26 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
په افغانستان کې اوس مهال د کفر او اسلام تر منځ نا انډواله مقابله روانه ده

  الصمود

په افغانستان کې اوس مهال د کفر او اسلام تر منځ نا انډواله مقابله روانه ده
 

د طالبانو له خوا د مولوي جلال الدين حقاني سره د الصمود مجلې د مرکې ژباړه
 ايس سي پي آر ډي ته د برېښنا ليک له لارې راليږلې، چې مونږ يې د خپلواکې خبرې رسنۍ په توگه خپر و.

له ستر جهادي شخصیت الحاج مولوی جلال الدین حقاني سره د الصمود مرکه
د اسلامي امارت دخوست اوپکتیکاولایتونوله محتر م مسؤول اوستر جهادي شخصیت الحاج مولوی جلال الدین حقاني صاحب سره د الصمود مرکه
 

لومړی پوښتنه :
محترم حقاني صاحب په پیل کې که د خپل صحي وضعیت په هکله د الصمود درنو لوستونکو ته معلومات ورکړئ.
جواب : بسم الله الرحمن
الرحیم  الحمد لله وحده الذي نصر عبده واعز جنده وانجز وعده وهزم الاحزاب وحده..
الحمد لله  الذي ارتضى لنا الاسلام دينا.. فمااعظمه من دين.والصلاة والسلام علی خیرخلقه  محمد وعلی اله وصحبه ومن اهتدی بهدیه اجمعین وبعد!

لله الحمد چې فعلا د بشپړ صحت په حال کې قرار لرم بشپړ صحت په دې معنی چې سره د عمر د لوړوالي اومسلسلوستړیاوو  بيا هم د لوی الله په فضل او کرم له جسماني پلوه هیڅ راز داسې ستونزه نلرم چې هغه مي د ې دجهادي فعالیتونو د تر سره کولو په مخ کې خنډ شي.
پوښتنه : خو پدې وروستیو کې خبري رسنیو ستاسي د صحي وضعې د وخامت  او ستاسي د وفات او أن ستاسي د شهادت خبرونه خپاره کړل پدې هکله مو توضیحات څه دي؟
جواب : زما د وفات او شهادت د اوازو په هکله خو دا جواب کافي دی چې دا دی  عملازه ستاسو په مخ کې قرار لرم او درسره خبرې کوم، او د صحي وضعیت د خرابتیا خبر هم که پدې خبره قیاس شي نو نتیجه به یې زما کامل صحت را وخیژي،
ددښمن هرڅه  له واقعیت نه لیري هسي  تبلیغاتي  حیثیت لري.
بله خبره داده چې صحت، مرض، مرګ او شهادت ټول الهي مقدرات دي او مونږ د الله تعالی په مقدراتو ایمان لرو، له همدغو مقدراتو څخه هیڅ انسان خلاصون نلري خو البته دا هر څه ټاکلي و ختونه لري، د الله تعالی د همدغه تقدیر له مخې زه سره له دې چې د ژوند ډیرې ناخوالې راباندې راغلې،
د عمرزياتره برخه  مي د مقابلې په ډګرونو کې تیر شوي  له کفاروسره دمقابلې په صحنوکې مي ډیرزخمونه په وجودخوړلي ،خو بيا هم تر اوسه رک روغ او ژوندی پاتې یم.
که څه هم چې د خدای په لاره کې شهادت زما د ژوند تر ټولو ستر ارمان دی، هغه ارمان چې زه د خپل روح په قربانولو سره د هغه د تر لاسه کولو په هیله یم، خو تر اوسه لا دغه لوړ ارمان ته نه یم رسیدلی.
پوښتنه
محترم حقاني صاحب !
مونږ اوس په أفغانستان باندې د صلیبي یرغل په اومه کلیزه کې قرار لرو، دلته د هغوئ تر اویا زره زیات یرغلګر پوځونه ميشت دي، مجاهدین د هغوئ په مقابله کې ولاړ دي ستاسي د جهادي او پوځي تجربو له مخې په دغه نا انډوله مقابله کې د کوم لوري د بریالیتوب امکانات زیات ترسترګوکیږي ؟
جواب:
په أفغانستان کې د حق او باطل تر مينځ اوسنۍ روانې معرکې ته که وکتل شي نو دا په تاریخي لحاظ د کفر او اسلام تر مينځ یوه داسې نا انډوله مقابله ده چې د اسلامي امت په تاریخ کې یواځې یوه نمونه لري چې هغه د احزاب غزوه ده.
خو هالته هم وروستی بری د مسلمانانو او مجاهدینو په برخه وه او دلته به هم که خدی کول وروستی بری حتما د مجاهدینو په برخه وي.
له مجاهدینو سره د الله تعالی نصرت   
دمجا هد ملت ملګرتیااو زمونږ د هیواد وروستي پوځي او سیاسي جریانات هغه قاطع قراین دي چې زمونږ ددې ادعا سپیناوی کوي.
ټول هغه وجوهات چې د افغاني مجاهدینو په لاس د کمونستي امپراطوري د له مينځه تللو باعث وګرځیدل نن ورسره امریکایان مواجه دي.
د أفغانستان په لاندې کولو باندې د هغوئ ملاماتوونکي مالي لګښتونه، په افغانستان کې دهغوئ د زرګونو تنو وژل کېدل اود هغوئ په مقابل کې د ټول مسلمان ملت را پاڅیدل هغه عوامل دي چې پدې ملک کې د مجاهدینو د بري او  د امریکایانو په شمول د ټولو صلیبي یرغلګرو د شکست اوماتې فکتورونه  مشخص کوي.
پوښتنه
محترم حقاني صاحب:
د زماني شرایطو له مخې په أفغانستان باندې د روسي او امریکایي یرغل تر مينځ ډیر تفاوت موجود دی، په دې معنی چې هغه وخت د شرقي او غربي بلاکونو تر مينځ دسړې جګړې په نامه مقابله روانه وه، د روسانو له سر ټمبګې او سلطه جویې څخه د نړۍ ولسونه په تنګ راغلي وه، له همدې امله د روسانو په مقابل کې افغاني مقاومت نړیوال مادي او معنوي ملاتړ له ځانه سره درلود، مجاهدینو له أفغانستان نه بهر د سیاسي فعالیت اجازه او امکانات لرل، خو اوس مهال چې په نړۍ کې یو قطبي راج چلیږی، ټوله نړۍ د تروریزم د مقابلې پنامه د جهاد او مجاهدینو په خلاف ده او مجاهدین په سیاسي لحاظ د ټولې نړۍ په کچه د یوه کمکي هیواد ملاتړ هم له ځانه سره نلري، نو څرنګه به بيا هم مجاهدین په خالي لاس په هغوئ بریالي کیږي؟
جواب:
الهي اقدار او خدایې نصرتونه تل داسې مخارق را مينځته کوي چې د بشري عقل له مخې هغه ناشوني وي‍.
دا د نن خبره نده بلکې د حق او باطل تر مينځ د معرکې پیل شوی ټول اوږده تاریخ ته که وکتل شي نو په همدغه الهي معیار بنا ده چې فرمایې: ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت اقدامکم. او ( كم من فئة قليلة غلبت فئة كثيرة بإذن الله).
هو دا خبره یقیني ده چې دنیا دار د اسبابو ده، د هر شي د وجود لپاره سبب ته ضرورت لیدل کیږي .
په اوسنیو شرایطو کې هم په أفغانستان کې د یرغلګرو امریکایانو او د هغوئ د ملاتړو صلیبيانو د شکست لپاره د افغان مسلمان ملت اسلامي جهاد او مقاومت تر ټولو غوره سبب دی ،هغه سبب چې د هغه په موثریت باندې خپله امریکایان او د صلیبي ایتلاف ټول غړي اعتراف لري.
دافغانستان جغرافیایی موقعیت اوپه ټوله سیمه کی د امریکاله نفوذسره شدیدحساسیت اودجنګ ملا ماتونکی مصارف هم بایدله پامه ونه غورزول شی زه خولاداوایم چی دامریکااوسنۍ سرزوری سیاست اوله ټولونړۍ والواصولوبالاتر اختیارات ټولی نړۍ ته ګواښ  دی اولیری نده چی په مقابل کی نړۍوال غبرګون راوپاریږی
دلته یوه خبره د یادولو وړ ده چې د روسي یرغل په مهال به هم روسانو او هم د هغوئ پلویانو دا خبره کوله چې د روسانو په مقابل کې د افغاني مجاهدینو د بریالیتوب تر شا د امریکایي اسټنګرو او اکمالاتو زور دی، چې له همدې وجې په روسانو باندې د جهادي موفقیت امتیاز امریکایي وسلو او امکاناتو ته د منسوبولوكوِِِِښښونه كيږی ، خو دا ځلې په امریکایانو باندې د مجاهدینو د بر لاسې امتیاز یواځې د جهاد او مجاهدینو په قربانیوګټل شوی حق دی او هیڅ بل کوم لوري ته  یې دانتساب توجیه نشي کېدای.
پوښتنه:
په أفغانستان باندې د صلیبي یرغل پوره اوه کاله تیر شول، امریکایانو او د هغوئ صلیبي ایتلافیانو دأفغانستان په تسخیر خپل زور وازمایو په نتیجه کې د هغوئ د ټولو پوځي قوماندانانو او همدا راز سیاسي محلیلینو وروستی نظر دادی چې هغوئ پدې جګړه کې ناکام دي ،خو له دې سره سره هغوئ بيا هم أفغانستان ته نور قوتونه رالیږی او په أفغانستان کې د مجاهدینو په مقابل کې جنګی محاذونه قوی کوي، د هغوئ دغه متضاد کړه وړه تاسو څرنګه توجیه کوي؟
جواب:
ما مخکې هم دا خبره کړې اوس یې هم کوم چې د أفغانستان په قضیه کې په امریکایي چارواکو باندې د هغه ناکام قمار باز کانه شوی، چې د قمار په ميدان کې ګرم راشي او د وروستی بری په هیله خپل ټول شته وبایلی.
غربيان چې نن په أفغانستان کې د خپل شکست اعترافونه کوي دا هغه ملموس واقعیت دی چې عملا دوئ ورسره مخامخ دی، په هغه که دوئ اعتراف ونکړي، ددوئ د وژل شویو پوځيانو تابوتونه ورباندې اعتراف کوي، او داچې دوئ ولي له دغو پوځي شکستونو سره سره نور پوځيان أفغانستان ته رالیږی، ددې لامل  زما په نظردادی والله اعلم چې  نورمقتدرخدای  دکمزوروافغانانوپه لاس ددې مغرورقوم دتباکېدوفیصله کړې  ، ځکه همدغه په ظاهره کمزوري افغانان ول چې تقریبادوې لسیزې مخکې شوروي مستکبرین ددوئ په لاس دنړۍ له سیاسي نقشې ورک کړای شول  اوهمدغه افغانان ول چې
په تیره صدی کی بریطانوي مستکبرین ددوئ په لاس په ګونډوشول ،په معاصره دوره کې دنړۍ په مخ یواځې امریکایي بدماشان پاته دي ،هغوئ په خپلې بدماشۍ  اوغرورکې نن داستدراج مرحلې ته رسیدلي خو دلوي خدای په مرسته به دوئ هم په أفغانستان کې په هغه برخلیک اخته  کیږي لکه چې تردوئ له مخه محتلین ورسره مخ شوي ول.
پوښتنه:
جناب حقاني صاحب!
له اوه کالو تیریدو وروسته امریکایانو په أفغانستان کې د خپلې استراتیږۍ د بدلون خبره رامينځته کړې چې له همدې خبرې سره همزمان د طالبانو او کرزي ادارې تر مينځ د مذاکراتو ډنډورې هم زور اخیستی، ستاسو څرګندونې په دې اړه څه دي؟
جواب:
هو! دامریکایانو له
۷ کالو تیریدو وروسته ایله اوس دې خبرې ته فکر شوی چې د أفغانستان په اړه د هغوئ موجوده استراتیږۍ ګټه وره استراتیږۍ نده، هغه باید تغیېر وکړي- د هغې تغیېر به مختلف بندونه لري :
لومړی: په أفغانستان کې د امریکایي پوځونو زیاتوالی.
دوهم: په أفغانستان کې د قومونو تر مينځ تفرقه خپرول او هغوئ یو د بل په مقابل کې درول- یا د هغوئ له مينځ نه د قومي ملیشو تشکېلات جوړول.
دریم: په أفغانستان کې له مجاهدینو سره مذاکرات تر سره کول.
چې د دې نوې استراتیږۍ دوه مخکني بندونه مخکې تر مخکې په کار اچول شوي خو هیڅ ګټه یې نده ورته رسولې.
اوس یواځې خبره په وروستي بند کې ده چې امریکایان غواړی د مذاکراتو د تر سره کولو په پلمه خپل لاندې اهداف متحقق کړی:
0- د مجاهدینو تر مينځ د بي اعتمادي فضا را مينځته کول، بي اعتمادي پدې معنی چې د مذاکراتو پروپاګند ته  دومره هوا ورکول چې ټول نړیوال مطبوعات یې شپه ورځ دی ته وقف کړي وي ، چې د مذاکراتو خبري خپرې کړي ، د مذاکراتو ځایونه، د مذاکراتو مراحل او حتی د مذاکراتو په اړه د طرفینو شرایط نشرکړي، په تبلیغاتي لحاظ دا خپله له هر چا سره یوه اندیښه را پیدا کوي چې حتما د طرفینو تر مينځ د مذاکراتو په نامه یو څه شي شته،خوپه حقیقت کې هیڅ نه وي.
0- د مذاکراتو د پیلیدو په نامه د کرزي ګوډاګۍ ادارې ته قانوني مشروعیت وربښل.
0- د مذاکراتو دنه تر سرکېدو په صورت کې اسلامي امارت په دې متهمه ول چې هغوئ د جګړې اوږدیدل غواړي، نه د خبرو له لاری د لانجی پایته رسول.
تر کومه ځایه چې د مذاکراتو په اړه خبره د اسلامي امارت په موقف پوري تړلې نو هغه داده:
 چې اسلامي امارت خو د أفغانستان د ټولو قضایاوو د سالم حل په اړه له نن څخه اته کاله مخکې د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتونکی وه دا خو امریکایان ول چې خپلې سر ټمبګۍ یې د عقل سترګې ور ړندې کړې وې، او په ټوله نړۍ کې له ځانه ماسوا بل هیڅ څوک نه لیدل.
هغوئ ته اسلامي امارت هغه وخت هم د خبرو  اوهم د اسلامي ملکونو د مينځګریتوب له لارې د لانجې د حل منصوبه وړاندې کړې وه.
خو دوئ یواځې خپله سرټمبګۍ په اسلامي امارت تحميله وله او هیڅ راز معقوله او سوله ایزه طرحه ورته د منلو وړنه وه هماغه وه چې په اسلامي امارت یې ناروا او وحشي یرغل وکړ چې د هغه په نتیجه کې په زرګونو بيدفاع انسانان تباه شول، کلي وران شول، خراب أفغانستان نور هم خراب او د أفغانستان د مسلمان ملت د بيدریغه دفاعي مقاومت په نتیجه کې په زرګونو یرغلګر صلیبيان هم په خپله جزا اورسیدل، په ملیاردونو ډالره یې مصرف شول خو له دې هرڅه تیریدو وروسته  یې  پدې خبره سر خلاص شو چې یواځې پوځي طاقت د مشکلاتو د حل لاره نده.
پوښتنه:
یعني ستاسي له نظره په اوسنیو شرایطو کې دغه مذاکرات ګټه نلري؟
جواب:
نه هیڅ ګټه نلري، ګټه ځکه نلري چې دوئ د غه  مذاکرات د یوې دسیسې اوحربې په توګه کاروي نه د مشکل دسوله یېز حل په  توګه 0
اصلا امریکاپه مذاکراتوکی صادقه نده
په مذاکراتو کې لومړی اصل د طرفینود شرایطورعایت وي،مګر دوئ  د مذاکراتو وړاندیز هم کوي او شرایط هم یواځې د خپل ځان معتبر ګڼي،چې دا خبره په خپل ذات کې له ملي او بين المللي نورمونوخلاف ده.
 د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت پالیسي او د هغه شرایط واضح دي..
د هماغو شرایطو په منلو سره مذاکرات دطرفینوترمنځ یوې مثبتی پایلې ته رسیدای شوای، چې له هماغو شرایطو څخه یو هم له أفغانستان څخه د ټولو بهرینو ځواکونو بي قید او شرطه وتل دي.
اصلا په أفغانستان کې ټوله ستونزه د بهرنیو ځواکونو موجودیت را مينځته کړې، امریکایان  دي چې په بيګناه خلګو بمبارۍ کوي، عام خلګ وژني ، د هغوئ امنیت ګواښي او په هغوئ باندې بيدینه او فاسد حاکمان مسلطوي.
هغه حاکمان چې د هغوئ په فاسد والی ،په مخدره توکو کې د هغوئ په ککړ والي او د خلګو د مالونو په لوټولو کې د هغوئ دښکېل والي  واقعیتونه خپله د امریکایانو لخوا خپریږی.
پوښتنه:
تاسو د امریکایانو لخوا په أفغانستان کې د قومي مليشو خبره وکړه،  د یوه جهادي او نظامي شخصیت تر څنګ د یوه قومي او قبایلي مخور په حیث تاسوپه هیواد کې د امریکایانو ددغه تکتیک موفقیت تر کومه حده ممکن بولي؟
جواب:
امریکایان زمونږپه ملک کې یواځې په دغه تکتیک کې نه بلکې په ټولو تکتیکواوپروګرامونو کې ځکه ناکام دي چې يوخو هغوئ ددې هیواد د خلګو له طبيعت سره نابلده دي  بل دا
چی معقوله تګلاره نلری

 مثلا:

په أفغانستان کې خلګ په یوه ګوله ډوډۍ پوری حیران دي، خو دوئ ورته د ښځینه او نارینه و د ګدوتفریح ګانو لپاره پارکونه جوړه وي، هالته په لكونو انسانان د غریبۍ او بي کارۍ ستونزي کړوي دوئ ورته د غربي دیموکراسۍ د عملي کولو سندرې غږودي.دمجاهدديوه پیرپه بدل کی دعاموخلکوپوره پوره کلی له مینځه وړی  

نن  دأفغانستان  د ټول ملت په مينځ کې ددوئ په خلاف د کرکې او انزجار روحیه را پورته شوې خو دوئ په همدې حالت کې تري د مرستي او همکارۍ ژمنې غواړي ، چې له افغاني محیط سره د هغوئ دغه نابلدی د هغوئ په ټولو پروګرامونو باندې د عدم موفقیت حکم کوي، که دوئ دا خبره کوي چې زمونږ دغه تکتیک په عراق کې مثبته نتیجه ورکړې نو د عراق او أفغانستان شرایط فرق لري، هالته د موجودو ملیتونو تر مينځ ذات البيني اختلافاتو ممکن د امریکایانو ددغه تکتیک د موفقیت چانس په نسبي توګه برابر کړی وي، خو په أفغانستان کې دابلکل ممکن ندی.

د أفغانستان ټول ولس نن امریکایي ضد روحیه خپله کړې حتی هغه کسان چې مخکې د امریکایانو دراتلوپلویان ول  اوس د دوئ دغلطو پالیسیو له وجې تري بيزاره او مخالفت یې کوي.

پوښتنه:

محترم حقاني صاحب.

نړیوال مطبوعات د امریکایانو په اشاره ځیني وخت داسې تبلیغات خپروي چې ګواکې ستاسي محاذ د اسلامي امارت له اداري تشکېل نه بهر په خپلو جهادي فعالیتونو لګیا دی ، د هغوئ ددغو تبلیغاتو لامل څه او تر کومه حقیقت لري؟

جواب:

دایو واضح حقیقت دی چې کله هم دښمن په پوځي ډګر کې ماتی وخوري نو په تبلیغاتي ډګر کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی اوهالته داسې تبلیغاتوته زور ورکړي چې هیڅ حقیقت نلري.

دلته هم دغه ټول پروپاګنډ د ماتې خوړلي دښمن د تبلیغاتي کمپاین یوه برخه ده چې غرض یې دمجاهدینو په مينځ کې د نفرت او بي اعتمادي ایجادول دي.

هغوئ نورهم ډیرداشانې بي معنی خبرې کوي، کله د اسلامي امارت مجاهدین د معتدل او سخت دریځي په نامه سره جلا کوي او کله د هغوئ په مينځ کې د اختلافاتو د را مينځته کېدو خبرونه خپروی، خو د هغوئ دغه پروپاګند ټول بي اساسه دی، اوالحمد لله د اسلامي امارت مجاهدین ټول په یوه زړه او یوه غږ د امير المؤمنین ملامحمدعمرمجاهدتر قیادت لاندې د امریکایانو او دهغوئ د غلامانو په خلاف په جهاد لګیادي، د اسلامي امارت د مجاهدینو په مينځ کې د معتدل او سخت دریځي په نوم هیڅ پدېده نه ده موجوده بلکې ټول دغه مجاهدین د خپل باعزمه امير تر قیادت لاندې د الله تعالی ددغه ارشاد په رڼا کې چې (اشداء علی الکفار رحماء بينهم )دی، په جهاد او مبارزه بوخت دي.

زه خپله د اسلامي امارت په تشکېل کې در هبری شوري غړی اود خوست اوپکتیکادولایتونودجهادی مسؤول په توګه په جهادي فعالیت لګیا یم.

په دی هکله  دنړیوالو خبري رسنیو مغرضانه خپرونې بالکل بي بنیاده دې .موږاونوروواقعی مجاهدینو چی له کومی ورځی له محترم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهدسره بیعت کړی ټول تر ننه پوری په هغه بیعت ولاړاوداسلامی امارت ټولواصولو ته ژمن یو داسلامي امارت دمجاهدینوترمینځ هیڅ نوع اختلاف بی اطاعتی اوګډوډی وجود نلری موږالحمدالله ښه نیتونه اودمقدس جهاد ښی تجریبی لرو دکفاروله دسیسو سره اوس  ټول مسلمانان  خصوصاافغانان ښه بلدشوی ددښمن هڅی ټولی بی نتیجی دی په څورلسمه صدۍ کی دمحترم ملامحمدعمرمجاهدپه شان امین شجاع اوبا عمله امیردالله تعالی یوعظیم نعمت دی اوټول مجاهدین ددی نعمت په قدرډیرښه پوهیږی  الله تعالی دی دانعمت دمسلمانانوله سره نه لیری کوی موږله روسانوسره دجهادپه دوران کی دمتعددوامیرانودموجودیت اواختلاف ترخه عواقب ولیدل همدادامیرانوتعدداوبی اتفاقی وه چی زموږدمقدس جهاد ګټلی افتخارات یی له خاوروسره خاوری کړل افغانان به هیڅکله هم دهغوترخوتجربوتکرارته بیا اجازه ورنکړی موږ متحدیواومتحدبه یو۰

پوښتنه

دا چې د هیواد جنوبي زون له ګاونډي هیواد پاکستان سره په پوله پروت دی، د کابل اداره ډیر دا تبلیغات کوي چې په همدې جنوبي زون کې د جهادي فعالیتونو طراحي په هماغه ګاونډي هیواد کې کیږي او همدا راز ستاسي د محاذ په مجاهدینو کې بهرني مجاهدین مود  دي؟

جواب:

د کابل اداره چې وجود یې د ۳۷ هیوادونو د بهرنیو یرغلګرو د یرغل محصول دی ډیر داسې بي اساسه تبلیغات کوي چې زه یې به جواب کې یواځې دا خبره کوم چې که رښتیا په جنوبي زون کې د جهادي فعالیتونو طراحي په ګاونډي ملک کې کیږي نو د هیواد د مرکزي او شمالي زونونو د جهادي فعالیتونو طراحي چېرته کیږي. د هیواد په مرکزی زون کې چې نن د ټول هیواد په کچه پوځي عملیات پکې زیات کیږي، هالته تر ټولو زیات یرغل ګر وژل کیږي، هغوئ خو له هیڅ کوم هیواد سره سرحدي پوله نلري، همدا راز د هیواد په شمالي زون په قندوز، بغلان، بلخ، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې چې د هیواد له جنوبي زون څخه ډیر لیري پراته دي، هالته په یرغلګرو بهرنیانو او د هغوئ په ملاتړو دجهادي بریدونه  طراحي چېرته کیږي.

اصلا که چېری د بهرنیانو ملاتړ په أفغانستان کې د موفقیت لامل بلل کېدای شوای نو باید نن د کرزي اداره چې د ګاونډیانو په شمول د نړۍ د ۳۷ هیوادونو قاطع  سیاسي اوپوځي ملاتړ ورسره دی په أفغانستان حاکمه وای.

 هو!  د سرحدي سیمې یو شمير هغه بادیانته غیرتی ځوانان  دمقدس جهادكلك عزم لري کوم چې د هغوئ پلورونو او نیکونو د روسي او انګلیسي یرغلونو په مهال هم د خپلو وررڼو افغانانو تر څنګ د متجاوزینو خلاف جهاد کړی وه، همدلته شهیدان شوی او ډیر یې همدلته د یرغلګرو په وژنو غازیان شوی ول، اوس هم د امریکایي یرغلګرو په خلاف ددې مسلمانې غیرتي سیمې د اتلو خلګو په مينځ کې هماغه جهادي روحیه موجوده ده  

مونږ د هغوئ دغه جهادي مساهمت تقدیروه  اوهغه د دوئ د اسلامي فریضی تر سره کول بولو.

پوښتنه:

جناب حقاني صاحب:

له څه مودې را هیسي په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی، د همدې سیمو په سلګونو مسلمان اوسیدونکې په امریکایي ړندو بمباریو کې شهیدان شوي او کورونه یې ویجاړ شوی، تاسو د داشانې نا امنیو د موجودیت لامل څه شي توجیه کوئ؟

جواب:

مونږ مخکې هم وویل چې امریکایان نن د ټولې نړۍ لپاره خطر دي، امریکایانو په أفغانستان یرغل کړی، په عراق یې اور بل کړی، په منځني ختیځ فلسطین، صومالیا او په ټوله سیمه کې د هغوئ د مداخلاتو له وجی ولسونه په ویر مبتلا دي، حتی خپله امریکایان هم د خپلو چارواکو د غلطو پالیسو له وجې په ستونزو اخته دي دتجارت اوسیاحت په مهال ،په نړیوالولوبوکې دګډون په مهال دنړۍ هرې برخې ته هرمناسبت ته دتللوپه مهال خپله دامریکا په دننه کې دامنیت احساس نشي کولی هرځای ورباندې مرګوني بریدونه کیږي  ،ژونديي په خطرکې لویږي او امنیت یې ګواښل کیږي .

نن چې دنیا په نړیواله کچه له مالي بحران سره مخ ده هم علت یې امریکا ده، او هر هغه څوک چې د امریکا یې غلطو پالیسیو پلوي کوي هغوئ به له هغه انجام سره مخامخ کیږي چې امریکایان ورسره مخامخ دی.

دا چې نن د أفغانستان له  پولو نه بهر د جګړی لمبي اوږدیږی او مسلمانان په هغه کې ستی کیږي دا هم د امریکایي پالیسیو د پلوي او ملا تړ نتیجه ده، که نور هم د همدې ناکامو او خطرناکو پالیسیو پلوی کیږي ددې احتمال شته دی چې ټوله سیمه د جګرو په لمبو کې راګیر شي او دا هغه څه دی چې امریکایان یې مسلمان ميشتو سیمو ته اهداء کول غواړی.

پوښتنه

په امریکاکې  د اوباما په مشرۍ د دیموکراتانو واک ته رسیدل،  به په أفغانستان کې په روانه وضع څه تاثیر ولري؟

جواب: الکفرملة واحدة  اوهمدالامل دی چې تر اوسه پوری  د أفغانستان په هکله د اوباما پالیسۍ په مکمله توګه د بوش د پالیسیو تداوم دی.

لدې وروسته به ګورو چې هغه ته لدغې تجریبه شوي پالیسۍ څخه څه محصول په لاس ورځي.

دا چې امریکایي ولس په اوباما باندې باور کړی هغه ته یې رایه ورکړې او هغه یې د ولس مشر په توګه انتخاب کړی، نوموړی هم باید خپل ولس له هغه شره وژغوری چې بوش ور باندې اخته کړی وه.

پوښتنه

اسلامي امت یو مهال د نړۍ له حاکمو او مسلطو طاقتونو څخه شميرل کېده خو نن د نړۍ په کچه د یوه محکوم او مظلوم ځواک په توګه پیژندل شوی، د مخکني مجد دبيرته تر لاسه کولو لپاره مسلمانانوته ته څه  کول په کار دی؟

جواب:

 اتفاق اوجهاد کول او په ټولو الهي ارشاداتو باندې صادقانه عمل کول،وحدت او جهاد د اسلامي امت د ژغورنې اصلي لامل دی..

که اسلامي امت غواړي چې بيرته خپل مجد او عظمت تر لاسه کړي نو دي په اتفاق سره د جهاد لاره غوره کړي.

د جهاد لاره د عزت، حریت او خپلواکۍ لاره ده.

او له لاسه تللې خپلواکۍ یواځې په وحدت اوجهاد سره بيرته حاصلیږي

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې