Thursday, 25 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
دامریکا دانتخاباتو په اړه د بي بي سي له عربي تلویزيون سره  دډاکټر فاروق اعظم مرکه

 (دمازیگر ۴:۳۰ بجې، ۴ نومبر ۲۰۰۸ع ? لندن)

له عربي څخه پښتو ژباړه: 

د امریکا دنن ورځې انتخابات؛د یویشتمې پـېـړۍ دیوه ځوان (بارک اوباما) او دشلم قرن دساړه جنگ د یوه عسکر (جان مکېن) ترمنځ مسابقه ده.

که اوباما وټاکل شي، چې ښايي وشي، دا به په امریکايي ټولنه کې لوی تغییر راولي. دامریکا په تاریخ کې به دلومړي ځل لپاره یو تورپوستی ريیس جمهور شي او پدې ډول به د سپینانو دواک انحصار، چې دامریکا دتاریخ په ټوله موده کې له دوی سره و،  مات شي.  دا به ثابته شي، چې امریکا یو قوي، لوی او د ارزښتونو څښتن هېواد دی . هروگړي ته یې د پرمختگ فرصت شته. همداراز به دبارک اوباما انتخاب اروپا ته یو لوی درس او أسوه حسنه وي. څوک، چې ځان دډيموکراسۍ مور بولي، خو تراوسه یې خپلو آسیايي او آفریقايي تبعه وو ته په اقتدار کې د گډون مساوي موقع نده ورکړې.

که جان مکېن وټاکل شي؛ دا به دښاغلي بش دسیاست ادامه وي او په امريکا کې دننه او بهر به ‌‌ډېر خاص تغییرات ونه وینو.  دامریکایانو او نړیوالو ستونزې به همداسې روانې وي.  له بلې خوا به دجان مکېن انتخاب پر ډيموکراتانو یو سخت او کاري گوزار وي؛ داسې گوزار، چې هغوی به مجبور کړي، چې پرخپلو اهدافو او ستراتیژیو بيا فکر وکړي.  دا؛ځکه هغوی په ۲۰۰۰ع کال کې د آلگور لپاره انتخابات بایلودل،هغوى په ۲۰۰۴ع کال کې جان کېري کامیاب نه شو کړای او ونه توانېدل، چې اته کاله دبش تر حاکمیت لاندې دامریکایانو له کړېدو، دامریکا له اقتصادي ناخوالو، روحي او ټولنیزو ستونزو او په افغانستان او عراق کې له جنگه د راپیدا شوي نفرت او فشاره پخپله گټه کار واخلي، خو اروپائیان به د جان مکېن په بریالیتوب خوښ شي. دا؛ځکه نوموړی ددوی ملگری دی او په اکثرو مسائلو کې لکه دمسیحیت په برلاسي، مهاجرین، منځنی ختیځ او نورو کې ورته نظر لري.

دواړه (اوباما او مکېن) دامریکا لپاره پر نړۍ مشري غواړي؛ اوباما یې د تفاهم او زور دواړو له لارې او مکېن یې دبش پشان یوازې دتوپک په ژبه.

دامریکا دنن ورځې انتخابات ډېر مهم دي، چې نه یوازې به دامریکایانو پر ژوند  پراخ اغېزولري، بلکې پر ټولې نړۍ به یې اغېز ښکاره وي.

داوباما په باب دمسلمانانو او عربو نظرونه د غوروړ دي.  دامریکا په داخل کې مسلمانان داوباما پلویان دي. دا؛ځکه ، چې له بش څخه خفه دي او اوباما ټولو آسیایانو او آفریقائیانو ته د مثبت تغییر یو رمز او زېری ګـڼي،  خو یو تشویش هم ورسره شته او هغه دا،چې د اوباما په وخت کې به په افغانستان، منځني ختیځ او نورو اسلامي هېوادو کې د مسلمانانو حال کیدای شي نور هم بدتر شي. دا؛ځکه، چې داوباما مخالفین پرهغه نیوکې کوي، چې نوموړی له مسلمان پلار څخه دی، نوم یې دمسلمان دی او ښايي په زړه کې هم مسلمان وي، خو مصلحتا به یې اسلام پټ کړی وي.

 اوباما دا تورونه په شدت ردوي او ځان کلک عیسوي بولي.  ددې لپاره ،چې دغه شک له ځانه لیرې کړي. دانتخاباتي مبارزې په دوران کې هغه څو څو واره کلیساگانو او دیهودو سنیگاک ته ولاړ، خو په دې ټول بهيرکې یو يوځل هم مسجد ته نه دى تلى او حتا د خپل کمپین په غونډو کې یې مسلمانې حجابداره ښځې پرېنښودلې. ‌‌ډېر احتمال شته، چې اوباما به دخپل دغه کمزوري ټکي په حکم او د افراطي مسحیانو او یهودانو دخوشحالولو په خاطر دامریکا په داخل او خارج کې پر مسلمانانو فشار ‌‌ډېر کړي او هغوی به غیرحق وځوروي، چی دا حالت به ډېر ظالمانه او خطرناک وي او په اسلامي نړۍ کې به دامریکا تصویر نور هم مجروح کړي.

ددواړو بریالیتوب دافغانانو لپاره کوم ښه زیری نه لري. دواړه په افغانستان کې پر عسکري حل باور لري او ددغه مشکل حل د نور ډېر پوځ په استولو، په ورانولو او دافغانانو په نور ډ‌ېر قتل وقتال کې گوري، خو زه دواړه متوجه کوم ،چې په افغانستان کې دوی نظامي بری ترلاسه کولی نه شي. دوی دافغانانو تاریخ ندی لوستی او په لوی لاس دې د روسانو په سرنوشت ځانونه نه اخته کوي.  ددوی ماته په افغانستان کې یقیني ده؛ خو. دا،چې خپل موجوده سیاست ته تغییر ورکړي، دتوپک په ژبه خبرې پریږدي او ډيپلوماسۍ ته موقع ورکړي؛ هغې ډيپلوماسۍ ته ، چې ما په تېر دوبي کې امریکا ته دخپل سفر په وخت کې مشوره ورکړې وه. 

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې