Thursday, 25 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
دپياوړي قتيل خوږياڼي د درنښت غونډې په وياړ

  اقا محمد گړندى ? خوږياڼى

دپياوړي قتيل خوږياڼي

د درنښت غونډې په وياړ
 

 الله تعالى دکايناتو واکمن د دنيا او عقبى دښېگڼو او انسانانو ته دغوراوي په خاطر دخپل ستر ذات دوحدانيت نخښې نښانې رامنځته کړي ،چې په پوهېدو يې دهر انسان دنيا او عقبى سرلوړې او روښانه کيږي او په بدله کې يې صالح انسان  هم دالله ج شکر ادا کوي .

مونږ هم دالله ج دهمداسې بندگانو په څېرو دهغو احساناتو شکر ادا کوو، چې زمونږ دروزنې په خاطر يې دخپلو صالحو بندگانو په شتون کې  له مونږ سره کړي دي .

که د مشرانو،پلار، ورورڼو، کاکا، ما ما او داسې نورو نيکبختانو نيکې هلې ځلې دکشرانو پلونه  نه شي، کشران خپل مزل ترسره کولى نه شي او که تر سره يې هم کړي ډېر ستونځمن به وي؛ ځکه، نو دخپلو مشرانو لارښوونې ته اړ کيږي او بې دخپلو مشرانو له لارښوونې په زړه پورې پرمختگ نه شي کولاى .

زه دخپلو مشرانو [ چې په سرکې يې د ښوونې او روزنې نوښتگر مدير، دکابل  پوهنتون او په پېښور کې دسيدجمال الدين افغان او بيا افغان پوهنتون درياضياتو د ديپارتمنت مشر او پخوانى دروند استاذ ډيپلوم انجينير غلام دستگير ړنگ دى ، چې الله ج ورته زمونږ دټولو وروڼو دمشرتابه وياړ ورکړى .

ورپسې د هېواد د ادب او فرهنگ هڅوبپال استاذ او په پېښور کښې ((دساپى پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر کتونکى عبدالروف قتيل خوږياڼى دى،چې نن د درنښت غونډې وياړ ور په برخه شوى ، بيا ارواښاد استاذ قاضي محمد امان  امان دى، چې دافغان جهاد دې وياړمن اووه کاله مخکې دپېښور خانمست کالونۍ په عزيز آباد جومات کې له  آذان وروسته داوداسه پر مهال خپل روح حق ته سپارلى ، ورپسې دروند ليکوال او ژورنالست استاذ عبداللطيف منت بار،  استاذ غلام حضرت ورور،  د تخنيک اکاډمۍ پخوانى استاذ ډگروال  غلام رباني پاسوال  ، اديب، قاضي او ژورنالست استاذ محمد اقا متين خوږياڼى او ورپسې دواصل اباد دنوي سړک دتڼي کوټ دليسې مرستيال ارواښاد استاذ گل اقا صحتي دى ،چې وړم کال دکږې دزاړه ښار(روښانکوټ)په خپل کور کې دزړه د درېدلو له لامله په حق ورسيد[وروڼو په  پرلپسې ټينگار له څلورم ټولگي څخه لارښوونې او روزنې ته اړ شوى يم.

هو! زه په څلورم ټولگي کې وم، چې له پياوړي  استاذ عبدالغياث خان څخه چا هيله وکړه ،چې زما داجتماعياتو روانه ازموينه ژر واخلي او کورته مې وليږي. پدغه ورځ  مې نابغه او علمپال پلار په حق رسيدلى و. دلته بايد څرگنده کړم ، چې نابغه او علمپال ځکه و ،چې په ځان يې تنگسې تېرولې، خو مونږ وروڼه يې علمي ، ادبي او اخلاقي زده کړو ته هڅولي  وو. الله دې جنتونه ورکړي .

کله ،چې له شپږم ټولگي فارغ شوم؛ په کور کې زه ، ښاغلى صحتي او مور بي بي  اوېيدلو( الله( ج) دې جنتونه ور په برخه کړي ) نور ټول مشران وروڼه يا په دولتي چارو کې په دنده او يا په زدهکړو اخته  ول .

يوه ورځ سهار دخوږياڼو دکږې دملکيار هوتک دليسې لوري ته رهي شوم ،چې خپل ټولگيوال مې وليدل دپوښتنې په ځواب کې يې راته وويل:  کابل ته ځو په  ((ابن سينا ليسه)) کې ، چې هغه مهال منځنى ښوونځى و، ځان داخلوو. ددې خبرې په اوريدو په منډه کورته راغلم مور بي بي ته مې وويل : مورې ! ټولگيوال مې کابل ته ځي مکتب وايي؛ زه  هم ورسره ځم. مبارکې په ځواب کې راته وويل : کرارکينه !

 آ نور وروڼه دې هم  له کوره تللي دي . که هر څومره زارۍ مې ورته وکړې خوښه يې نه وه ؛ځکه ،چې په يوولسو وروڼو کې زه او ارواښاد صحتي  کشران و او په کورکې ورسره وو. په هغونوروپسې به هم ځوريده.  

په هره توگه له کوره ووتم ، صحتي صاحب، چې له ماڅخه  دوه کاله مشر و، په مخه راغى . هغه ته مې زارۍ وکړې ، چې  وروره مور بي بي مې مه خبروه؛ ماته لس افغانۍ راکړه ، چې جلال اباد ته پرې ځان ورسوم . هغه وخت له کږې څخه تر جلال اباده لس افغانۍ کرايه وه . هغه خداى (ج)بخښلي دلس افغانيو دراکړې  تر څنگه دپياوړي ورور قتيل صاحب پته هم راکړه، چې دننگرهار په ليسه کې استاذ و . کله ،چې  موټر جلال ته ورسيدو دښاغلي قتيل صاحب کوټه مې پيدا کړه.  په ليدو او راتگ مې خوشحاله . سهار وختي  يې دخپل جب قلم راکړ او دننگرهار دپوهنې لوى مديريت ته يې دنورو ملگرو سره دتلو او ازموينې د تېرولو لارښوونه راته وکړه او ترې رخصت شوم ....

دازموينې او روغتيايي ځانگړتياوو له کتلو ورورسته دترانسپورت مديريت ته وليږل شو، چې کابل ته مو وليږ دوي.  پياوړى قتيل صاحب ترانسپورت ته راپسې راغى او دترانسپورت  مدير ته يې وويل : که دوى ځنډيږي دا ورور به مې زه کورته بوځم؛ له موره پټ راغلى دى. زه به يې دخالي په ورځ راولم .

 هغه ورته وويل : نه صاحب سبايې ليږو، څلورمه ورځ  کابل ته وکوچېدو. کابل ته له رسيدو سره سم زه او دسيديوسف ميړنى (چې سره ټولگيوال وو اويو ځاى ابن سينا ته تلو) پلار ښاغلى سيدجلال پاچاصاحب دابن سينا ليسې ته لاړو . هلته پياوړى او مشر ورور  ړنگ  صاحب دابن سينا دليسې مدير و؛ مونږ ته يې دچارو دترسره کولو لارښوونه وکړه او دچارو له ترسره کولو وروسته مو مکتوب واخيست او ټول ټولگيوال بېرته ابن سينا ته راغلو. بسترې مو واخستې او بېلو بېلو خونو کې مو چپرکتونه ونيول .

دابن سينا له فارغېدو وروسته دوېش سره سم دکابل اساسي دارالمعلمين ته، چې اوس سيدجمال الدين افغان نومول شوى ور وپېژندل شو. بيا له فارغېدو وروسته دکابل دروښان عالي دارالمعلمين ته دمحصل په توگه ور دننه شوم.

 زما خوښه نه وه ، چې دروښان عالي دارالمعلمين ولولم . ښاغلى منت بارته ،چې هغه مهال دهلمند ولايت دمارجې د ښوونځيو آمر و ورغلم او دژمي درخصتۍ دتېرولو په ترڅ کې مې ورسره مشوره وکړه او ورته مې وويل ،چې عالي دارالمعلمين دوه کاله دى نه يې لولم معلمي به قبوله کړم . هغه ښاغلي دخپل مشرتابه په لورونه وويل ، چې که يو کال هم وي ويې لوله .

دعالي دارالمعلمين  د لوستو تر څنگه دشپې لخوا داصلاح ورځپاڼې دمصحح اوسموونکي  په توگه کار کولو. ارواښاد شهيدغلام شاه سرشار داصلاح مرستيال  به دشپې په خپل گاډي کې ليليې ته راورسولم .

 د کابل عالي ارالمعلمين له فارغېدو وروسته دکابل درحمان بابا ليسه کښې ښوونکې شوم، چې په کې دټولنيزوعلومو تدريس  راوسپارل شو .

د داود خان په وخت کې يو شمېر استاذان ، ولسوالان مقرر شول ؛ درحمن بابا دپښتو ديپارتمنټ آمر هم ولسوال شو. دوخت ادارې له ما څخه هيله وکړه ، چې دهغ زمره ،چې د ١٢ ټولگيوو دپښتو تدريس او د ديپارتمنت آمريت و  په غاړه واخلم . دا مهال؛  نو ښاغلى ورور قتيل خوږياڼى کابل ته داصلاح دورځپاڼې دمدير په حيث را تبديل شوى و. ما به ، چې د دولسمو ټولگيو دپښتو په تدريس کې څه ستونځې پيدا کړې هغه به مې دپياوړي ورور استاذ قتيل صاحب په مرسته حلولې .

 يو وخت د ١٢ ټولگي په کتاب کې د))الله(( په نوم نومړ؛ هغه لايق دى، چې خالق په يوه کن دخلايق دى((نومړ له کلمې سره مخامخ شوم. پياوړى قتيل صاحب چېرې تللى و، دشپې پياوړي  مشر ورور ړنگ صاحب ته ورغلم او ورڅخه مې پوښتنه وکړه . هغه هم په ډېره لورينه پوه کړم، چې نومړ دنوم وړل مخفف دى.د دوى له لارښوونې سره سم په ډاډه زړه ټولگې ته ورغلم .

دغسې مې د پياوړي قتيل صاحب ، مشر او پياوړي ورور ړنگ صاحب ، پياوړي استاذمنت بار صاحب ، پوهاند پاسوال صاحب ،ښاغلي متين صاحب او ټولو وروڼو په  فکري او عملي لارښوونو خپلې درسي چارې تر سره کړې.  دا؛  ځکه ،چې زه په ټولو کې کشر و م .

هوکې ! الله تعالى دا احسان راباندې کړې و ، چې دټولو وروڼوله لارښوونو برخمن شوى وم .  

کله به مې، چې دښوونې او روزنې د پوهنځي ددرېيم او څلورم ټولگي پښتو څانگې په لوستونو کې ځينې داسې مفردات لکه قافيه ، عروض ، او معاني لوستل مايې مطالعې ته هم اړتيا نه احساسوله ؛ځکه ، چې ما د ١٢ ټولگيو دپښتو په تدريس کې دپياوړي استاذ ښاغلي قتيل صاحب له هغو درسي چپټرونو څخه کار اخېستې و ، چې دشپې ليسې د ١٢ ټولگيو دتدريس لپاره يې ځانته چمتو کړي وه .

زه ددغو پياوړو ښاغليو تر اغېز لاندې دومره راغلى وم، چې د ابن سينا ښوونځي په دې موده کې مې په اووم ټولگي کې نظمونه ليکل او دښوونځيو په کنفرانسونو کې به مې فعاله ونډه اخېسته. په دارالمعلمينونو کې به مې ادبي ټوټې، کيسې او داستانو ليکلى شول او دهغه وخت په اصلاح ، انيس، هېواد ، زيري او کابل مجله کې به چاپېدل ،چې دا ټول منت با رصاحب ، ښاغلي پوهاند پاسوال صاحب او ښاغلي متين صاحب دلارښوونو او نيکو هلو ځلو پايله ده .

له دې لامله زما مشران وروڼه په تېره ړنگ صاحب او قتيل صاحب، محترم محمد امان امان صاحب ماته داستاذانو او پلرونو حيثيت لري. الله (ج) دې زما ټول وروڼه دټولونورو مسلمانو وروڼو سره سرلوړي ، بريالي ، روغ او خوشحاله لري او دصالحانو په ډله کې دې يې وشميري .

يوه ورځ  زما يو دوست، چې  ما ورسره په يوه څانگه کې کار کاوه، له ما څخه پوښتنه وکړه ، چې پياوړي قتيل صاحب ټول عمر په پوهنې(معارف) او دمطبوعاتو په وزراتونو کې تېر کړ؛  سره له دې ، چې سپېڅلې ، پاک ، وطندوست ، په خلکو او وطن مين سوچه مسلمان دى، په خپلو چارو کې يې له وسې زيات کار کړى ، شپه او ورځ دوطن او خلکو دپرمختگ هلې ځلې کوي بيا هم ځينو خلکو ته دسترگو ازغى دى او درياست له چوکۍ څخه يې په لوړه چوکۍ کار ونه کړ. ددې دليل څه دى ؟

ما ورته وويل رښتيا ، چې دهغو؛ خولا څه ، چې حتا زما شاگردان دوزارت تر مقام پورې ورسېدل، خو دا ، چې تل يې حق ته حق ويلي ، دچا خوشامندې يې نه دي کړي ، پر اشخاصو يې تکيه نه ده کړې، په کومه ډله ، ټپله او گوند پورې نه دى تړل شوى او څوک يې په و رسپارل شويو چارو کې دپوره بريالتوب دترلاسه کولو ستايونکى هم نه شته. که څوک په کومه ډله ټپله کي وي دنوک په اندازه ښېگڼه يې ورته دغر غوندې زياتوي او شهرت ورکوي ؛نه يوازې دا، چې دتقدير ورگرځي، بلکې لوړ مقامونه هم ورته هر کلى کوي . دوست مې وويل رښتيا ،چې دى شاعر او ليکوال دى . شاعر او ليکوال که په يوه ډله پورې وتړل شي ځان خرڅوي. له دې لامله له ده سره د ده دغه عالي دريځ غوره له دغو لوړو چوکيو څخه د ې  لوړ وي او چوکۍ ورته دټولنې په مقابل کې ارزښت نه لر ي.

دغسې ريښتني خدمتگاران ،چې هر څه يې دالله درضا لپاره وي يوازې له الله ج څخه ډاريږي او تل  يې په الله ج توکل کړى وي؛ ځکه، نو  وايم ، چې:

 کـــه بـــې  له خدايه بل څوک نــــه لــــري درمان قتيل       
 زمــونږ په زړونو کې تل ناست دى عليشان قتيل
دحــــــق دلار پلـــــوى کــــړي تـــــل پـــردو، خپلو کې   
دخداى ج رضا غـواړي هر کار کې مسلمان قتيل
لــــــکه روڼ لمر چې تورتمونه ورتــــه نـــه ټينگيږي  
داســـې پــه حـق بانـدې مين دې ړنگ ودان قتيل
چې دوطن دخـــــدمتگارو منت بارپاســــــــوال دى  
ورور او متين باندې همېش ځکه دى گران قتيل
سپر يې همېش د هر غليم مخې ته ټينگ ولاړ دى      
دصحتي ، امــــــان  تـــــرسر بــــه کړي ارمان قتيل
کــــــه ځينـو ځينــــو(( گړنديه)) له نظر پرېيستى
پــــه معنــــوي لحاظ لوړ کړى  دى سبحان قتيل

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې