Monday, 24 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
قيام الدين خادم

 

 

پوهاند ډاکترزېور الدين زېور

قيام الدين خادم

ارواښادمولينا استاذ قيام الدين خادم

 د برې پښتونخوا د پښتو په اوسني ادبي نړۍ كښې پنځه ادبي ستوري (خادم، الفت، حبيبى، رښتين، بينوا) دي چې ډېر شهرت لري او د استاذۍ درجې ته رسيدلي دي. دوي نه يوازې ادبي، تاريخي، اجتماعي، اقتصادي، ژبني، فولكلوري او نور علمي مسايل څيړلي، ليكلي او چاپ كړي دي بلكې بيخي ډير پښتانه ځوانان يې په دې لار كښې هڅولي او روزلي دي. د دغو پخو استاذانو څخه يو هم استاذ (خادم) د پښتو ژبې ريښتينى خدمتګار، يو پوخ ليكوال ښه شاعر، نوميالى اديب او د فلسفي افكارو خاوند دى.

خادم په (1325هـ، ق) كال د ننګرهار په شاعرانه ولايت كې د (كامې) په ولسوالۍ كښې په يوې عالمې كورنۍ كښې زيږيدلى دى.

د خادم پلار ملا حسام الدين او نيكه يې ملا علي ګل هم د خپل وخت ديني عالمان وو. خادم په خټه زاخيل مومند دى.1

مولوي خادم خپلې لومړنۍ زده كړې په ننګرهار، پيښور او هند كښې سر ته رسولي دي او د منطق، صرف، نحوه، تفسير، حديث او نورو مروجه علومو د لوستلو څخه وروسته په جلال اّباد كښې د لومړني ښوونځي د ښوونكي په توګه په رسمي كارو بار لاس پورې كړى دى.

څه موده يې په (لواړګي) كښې د پښتنو زامنو ته ليك او لوست ورښودلى دى.

په (1311ش) كال د كندهار په پښتو انجمن كښې شامل شو او له دغه وخته يې د ليكوالۍ اساسي دوره شروع شوه.

خادم د افغانستان په داسې دوترونو كښې كار كړى چې هلته به د علمي مسايلو څيړل وو. په تېره بيا د پښتو او پښتونوالي د پراختيا سره د ده خاصه مينه وه.

خادم په پښتو ټولنه كښې د تاليف او ترجمې، د زيري د جريدې او دايره المعارف د ترجمې مديريتونه او د پښتو ټولنې علمي مرستيالي وظيفې په ښه شان چلگولي دي.

څو كاله د (مشرقي اتحاد) مدير وْ. همدارنګه په دې مينځ كښې يې د تعاوني ډيپو د پلټنې په څانګه كښې هم څه موده د مدير په توګه كار كړى دى. بيا د كندهار د طلوع افغان، كابل مجله او (اصلاح) ورځپاڼې د چلونې واګې هم ورسپارل شوي دي.

خادم دوه درې كاله د پښتو كورسونو لوى مدير وْ. تر دې وروسته په پښتو ټولنه كښې د يو پياوړي عالم په توګه كار كاوه. دوه درې كاله د هيواد د ورځپاڼې امر او مسئول مدير و او بيا د مشرانو د جرګې ټاكل شوى غړى وْ. خادم په ځانګړي توګه د (اولس) علمي جريده خپروله.

استاد خادم په عربي، اردو، پاړسي ژبو ښه پوهيده او په مورنۍ ژبه (پښتو) د ډېرو اثارو خاوند دى .

د ده اثار خواره واره او هم په جلا ډول سره د هيواد په مطبوعاتو كښې چاپ شوي دي.

خادم د خپلې ليكوالۍ او شاعرۍ په (50) كالو كښې ډير ادبي او علمي خدمتونه كړي دي او دغه لار يى د يو مسلك په توګه د ژوندانه تر پايه پورې ټينګه كړې وه.

مولانا خادم د دوشنبې په شپه د سنبلې په پنځمه نېټه په (1358) كال په كابل كښې د تل له پاره سترګې پټې كړي او د خپلوانو له خوا په ننګرهار كښې پخپلې پلارنۍ هديره كښې خاورو ته وسپارل شو.

د استاذ خادم كوم كتابونه چې مونږ ته معلوم دي او چاپ شوي دي، په لاندې ډول دي:

1- معلم پښتو : په كندهار كښې چاپ او خپور شوى دى.

2- پښتو كلي لومړۍ، دوهم، دريم ټوكونه.

3- د كوچنيانو اخلاقي پالنه.

4- روهي ګلونه.

5- نوى ژوندون.

6- د مرغلرو اميل: د ده د خپلو شعرونو اميل دى.

7- پښتونولي: د پښتو قوانين څيړي.

8- بايزيد روښان: د روښانيانو د نهضت يو علمي اثر دى.

9- خيالي دنيا: يو غوره ادبي نثر دى.

10- نوې رڼا: د ده د مقالو يوه لويه مجموعه ده.

11- نبوغ او عبقريت.

12- د شريف سرګذشت: له اردو نه د يوې افسانې خوږه ترجمه ده.

13- مكارم الاخلاق: له عربۍ نه ترجمه شوى دى.

د يادولو وړ ده چې د ده ډېرې په زړه پورې مقالې په : اتحاد مشرقي، پښتو مجلې طلوع افغان، انيس، كابل مجلې، اصلاح، الفلاح او دپښتو په (زلمي پښتون) او نورو مطبوعاتو كښې نشر شوي دي.

د استاد خادم ناچاپ كتابونه:

1- لوى اصحابان.

2- مكالمات (په پاړسي ژبه)

3- د پښتونولۍ پور.

4- اجتماعي مقالې.

5- ادبي قصه.

6- سور ګل: (ډرام) دى.

7- مجلگسي شاعران.

8- د پښتو نني ليكوال.

9- كره پښتو.

10- د پښتنو د تاريخ سټه: دغه تاريخي مهم اثر مولانا خادم پخپلو پيسو په پيښور كښې چاپ كړ.

11- يو مسلمان او ټول يورپ: دغه اثر ترجمه شوې ډرامه ده.

12- نصوص الحكم.

د استاذ خادم په دغو كتابونو كښې لومړني اثرونه تدريسي دي (پښتونولي) او (بايزيد روښان) د پښتني روح د خوځولو دپاره ډېر ښه شيان لري.

د (د مرغلرو اميل) يى هم له مرغلرو ډك دى او دغه نور كتابونه يې هم د موضوع او مقصد له مخه ډېر ګټور اثرونه ګڼل كيږي، په تېره بيا (د پښتنو د تاريخ سټه) چې يوه برخه يې په وږمې مجلې كښې خپره شوې ده.

د استاذ خادم لومړنى نظم چې (شه بيدار پښتونه) نوميږي د (اتحاد مشرقي) په پاڼو كښې چاپ شوى دى.

د ده لومړنى نثر له اردو څخه يوه ترجمه ده چې د كار او صحت په برخه كښې ده په اتحاد مشرقي كښې نشر شوى دى.

په نثر كښې د مرحوم خادم تر ټولو سپيڅلي خواږه او خوندور اثرونه يو (نوى ژوندون) او بل (خيالي دنيا) ده. دا دواړه د ده ادبي شاهكارونه دي.

د استاذ خادم په ليكنو كښې د پښتو او پښتونولۍ مينه په پوره ډول ځليږي او په دې برخه كښې د يوې پخې عقيدې خاوند او د مومند د سبك كلك پيرو دى.

دده په ترجمو كښې ((مكارم الاخلاق)) غوره كتاب دى. ددغه  كتاب په باب د ښاغلي مجروح  وينا داسې  ده:

(( د كتاب، دا طرز، دافادې اسلوب  او دليكلو سبك د موْ لف او مترجم  د علم اوذوق  دقدرت  او قوت  څخه حكايت كوي. زه دخادم صاحب داښه  انتخاب او روانه  او خوږه ترجمه د شاباس  وړګڼم))1

مرحوم استاذ خادم په ډېرو ادبي علمي او مطبوعاتي مسابقو كښې  جايزې ترلاسه كړي دي.

كله چې  د لومړي ځل  دپاره د محمدګل مومند له خوا لومړنۍ مناثره او ځيني نورې ګرامري پوښتنې رامنځ  ته شوي نو په  دې وخت كښې  د پښتو ژبې د علمي كولو، پرمختيا او نهضت د پاره  اوچت ګامونه پورته  شوي دي چې دغه نهضت ته استاد خادم داسې اشاره كړې ده : (زه، ما ? څوك، چا) د ضميرونو مسئله د محمد ګل خان مومند له خوا مسابقې ته وړاندې شو چې  ددې كلمو تفريق  دګرامر په لحاظ  هرڅوك  وكړي او د استعمال ځايونه يې و ښيي. هغه  به انعام وړي. په دې مسابقه  كښې ډېر پښتانه ادبا شامل شول مګر په اخره كښې هغه څه چې ماليكلي وو قبول شول او پر اوميګا ساعت اوپاركر قلم دوزيرصاحب له خوا ماته په  نمانحنه كښې  راكړى شول.

دډرامو په ليكلو كښي چې  داهم انعامي وه ما په ترجمه  كښې اول لمبر او انعام  واخيست اود (يو مسلمان او ټول يورپ)  په عنوان  مې ډرامه  وليكله.

كوم وخت  چې د(ترانه ملي)  دپاره مضمون  په مسابقه  كښې كېښودل  شو او د انجمن (12) كسو د پښتو او پاړسي ادبا په كښې  اشتراك او ګډون  كړى و د وزيرصاحب  په حضور كښې  مسابقه  ما يووړه... داسې نور هم ډېر ځله شوي دي)) 1

دمرحوم  استاذ خادم د ليكنو په باب  ډېرو داخلي او خارجي پوهانو ډېر څه ليكلي دي خو مونږ دلته يوازې ددوه تنو ليكوالا نو او پوهانو  نظريې رانقلوو:

بينوا په اوسني ليكوال كښې وايي((ښاغلى خادم د علمي شخصيت  خاوند د فلسفي افكارو څښتن يو منلى ليكوال پوه اديب او پوخ شاعردى.))2

څنګه  چې د مخه اشاره وشوه، مرحوم خادم د مومند دسبك پيرو دى او دده په اثاروكې دمومند  د فكر اغيزه له ورايه  څرګنده ده. ددې مطلب  د پاره  دخادم  دا لاندې شعر ولولئ :

په دې شعركښې  شاعر خپل  مسلك او وطن  دوستي او نورو مسايلو د پاره په څرګنده توګه اشاره كوي او دهيواد، قام ولۍ او ژبې سره پوره  مينه ښودلې او دازادۍ سره خاصه علاقه لري  او ديو نوي روښانه اميد په  لور هڅه  كوي.

 

 

د شاعر مسلك

 

صحيح  لاره به ښايم كه وم وم كه نه وم نه وم                                            
                                             رښتيا رښتيا  به وايم كه وم وم كه نه وم نه وم
دحق د پيروۍ نه مې بل  څه په زړه كښې نشته                                             
                                             چې څو يمه همدايم  كه وم وم  كه نه وم نه وم
ازاديم  زيږيدلى بندګي كولى نه  شم                                            
                                             بنده دخپل مولايم  كه وم وم  كه نه وم نه وم
په بډو خوشامند ومې  ځان خوښ نه دى چې غټ  شم                                            
                                             كه غټ يم خو هم دايم كه  وم وم كه  نه وم نه وم
چې څوك غواړي څه سپكه  مې د قام  څه بې  جهته                                            
                                             دښمن  د هغه  چايم  كه وم وم كه  نه وم نه وم
په ما ته كښتۍ سپوريم  طوفانونه  دي په مخكښى                                            
                                             په دې لاره به يې  بيايم  كه وم وم  كه  نه وم نه وم
خدمت  د خپلې ژبې  قام وطن  زما مسلك  دى                                            
                                             په دې مينه  به  پايم  كه وم وم  كه  نه وم نه وم
په ټينګ عهد و پيمان  چې  مې بيعت  ورسره كړى                                            
                                             دده  په  تولايم  كه  وم وم كه نه وم نه وم
لرم ښكلي تخمونه  چې  ګلزار شي پښتنو ته                                             
                                             په دغه  تمنايم كه وم  وم  كه نه  وم نه وم
                       دناز په خوپ  ويدې غنچې په ورو ورو ويښومه                      
                        (خادم) باد صبايم كه  وم  وم  كه  نه  وم  نه وم                      

 

خوبونه مې ليدلي

 

په ورورۍ او محبت  كې مى خوندونه دي ليدلي                                            
                                             خو د خلكو په خدمت كې مې ځورونه  دي ليدلي
عجيبه شان  دنياده چې  دامونږ  پكې اوسيږو                                            
                                             په  تحقيق د مسئلو كې مې جنګونه دي  ليدلي
وطن د اعتلا دپاره  ډلې   نه ډاريږي                                            
                                             خو رشوت او نارواته مې ګوندونه  دي ليدلي
د درواغو ازادي ده چې څه كړي هغه دې وكړي                                            
                                             خو رشتيا چې په رشتيا ومې زجرونه  دي ليدلي
ديوې خيټې د پاره ورانوي  د وطن  خونې                                            
                                             لا دداسې چالاكانو مې نمونځونه  دي  ليدلي
په انګار د تعصبكې سپليني غوندې ورتيږې                                            
                                             خو په ضد دتعصب مې يې بحثونه  دي ليدلي
خلك وايي چې  رشوت  له ناچارۍ اخستل كيږي                                            
                                             ما په خپلو ګناګارويې پنډونه  دي  ليدلي
ماته وايي  چې  قانون  دى ګوره  پام كوه خبرشه                                            
                                             په قانون دده دلاسه مې  ظلمونه دي ليدلي
ملتونه په وفاق  ټول دهدف په لوري  درومي                                            
                                             ستا په لاركې مې افغانه  ګړنګونه  دي ليدلي
                       د وطن  غريب  څه حال دى  او زمونږه داڅه قال  دى                      
                       ددې  حال او قال  په باب  كې مې خوبونه  دي ليدلي                      

 

د استاد خادم  د نثر نمونې د(نوي ژوندون)  څخه غوره كړى شوي.

دا كتاب د پښتو د منثور ادب د خدمت په لاره كښې د خادم د نثري مرغلرو يو اميل  دى  او دده  د فكري او قلمي زيار نتيجه  ده:

چې  ورسيږم نو دمه  به كوم

هيڅ  پروا نشته كه  زه  دغه  اوچت  سرونوته  چې  ختل  غواړم  _  و نه  رسيږم، كه زما نا ازميلى قوت  ماته ځواب  راكړي يادغره  اوچت  سرونوته د رسيدونه  مخكښې سخت طوفان ما دتلو څخه منع كړي! په هر صورت  زه دغه ځاى ته ورسيږم او كه نه ... مګرزه جدو جهد كوم ځان ستړى كوم. ځكه چې ماته د ژوند خوند په همدې كښې دى:

چې ورسيږم نو دمه به كوم

هو، سره د دغه ټول محنت او كوششه چې زه يې كوم، كه د برياليتوب خوشحالي زما په نصيب نه شي، نو نه دي كنه!- كه زما لاس ته هغه ميوه را نه شي چې زما سيالانو ته په جدوجهد سره په لاس ورغلې ده، نو څه!.... كه هر څو د منزل مقصود نښه هم زما په نظر نه راځي، مګر بيا هم په دې خيال سره مسر وريم.

چې ورسيږم نو دمه به كوم

كه زما لاس زما د مطلب په حصول ونه لګي، نو، نه صحيح!- څه انديښنه ده كه زما لار به تياره او كنډو كپرو كښې تېره شوې وي! څه وشوه كه زما د ژوندانه د ډېرو خوږو لمحو څخه محروم اوسم! ځكه چې په دې ارزو كښې ماته پوره خوند او مزه حاصليده :

چې ورسيږم نو دمه به كوم

سيلاب:

اوه، دا څومره تياره ده! څومره توره وريځ ده. په دې ټكنده غرمه كښې دومره تياره!- ته به وايې چې د تروږمۍ ماښام دى!!!

د نمر خاته او نمر پريواته له خوا تورې تورې غونډۍ غونډۍ وريځې، اوه څومره په سرعت حركت كوي!- رنړا هيڅ نشته!!!

او هو، غرهار، ډزهار، سړى به وايي چې ګوندې كوم لوى ښار بمبارد كيږي!- اوه، بريښناګانې داسې ښكاري لكه د اور متروكې! يا لكه اتشي ښيښې چې په كوم ځاى ورول كيږي!

سخت حال دى، بده ورځ ده، اوضاع ډېره خرابه معلوميږي.

د دې ورځې دشان سره باران، ږلۍ، تندر او سيلاب لازم بريښي!!!

اه! د سيلاب مخه او دغه كلى! دا څوك دي! دا ولې داسې بې خبره دي، دلته هيڅوك خوځيدونكي نه ښكاري، اوازونه، نه اوريده كيږي، دا ولې؟ د خداى دپاره، دوئ ويده دي او كه مړه؟!! دغه دى سيلاب راځي، دغه يې مخه ده، ټول به يوسي، اه، په دوى كښې به ماشومان وي، ښځې به وي، ښكلي ښكلي نازنين به وي، د ارماندونو او ارزوګانو ډك زړونه به وي، ټول به يوسي اه! برباد به شي!!!

هلئ، ويښ يې كړئ، ورغږ كړئ چې پاڅئ، څه چاره وكړئ، دومره غفلت!- دا غرمه او دا دروند خوب!! اه! دا ټول ويده دي!- ټول ويده دي؟!!

فرض كړو چې څومره غوريږي، هغومره نه وريږي، توره ويرول كوي او سپينه ورول كوي. څومره چې وايي هغومره نه خيژي. مګر بيا هم، په لوړو غرونو خو باران كيږي، واورې وريږي، او د دې نتيجه سيلاب وي. هر كله چې وي دا سيلاب به راشي او ټول به يوسي!!!

دا، چه (د سيلاب مخه چا نيولې ده، سيندونه چا بند كړي دي. بل ځاى هم نشته او نه د تيښتې لار، چه څه وي هغه به وي.) بې همتي ده!

سيلاب خو د كلكو ګټانو او سختو تړو سره لګيږي مگګر ډډه ترې كوي!- د انسان غزم، همت او اراده د زمانې د سيلاب مخه لا هم ګرزوي: پاتې لا د باران سيلاب او اسمان تل د همتناكو د ارادې په موافق حركت كوي!!!

 

د پښتونولۍ روح

 

انسان يو عجب مخلوق دى، د عالم اسرار خو تر يوې اندازې پورې معلوم شو مګر دا پټه خزانه لا همغسې سر مهره پرته ده. دده د حالاتو څخه بيداري، خوب مرګ دى، د بيدارۍ او خوب په مينځكښې يو بل حال هم شته چه د ما سره تر اوسه د هغه دپاره نوم نشته. په داسې حال كښې ناست د حس مشترك په سينمايي پرده رنګارنګ  صورتونه متحرك وينم. ناڅاپه پرده لويږي يو داسې ښكلى او بې عيبه روغ صورت ګورم چې په ښايسته مخ كښې يې رعب، وقار، شجاعت، ديانت، توره، نارينتوب بلقيږي. زه د ده مفتون شوم، نو د پيژندګلوۍ خواهش وكړم، نو زما او د ده دا ګفتګوي شروع شي:

دى ووايي: ته ما نه پيژنې....؟ شك نشته چه ته به ما نه پيژنې؟ په دې سبب چه ته خو كله ويده نه يې نو ويښ هم نه يې!

زه- البته همداسې به وي، مګر زه ستاسې د تعارف ارزو لرم!

- زه ورته وايم خو په دې شرط چې زما وينا لكه د ګنبذي غګ همدلته وركه نه شى، بلكه لكه د سبا د شمال غوندې د وطن په فضا كښې نشر شي، چې زما متعلقين پوه شي چه زه څه غواړم!- په دواړو سترګو! دا خو بيخي اسانه فرمايش دى مهرباني وكړئ.

- زه هغه څوك يم چه په تاسى، ستاسې په پلرونو، نيكونو، د افغان په تاريخ، تر دې چې د ارين په نسل زه حقونه لرم. منم صحيح ده، مهرباني!.... معاف مو كړئ كه په خوب كښې مو څه هير شوي وي نو تاسى!... د پښتونخوا ښاغلي ما ډېر ښه پيژني!!

- په دې كښې هيڅ شك نشته! مګر ستاسې امال؟....

- (د پښتو ژوندون!)

- اوه!- اوس پوه شوم!...

د پښتو د نهضت څخه خبر يې؟...

- په خندا، خو همدې زمونږ احساسات را وخوزول!

- زه تاسې خپلو ملګرو ته په خپل نامه ښودلى شم؟

- ارومرو! اوس خو دې وپيژندم، زه يم (د پښتونولۍ روح)! چه لكه د لاله د تخم غوندې د وطن د خاورو د لاندې، پوره جلوې ته د رحمت د باران انتظار باسم!


1- د زيات تفصيل دپاره وګورۍ : اوسني ليكوال، لومړۍ ټوك، 1340، 292 مخ.

1- مكارم الاخلاق دكابل چاپ د سريزې (و) مخ

1- اوسني ليكوال،  لومړي ټوك _ 299 مخ

2- اوسني ليكوال،  لومړي ټوك _ 299 مخ

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې