Saturday, 25 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
دهېواد دپوهنې ځلانده ستورې ارواښاد الحاج عبدالغفور وياند لنډ پېژندليک

ليکوال: مراد سنگرمل  

 

 

 دهېواد دپوهنې ځلانده ستورې ارواښاد الحاج عبدالغفور وياندلنډپېژندليک  

 

 ارواښاد الحاج عبدالغفور "وياند" دملک سليم الله خان زوى په قوم  گاسي خېل مومند په ١٣٠١ هـ ش کال دننگرهار ولايت د روداتو دولسوالى دحصار شاهي دملکانو د کلي په يوه دينداره،علم پاله  او مخوره کورنۍ کښې زېږېدلى دى،کله،چې اووه کلن شو د روداتو ولسوالۍ په لومړني  ښوونځي کښې داخل او دغه ښوونځۍ يې په لومړي درجه پاى ته ورساوه  له فراغت څخه وروسته په همدې ښوونځي کښې دښوونکي په حيث وگمارل شو ، دڅوکلونو څخه  وروسته څرنگه،چې نوموړې دلوړو زده کړو مينه وال او دښه استعداد خاوند و نو کابل ته لاړ هلته داستقلال په عالي ليسه کښې دپښتو ژبې  دښوونکې په حېث وټاکل شو دا،چې په نوموړي ښوونځي کښې اکثريت زده کوونکي  دوخت دعالي رتبه کسانو بچيان ول.

 ددې په زده کوونکو کښې داعليحضرت محمد ظاهر شاه او ارواښاد سردار محمد داود خان ځامن هم شامل ول نو دې نه سربېره پردې  درسمي وخت څخه وروسته به يې دشاهي کورنۍ هلکانو او اړوندو غړو ته د ښوونکي  په  توگه  دپښتو ژبې زده کړه کوله او ددې ښوونې  ترڅنگه يې دشپې په ليسې کښې خپلو زده کړو  ته دوام ورکړو ، چې دهغه څخه هم لومړې درجه  دفراغت سند تر لاسه کړو،دې،چې دخاص استعداد خاوند و دښوونيز نصاب لپاره يې هم د دريم ټولگي،څلورم ټولگي اوشپږم ټولگي لپاره د(پښتو قرائت) تاليف کړو په دغه وخت کښې راديو افغانستان تازه په کار شروع کړې وه،چې د دوستانو دتشويق او دده دخپلې مينې له لامله په راديو کښې دپښتو ژبې دوياند په توگه وټاکل شو،څرنگه چې دې په همدغه وخت کښې  دپښتو ژبې پوه او دښه غږ څښتن و د دوستانو لخوا ورته دوياند لقب ورکړل شو،نوموړې په پښتو سربيره  په دري،انگليسي او عربي ژبو هم پوهېدو او تر څلوېښتو کالو پورې دراديو افغانستان سره مرسته  لرله دې دپښتو لومړې درجه وياند(نطاق)  و او دهغوې په روزلو کښې يې ورسره ډېره مرسته  کوله او لا تر اوسه ډېر وياندويان  دده دښه غږ تقليد کوي او له  دې لارې پېروان دي ،دښوونکي د دندې تر سره کولو څخه ديارلس کاله  څخه وروسته  دوخت دپوهنې دوزارت دضرورت په اساس دې دفراه په ولايت کښې دښوونې او روزنې دعمومي مدير(اوس ورته رياست وايي) په توگه وټاکل  شو  د دوو کالود تېرېدو څخه وروسته دې بېرته د کابل په ولايت کښې دښاري  ښوونځيو دمدير په توگه کابل ته راغې او دڅه مودې څخه وروسته دکابل ولايت دپوهنې او روزنې دعمومي مدير په توگه وټاکل  شو بيا  دڅو کالونو وروسته دپوهنې په وزارت کښې دپلټنې درياست دمرستيال په توگه وگمارل شو ،په ١٣٥٠ هـ ش دوخت دمقاماتو او دده داستعداد پراساس دکونړ ولايت دوالي په توگه وټاکل  شو  د دوو کلونو يې دماموريت څخه وروسته دکار موده  پوره او تقاعد شو ددې نه وروسته دوخت چارواکو ورڅخه غوښتنه وکړه ،چې دې ورسره همکاري وکړي مگر دې ورسره رسمې دنده ونه منله  او په کور کښې پاتې شو، ددې ترڅنگ،چې دې يو فرهنگي او دپوهنې خدمتگار و يو (ملي او ټولنيز شخصيت خاوند) ډېر فصيح او مېلمه پال و اکثريت دوستانو به ددې سره دهرې پېښې شوې ستونزه  په اړه ورسره  مشوره کوله او دې به ورته نيکې او ښه لارښوونې کولې او خلکو به ددې دلارښوونو څخه  ډېره گټه اخېسته په ١٣٧١ هـ ش،چې کله په کابل کښې تنظيمي او کورني جنگونه پېل شول، نوموړي دخپلې کورنۍ سره گاونډي هېواد پاکستان ته مهاجر شو،چې دلته به يې هم په ټولنيز چارو او غونډو کښې برخه اخېسته او دهېواد په باره کښې به يې نيکې او ښې مشورې ورکولې دحج زيارت ته له همدې ځايه لاړه دروان کال (١٣٨٧) هـ ش دڅه مودې ناروغۍ چې ور پېښه شوې وه  د ٨٦ کلو په عمر دپنجشنبې په ورځ په ١٢ دثور سترگې له دې جهان څخه  پټې کړې .

روح دې ښاد او ياد يي همېشه وي

 

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې