Monday, 26 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
دارواښاد امير حمزه  بابا ياد

 

 د ارواښاد امير حمزه  بابا ياد

  قاضى عصمت الله روحاني                                                                                                             

ارواښادامير حمزه شينوارى

 ارواښادامير حمزه شينوارى  د ارواښاد ملک  مير باز خان اشرف خېل شينواري زوى دى،چې پر (1907 ع)  کال  د لنډي کوتل په خوزه خېلو کښې يې په يوې  اسلامي  درنې کورنۍ کښې سترگې غړولي دي .

لومړنۍ زده کړه يې د لواړگې په لومړني ښوونځي کښې  پېل کړه  او ورسره يې  د پارسي  او عربي ژبو د نحوې، صرف  او فقهې  مقدماتي کتابونه هم له استاذانوزده کړل .بيا د پېښور  په اسلاميه کالج کښې شامل شو. د درس تر څنگه  به يې اردو اشعار او نثرونه  ليکل او  د پېښور د پښتو اکاډمۍ مشر (موليناعبدالقادر)  ته به يې ښودل .

د هغه په اشعارو کښې د خوشحال  بابا،  عبدالرحمان بابا  او حميد بابا، مير زا غالب او علامه  اقبال  الهامات هم ځليدلي دي، خو په پښتني ادب کښې ، نوى اسلوب اوسبک لري.

حمزه بابا له تحصيل وروسته،د تورخم په سياسي  اداره کښې، د پاسپورټ  دڅانگې  مامور وټاکل  شو او پلار يې د تورخم د اور گاډي  د ادارې منتظم  و ؛ نو حمزه بابا  هم د اورگاډي  په اداره کښې سياره  دنده  واخستله او د هند گڼو ښارونو ته يې سفرونه وکړل . د بمبيي (ممبيي) ښار، چې د هنري فلمونو د جوړولو مرکز  و، لومړى يې د چوپو فلمونو په جوړولو کښې فعاله ونډه واخيسته، بيا يې په وياندو فلمونو کښې، په (1941ع) کال کښې د (ليلا مجنون)، (پيغلې)،  (يوسف خان  او شيربانو) او (علاقه غير) فلمونه سمبال کړل.

د حمزه بابا  په زړه کښې به ، هميشه د تقوا او عرفان ډيوه بلېدله؛ نو په ( 1931 ع) کال کښې، چې د حيرت  آباد  او اجمير له سفره پېښور ته راستون شو، له سيد عبدالستار  شاه (باچاجان) پير څخه يې، د چستيه تصوفي طريقې  لاس نيوى  وکړ او په (1937 ع) کال کښې يې د خپل پير د نظر لاندې  د ((بزم ادب ټولنه)) او بيا يې  د پښتو ((ولسي ادبي جرگه)) جوړه کړه .په ( 1940ع) کال کښې حمزه بابا،  دستر متصوف  عبدالرحمن بابا پر مزار پښتو مشاعرې پېل کړې.  له بلې خوا حمزه بابا  د اردو ژبې د  ادبي هنري او عرفاني (اداره ادبيه)  ټولنې  بنيادي  غړى هم و؛ نو ار دو ليکنې به يې  په پښتو  او پښتو آثار به يې په اردو ژبه کښې ژباړل .

سربېره پر دې، حمزه بابا د لنډو او اوږ دو کيسو کتابونه، مقالې او ډرامې په پښتو ژبه  کښې وليکلې، چې په  ډله  ييزو خپرونو کښې خپاره شوي دي.

همدغه راز حمزه بابا د ارواښاد بايزيد انصاري پير روښان د ادبي _عرفاني (رنسانس)او د ارواښاد خوشالخان خټک بابا د مبارزو د حماسي غورځنگ پېر تازه او ځلاندکړ؛نو د ادب د مشعل، د غزل د بابا او د تصوف د لار ښود پر صفاتو وستايل شو .

حمزه بابا د (نهج البلاغه)، (ارمغان حجاز)  او (جاويد نامه)  پر کتابونو شرحې  وليکلې، چې د  پېښور  په ((پښتو اکاډمى))  او د کراچۍ  په ((اقبال اکاډمۍ)) کښې‌ چاپ  شوې او د هغه  (1300)  غزليات په څلورو ټو کونو کښې را ټولې شوې.

ارواښاد حمزه بابا  د فطري  ذکا، ذوق  او نبوغ د لرلو  له لامله   پر خپلې مورنۍ ژبه پښتو، اردو  انگريزۍ، پارسي او عربي  ژبو پوره پوهيده . هغه په (1994ع) کال  کښې د  ( 89)  کلونو پر عمر مړ شو اود لنډي کوتل  په خپل کلي کښې خاورو ته سپارل شوى دى  ( انالله و انااليه راجعون (.

ارواښاد حمزه بابا له (20)  ډېر کتابونو نه ليکلي ، چې ځينې  يې دا دي:

  الف :  ادبي او هنري آثار:

(١) د اشعارو کليات :

(٢) پر (نهج البلاغه)، علامه اقبال په (ارمغان حجاز)، (جاويد نامه) پر کتابونو او د (عبدالرحمن بابا) پر ديوان علمي شرحې  ليکلې دي.

(٣ د عبدالرحمن بابا پر مزار د پښتو شعرونو  اردو ترجمې .

(٤) د ( بزم ادب )  او ( ولسي ادبي جرگې )  سمبالول.

(٥) لنډې او اوږ دې کيسې _ دوه ټوکه  .

(٦) د ( ليلا مجنون )  ، ( پېغلې ) ، ( يوسف خان او شهربانو ) او ( علافه غير )  ادبي او هنري فلمونو جوړول.

(٧) د سفرونو رساله .

(٨)  (نوې څپې)، د خوشحال  بابا  پر اشعارو تبصرې .

(٩) د ( نن او پرون )  تاريخي کتاب، چې د دوه يمې نړيوالې جگړې په بهير کښې، د هند په ډهلي  ښار کښې چاپ شو.

  ب : شرعي، عرفاني، اجتماعي  او فلسفي آثار :

(١)   ژوند _  اجتماعي او فلسفي کتاب.

(٢ ژور فکرونه _  تصوفي او عرفاني رساله .

(٣) د (جلال محمد ( ص ))_ شرعي   او عرفاني کتاب .

(٤) د بيت الله  حج (سفر نامه) .

(٥) د ارواښاد شيخ  احمد سر هندي  فاروقي ( مجد د الف ثاني) د (مکتوبانو) پر کتاب شرحه  او تعليق.

(٦) وحدة الوجود او وحدة الشهود _ تصوفي او عرفاني کتاب .

(٧) پر سلگونو ادبي ، تاريخي ، علمي او اجتماعي  ډرامې يې په پښتو ژبه کښې  ليکلي او لوبولي  د ي. لکه احمدشاه بابا ابدالى، خوشحال خان بابا، فتيح خان او رابيه گله، خان بهادر، زميندار، قرباني، مقابله، ميمونه، ژرنده گړى، سپين  سرې پېغله  ، گومان د ايمان زيان د ى ، دوه بخيلان  د چرسيانو باچا،  د ډمو ښار او نورې .

  ويرنه

چا ويل، استاذ حمزه، له دې جهان ولاړ

د ادب  د خانقا  ځنې، عرفان  ولاړ

شمع  مړه شوله، پتنگ خاورې  ايرى شو

د غزل  د ا ډانې ، روح  او روان ولاړ

د قلم  د زړه نه، وينې را څڅيږي

چې  د شعر و ادب ، خير البيان  ولا ړ

لمر په وريځو کښې، د ستر گونه  پنا شو

پښتو نخوانه، د ادب  مينې کاروان ولاړ

د ادب حجره خالي، دېره سړه شوه

پښتنو ځنې، استازى د رحمن ولاړ !

د غيرت  نغمه سړه شوه، چيغه  غلې

چې  دسيمې نه ، وارث  د خوشحالخان ولاړ

په محفل کښې  د ادب ،  چپه چپتيا ده

روحانى  چې عندليب ، له کلستان ولاړ

دارواښادحمزه بابا  د شعريوه بېلگه :

پريږ ده، چې لوظونه د دروغو دې، رښتيا کړم

ته   راته سبا، سبا کوه،  زه   به  بيگا   کړم

توان لرمه  دا چې،  د ماضي نه خراج واخلم

زه به پخوانى شم، ستامينه  به پخلا کړم

برند که حوادث دي، د وختونو په ککو کښې

زه به حوصله هم ، پښتنه  ورته پيدا کړم

لايې د سپين مخ خالونه شمارم  اوزگار نه يم

پريږ ده الوتل  به ، دسپوږمۍ  په لوري  بيا کړم

ستا په اننگوکښې، د حمزه  دوينو  سره دي

ته شوې د پښتو غزله  ځوان، زه دې بابا کړم

 ارواښاد حمزه بابا، د تصوف په محبث  کښې ، د (( وحدة الوجود))  د فلسفې پلوي دى ، خو د شريعت اوتصوف  د پوهانو تر منځه د ( وحدة الوجود او وحدة الشهود ) پر ارزښتونو ځانگړي نظريات موجود دي .

متصوفين باور لري، چې الله (ج)  د زمان، مکان او لوريو (جهتونو) پورې اړه نه لري، په هروخت  او هرځاى کښې حاضر او ناظر دى، وجود يې ((واجب)) دى او په ټولو کلياتو او جزياتو پوره عالم دى؛ (( ټول _ هغه دى)).

دا د (وحدة الوجود)  ډېرلنډ تعريف دى، خو شرعي پوهان  ((وحدة  الشهود)) مني او په دي باور دي، چې د خالق  واجب  الوجود  ذات  ځانگړى او ضروري دى او وجود يې  مستقل  او په خپل وجود تل ترتله  قايم،  دايم او قديم  دى، خومخلوق حادث  دى؛ نو د قديم  او حادث گډون، د عقل  او ادراک  له مخې  ناشونى دى .

د قرآن عظيم، د نور د مبارک  سورت  په (35) آيت کښې  څرگندونه داسې شوې ده :

((الله (ج)  د آسمانونو او ځمکې  د نور مالک دى)). د هغه د نور مثال  داسې دى: لکه په روښانه تاخچه کښې ،چې  ډيوه  روښانه وي او ډيوه په ښيښې کښې وي او ښيښه د يو ځليدونکي روڼ ستوري په څير وځليږي، چې  د زيتون د برکتي ونې پر تېلو بليږي.

دغه ونه، نه شرقي خواته وي او نه غربي خواته وي، د هغې تېل  له  ډېرې سپېڅلتيا څخه خپله  رڼا کوي، که څه هم  اور ورته رسيدلى نه وي؛ نو رڼا د ډيوې  پر  رڼا  د تېلو، يو نور  د بل نور لپاسه وي.

الله ( ج)  پر خپل  نور هغه چاته لار ښوونه کوي، چې اراده يې وشي او پر وردگار  خلکو ته عيني محسوس مثالونه بيانوي، چې د محسوساتو له مخې  پر معنوي حقايقو پوه  شي او الله پر هر څيز، ډېر ښه  خبر دى .

امام غزالي (رح) په خپل کتاب (مشکاة الانوار) کښې له هغې يو لطيف تشبيهي تعبير داسې کړاى   د ى:

د متقي مسلمان بدن، د يوې روښانه اډانې په څېر دى، چې  په منځ کښې زړه، ځليدونکي ستوري ته ورته دى، چې  د پاکې سينې په روښانه ښيښه کښې ايښودل  شوى دى او د ايمان پر  رڼا  بليږي.

د تاخچې  رڼا، د ډيوې  رڼا او د تېلو رڼا يو د بل لپاسه  د الهي معرفت  انوار دي .

که دغه تشبيه ، د فزيک د علم له نظره  و څېړل شي ؛ نو د الله  منور سپېڅلى ذات   د انوارو لازواله مصدر  دى ، چې د ټولو کايناتو لرونکى  او واکمن دى .

کله ،چې  د متقي مسلمان د زړه هېنداره، پر الهي عبادت پاکه او سپېڅلې شوې وي؛ نو الهي انوار بېرته خپلې سرچينې ته ورگرځوي . لکه، چې په مقعره عدسيه کښې، چې د لمر وړانگې ولويږي؛ نو بېرته يې د لمر ستر گې ته ورگرځوي او د فرعي رڼا غبرگون  په اصلي نور کښې جذب او گډيږي  او د وحدة الوجود بڼه غوره کوي.

د سکر په داسې حال  کښې  د صوفي خودي د بي خودۍ  د عشق د انوارو په محراق  کښې  سوځي او پنا کيږي .لکه حسين بن منصور حلاج، چې د عشق په انوارو کښې ورک شو او د ((اناالحق)) اعلام يې وکړ.

شرعي پوهان، د فرعي انوارو غبرگون، په خپلې سرچينې کښې ((وحدة الشهود)) گڼي او په مخلوق  کښې د خالق د ځواک نخښې  نښانې د خالق د وجود  د اثبات دلايل گڼي.

ارواښاد سعدي  داسې ويلي دي :

برگ درختان سبز در نظر هوشيار

هرورقش دفتريست معرفت کردگار

گر اهل معرفتى، هرچه بنگرى  خوب است

که هرچه دوست  کند، همچو دوست محبوب است

کدام برگ درختان است، اگر نظر دارى

که سر صنع الهى براونه مکتوب است

 

ځينې متصوفين په دې باور دي، چې  د عالم ظاهري مادي بڼه  د باطني معنوي حقيقت انځور دى نو وايي :

کلما فى الکون   وهم او خيال

او عکوس فى المرايا اوظلال

 ټول ظاهري مادي کاينات، د  وهم او خيال انځور دى ، يا عکسونه دي په هېندارو کښې يا دواقعيت  سيورى  دى .

ارواښاد  حافظ شيرازي  ، د عرفاني نړۍ ليد له مخې ((وحدت)) فلسفي کثرت ((تجلي)) فلسفي عليت، عشق معنوي رڼا  او (عقل) فطري وجوب گڼي؛ نو وايي :

عکس روى تو، چو در آئينۀ جام افتاد

عارف از پرتومى، در طمع  خام  افتاد

حسن روى تو، به يک جلوه که در آئينه

اين  همه  نقش  در آئينه، اوهام  افتاد

اين همه عکس مى، نقش ونگارى که نمود

يک  فروغ   رخ  ساقي، در جام  افتاد

 ستر متصوف عبدالرحمن بابا د بدن د غړيو ترمنځه وحدت غواړي او وايي :

که تن ځمکه  کړې، زړه تخم، باران او ښکې

لکه نخل به سر  وکاږي، له  خاکه

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې