Monday, 24 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
د ښاغلي ډيپلوم انجنير  غلام دستگيرړنگ لنډه پېژندنه

خليل الله قتيل زوى

د ښاغلي ډيپلوم انجنير  غلام دستگيرړنگ

لنډه پېژندنه

ښاغلى ړنگ د ننگرهار ولايت  دخوږياڼيو د مرکزکږې په روښانکوټ (زاړه ښار)کښې زېږېدلى دى. په قوم ابراهيم خېل خوږياڼى او د ارواښاد محمد سرورخان  زوى دى .

ارواښادبېنوا يې په (( اوسني ليکوال ))  کښې د زېږېدنې نېټه 1307ل.هـ کال ليکلې ده،خو ړنگ صاحب وايي،چې  په تذکره کښې يې را ته د زېږېدنې کال 1300ل.هـ ليکلى ،خو زه هغه مهال،چې امير حبيب الله خان ووژل شو،د کږې د شېراحمد خان کلا د يو ارواښاد ملا صاحب سره د قدري ،مونيې،نظم،پنج گنج،گلستان او بوستان په زده کړه بوښت وم او بيا مې د کږې د روښانکوټ دلوى جومات له ملا امام ارواښاد استاذ محمد علي خان څخه نوره ديني زده کړه وکړه.

که دغه مهال  (1919 ع_1298 ل.هـ) ښاغلى ړنگ اته کلن وگڼو ؛نو په 1290 ل.هـ کال کښې زيږېدلى دى.

  په 1306ل.هـ کال کښې ښاغلى ړنگ د کږې د شېراحمد خان د کلا دلومړنيو زده کړود ښوونځي له څلورم ټولگي څخه فارغ شوى دى.

په 1318 ل.هـ کال کښې د کابل ددارالمعلمين زده کونکى و.

په 1327ل.هـ کال کښې ددارالمعلمين د زده کونکيو ښوونکى شو.

په 1329 ل.هـ کال کښې د جلالکوټ د متوسطې مدير شو.

په 1330 ل.هـ کال کښې يې د الفت،خادم،رښتين او نائـب الحکمه عبدالله خان وردگ په ملاتړ د جلالکوټ متوسطه د ننگرهار ليسه و نوموله ،چې وروسته يې بيا پر ټينگار په مشرقي کښې د ننگرهار،لغمان اوکونړونو نوي ولايتي جوړښتونه  رامنځته شول  او د(( پوهنه رڼا ده)) غږ  پرې تر لېرو پرتو سيمو ورسېد.

 

په 1331ل.هـ کال کښې دننگرهار ولايت د پوهنې مدير وټاکل شو. په ننگرهارکښې طبي زددهکړې ، دښوونکيو روزنه اود ننگرهارد خوږياڼو په کږه کښې د ننگرهار د شاعرانو ټولنه  جوړول يې ددغه مهال سترې لاسته راوړنې دي .

په 1338 ل.هـ کال کښې د پکتيا د معارف( پوهنې ) مدير وټاکل شو،چې دلته د نجونو د ښوونځي موسس هم گڼل کيږي .

په 1339 ل.هـ کال  کښې د پوهنې وزير علي احمد خان د لغمان    د پوهنې  سرپرست مدير وټاکلو.

په 1340 ل.هـ کال کښې  د کابل د ابن سينا ليسې مدير و ټاکل شو،چې د وزارت په ملاتړ يې په کښې د قتيل خوږياڼي او محمد عثمان نژند په زيار پارسي کتابونه پښتوته نه يواځې را وژباړل ،بلکې ژباړل شوي کتابونه يې  د تدريس وړ وگرځول.

په 1342 ل کال د پوهنې وزارت دملل متحد ښوونيزې  او روزنيزې موسسې ته  ور وپېژندلو،چې  ورته د پوهنې ښوونځيوته دکتابونودليکلواو د ښوونکيودروزنې دنده وسپارل شوه.

په 1342 ل کال کښې درياضياتو نړيوالې غونډې ته ،چې په جاپان کښې جوړه شوې وه ،وبلل شواو د استاذ ړنگ د رياضياتو تعليمي نصاب په کښې د آسيايي هېوادونو لپاره ومنل شو.

1343 ل د بيروت امريکايي پوهنتون ته وليږل شواود رياضياتو په څانگه کښې يې لوړې زده کړې پيل کړې ،خو پر  اساسي قانون  د نيوکې  پر لامل د وخت صدراعظم  محمد يوسف خان بېرته هېواد ته راوغوښت.

 

په 1349 ل کال امريکا ته وليږل شو.د رياضياتواو فزيک څانگه  يې د فريدونيا په پوهنځي کښې تر ماسترۍ ورسوله. دغه مهال   د رياضياتو نړيوال کنفرانس ته ،چې په جرمني کښې جوړ شوى و، وبلل شو،چې بيا هېواد ته راوغوښتل شو او د دوکتورا تياره  دفاع  ترې پاتې شوه .

په 1356 ل کال کښې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي استاذ وټاکل شو.

په 1378 ل کال کښې پېښور ته مهاجر شو ،چې لومړى د سيدجمال الدين پوهنتون علمي معاون او بياد افغان پوهنتون د رياضياتو استاذ وټاکل شو.کله ،چې افغان پوهنتون پکتيا ته وليږدېد،استاذ په پېښور کښې پاتې شو.

 

په1383 ل کښې يې د سترگو عمليات ناکام  ترسره شول ،چې تر اوسه پورې  يې سترگې ديد نه لري.

په 1380 ل  کال کښې ((دساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز)) پر مالي لگښت يې د طب،زراعت،انجنيري  پوهنځيود کيميااو بيالوژي څانگوته ((دعمومي رياضياتواساسات)) چاپ او خپور شو.

د 12ټولگي رياضيات،د نهم ټولگي کيميا، د پوهنتون دلومړي او دوه يم کورس لپاره خطي الجبره او د د سيټ نظريه يې هغه کتابونه دي ، چې پخوا چاپ او خپاره شوي دي.

ړنگ صاحب سربېره پر ښوونيزوپراختيايي هڅو په  لوى ننگرهار،کابل  او پکتيا کښې د ورځپاڼوسره ملي او فرهنگي مرستې  تر سره کړي اوهم يې  دپکتياد وړانگې اخبارد مدير نورمحمد پوونده په غياب کښې د نوموړي اخبار سرپرستي کړې ده.

د ((جمعې شپه)) او(( وزير)) يې د لنډوکيسو ټولگې دي ، چې  د پکتيا په  ((وړانگه)) اخبارکښې  پرله پسې خپرې شوې دي،خو اصل يې د ړنگ صاحب سره نه شته .

دغه راز يې په ننگرهار کښې لسگونه اصلاحي او انتقادي  ډرامې جوړې کړي او بريالۍ لوبولي ،چې د وخت ځينو بچو پرې گواښلى هم دى.

دښاغلي ړنگ ليکنې او شعرونه  په (( هېواد)) ، ((زيري))، ((اصلاح)) او(( وړانگه )) اخبارونواو خپرونو کښې خپاره شوي دي ،چې تر دې دمه پوره نه دي راټول شوي .

د شعرونو يوه ټولگه يې ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي را ټوله کړې او لطف الله ړنگ کمپوز کړې ،چې د چا په ښه ځوانۍ او په پښتو مين له خوا به چاپ  او ټولنې ته وړاندې شي.

 

 

دښاغلي ړنگ دشاعرۍ بېلابېلې بېلگې:

خواستونه

زمــــــــا ر بـــه  نــــوى رنگ نـــــــــوى  جهـــــــان را

نـــــــــو ونــــــويـــــــــو اشــــــــارو تــــه نوى شان را

چـــــــې دکـــــون و دفســــــــاد معمـــــا حـــــل کړم

لا براتــــــــوار دژونـــــــدانــــــه کښې دغه توان را

زما خـــــــــدايــــــه پــه توفيق مې هومره بارکړې

چــــې ځـــان وپېـــــــــژنم ځـــــــــان لــره چشمان را

دنيانه ده لوى درياب دى په کښې ورک شوم

لاس نيـــــــوي تــــــــــه مــــــــې لايقه کشتيبان را

چــــې گـــــــــــودر، کنـــــــــډ و کپر سره جـــلا کا

داســــــــــې زړه داســـــــــــې دلبر داسې ياران را

چــــــــــې صاحب دقنــــــاعت وي په هرڅه کښې

هســــــــې رنگــــــــــه ملـــــــکان  او حـاکمان  را

چـــې دخپل ورور د وجــــود غوښې ونه خورم

خــــدايه دغــه رنگ سپېڅلى پاک وجدان را

لمدې غوښې پرې د ورور، چې خوړى نه شم

داســــــــې خـــــــــــوله خاونده دارنگه دندان را

چــــــــې دحـــــــق تخم په هره خواکښې خپور کا

داباغبـــــــــــــان خـــــــــــاونده دارنگه دهقان را

چــــــــــــې داستا دار شـــــــــاداتو په لار ښوري

داســـــــــــــې فکر ربــــــــــه دارنگــــــــــه زبان را

دشيطــــــان له ملگـــرتيا نــــه مې چې ژغوري

الهـــــــــي داســــــــې وجدان داسې دوستان را

چـــــــــــې سمسور کا دافغان دباغ وبــــــــڼ گل

دا واعــــــــــــظ داسې مرشد داسې باغبان را

چـــــــــــــې دگېـــــډې دغوړښت مسلې پريدي

مسجــــــــدو کښې ربـــــــــــه داسې مــلايان را

چــــــــــې رښتيا وايـي اوحق دنورو نه خوري

الهــــــــــي داسې سپين ږيـــــــري ملکـــــان را

چــــــــې بريت غوړى ديتيم له غوښو نه اخلي

ستــــــــا دحقـــــــې لارې دغســـــــــې خانان را

چــــــــــــې خـــــــر څون دپښتنو نجونو ونه کا

داســـــې پلار دغسې مور داسې خپلوان را

رښتيــــا ني ،چې دملت په غم غمجــــن وي

په خپل قوم کښې دغه شان ښکلي زلميان را

چــــــــــې پـــــــــــه گوتو ټکوهل دجامو پريدي

داسې رنگه  رښتيـــاني قوم کښې ځوانان را

التجـــــا د (ړنگ ) خاونـــده مستجاب کړې

ودانـــــۍ تــــه د وحدت خپـــل  پيروانان  را

                                (1336 ل_کابل)

 

دزړه آواز

راشه وتله په تله

ستا رټل زما غوښتل

اندازه که يو له بله

کنځول زما منل

ستا چې څومره زور قوت دى

دومره زه په وجود سخت

تاج وتخت دې که اوچت دى

زما هم دکاڼو تخت

څه دحسن چې ثروت دى

هومره دى زما لگښت

ترې کم وځي کله تول کښې ستالېږل زما گالل

ستا چې څومره ستم زور دى

زماهومره حوصله

زيات دې ظلم لور په لور دى

ده مې صبر وسيله

عشق کښې داپه عاشق پور دى

هر گزنه لرم گيله

خوندور دزړه په سر دي ستا داغل زما نيول

ته وژلو ته تياره

زه داژوند بولم کنه

سوځول کوي له واره

دغه خوند بولم کنه

وېره وي مې چې له داره

ځان بلند بولم کنه

عاشقانو لره ژوند دى ستاوژل زما کتل

ته چې څومره بېگانه يې

زه ليوال يم هسې رنگ

که دحسن سلطانه يې

زه هغومره يم ملنگ

خون ريزي کړه مستانه يې

مام (١) کړه نوش دمينې بنگ

څومره خوندکوي دلبرې ستا برجل زما ختل

نن که يې دخړو ډنډه

په شکست کښې به ړڼه شې

وبه لويږې له مړونده

بيا به بل رنگ وبڼه شې

عاقبت به شې څرگنده

چې د (( ړنگ )) دلاس مڼه شې

په پالنگ کښې به ښکاره شي ستا بخښل زما زبېښل

غزل

مــــــه ځــــــــه پارېدلى دى زړه هم ځـــــي لـه تاســــره

دوه زړونــــه ساتى نــــه شې يــو ښـــــه دى له ماســــره

زړه کـه رانـــه يوسې تـه خون کوې خونکاره شــــوې

ځاى گوگل کښې نـــه لـــرې خپلــه ناقـــراره شــــوې

هـم بــه تومتي شې تــه مينه کښې پــه غـــــلا ســــره

ستا سترگو خمارو کښې غشې دي ويشتل کــــوي

زلفــــې چې خـــــورې شولې ويې نيوم نيول کـــــوي

ځکـــــه پـــه تسليم کښې يـــم همقـــــدم اشنا ســـــره

تاچــــې پـــــه خندا يما (١)لـــوبـــه دقمــــــــار کــــــړله

مــا دځان متاع خپلـــه ستا مخ کښې کتـــار کـــــړله

اوس مې چـــې بايللــــې ده ژوند شــو دليلا ســـــــره

مه وايه چې ځم ځمـــه شپه بــــه شي تياره به شـــــــي

شمع چې دمخ نه وي (( ړنگ )) به شي ړانده به شي

ستــــرگـــــوتـــــه نظـــــر بخښي د ارڼا دچــــــــاســــره

__________________

(١)  يما = زما

 

 

 

غزل

وگـــــــــوره تـــــه ماتـــــه ستا نظـــر کښې څنگه ښکارم

زه مظلــــــــوم دمينې دې مظهـــــر کښې څنگه ښکارم

تــــــل  پــــــــــه تصور کښې تصويرونه جــــوړومه ستـا

دازمــــا هنـــر دى دې هنــــر کښې څنگــــــــــــه ښکارم

وگــــوره تـــــه ماتـــــه ستا نظــــر کښې څنگــه ښکارم

دامنـــم درياب کښې مرغلـــــرې ســــــره لعلـــونـــه وي

زه دخپلــــــو اوښکـــــــو سمندر کښې څنگــــه ښکارم

تا بـــــه ډېر ليدلي پـــــه گلشن کښې ســـــره گلونـه وي

زه تنهـــا پـــــه څانگـــــــه دانځــــــر کښې څنگه ښکارم

وگــــــــوره تـــه ماتــــه ستا نظر کښې څنگــــــه ښکارم

باغ کښې بلبلان اوسي شاهين پــه لوړو غرونو کښې

ياره رښتيا وايـــــه دغــــــره ســــرکښې څنگــــه ښکارم

وگـــــــــــــــوره تــــه ماته ستا نظر کښې څنگــه ښکارم

گــــــــرت غــــــشي راليــــــــږه ما ټټر ورتــــه نيولى دى

((ړنگ ))وايي اشنا چې دې سنگرکښې څنگه ښکارم

وگـــــوره تــــــــه ماتــــــــه ستا نظر کښې څنگـه ښکارم

نوټ : دا غزل  په داسې حال کښې ويل شوى،چې رحيم غمزده په رباب کښې نرۍ نرۍ زمزمې کولې او ړنگ صاحب د انځر د ونې سيوري ته ډډه وهلې وه او فى البديهه يې داغزل جوړ کړ.

 عبدالروف .قتيل خوږياڼى؛ د کږې بازار_ دړنگ خوږياڼي دېره، 1334 ل دجوزا دمياشتې 16 .

 

دچا نه دا دچانه (١)

دچــــانــــــه دا دچــــــــانـــــــه داخطــــــا گڼلــــى شـــي

داستــــــــانــــه کــــه اشنــــــا نــــــه ناروا گڼلـــى شـي

راوړي تــــالـــــه يــــاره څــــــه چـــــې دي خـودغه دي

قاصــــده نــــو دا ولـــــې اوس گنــــا گڼلــــى شــــــي

ويــل دي کـــه کتـــل دي وايــــه يــــار ويلــــي څــــــه

رټـــل دي کــــه دعشـــق التجـــــا گڼلـــــــــى شــــــــي

دگل نــــه چې راځي ،خيال کښې اغـــزي کلـه راځي

واللـــه دگل نـــه گل ،رنځ تــــــــه دوا گڼلــــى شـــــي

اغراضوځنې رنگ دى که ((ړنگ)) دانيولى رنگ

دوران دى تېـــــــــرېـــــدونکى داروا گڼلـــــــى شــي

___________

(1) پورتني او له دې وروستي غزل ته ،چې ليکل کيږي؛ په سندريز ادب کښې بې لب غزل وايه شي. ددې کبل دا دى ،چې شفوي حروف نه لري.  داډول غزل په سندريز ادب کښې دسندر  غاړيو له خوا اکثراً د مقابلې په ډول ويل کيږي _((ع. قتيل ))خوږياڼى

 

ناقرار شوځيگر

دغه خيال دى دسترگو که راز  * کلـــــــه رنگ شي هغــه کلــه دا

ناقــــــــرار شــوځيـــگـــــــر

رانه ورک لادرک دى جهــــان  * الهـــــي چېر تـــــه لاړو جــــــــانــان

داژړا کـــه دعشق ده خنــــدا

چې سنگسار شــو ځيـگـــر

شرارې دانگار که گلزار دى  * دغه ښکاري نگار که اغيــــــــار دى

گلستان راتــه ښکاري صحرا

ډېر نــا چــــــــــار شــــو ځيـــگر

***

وړاندې راز الهي چاته شي   * چـــــې تا دا نارواشـــــــاته شــــــــــي

خداى دې نه کړي زړگى سل دچا

چــــــــې ازار شـــــــــوځيــــــــــگــر

((ړنگه )) ستا وداني کله شته  * عشق کښې داسې خاني کله شته

دغــه خيال که کړي ښکاري خطا

ســـــزاوار شــــــــوځيــــــــــــگــــر

(کږه - دميزان مياشت 1336 )

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې