Thursday, 25 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
دمسلمان پښتون اواتوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه (لومړۍ برخه)

پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  (  جرمني)

 

 

دمسلمان پښتون اواتوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه

(لومړۍ برخه)

 سریزه :

په ١٩٩٨   ز کال کې  دنړۍ لومړی اسلامي اتوم بم د يومسلمان پښتون ساينس پوه ډاکتر عبد القدير خا ن په نوښت او ابتکار سره جوړشو.  په هغه وخت کې هم دنړۍ ډيرو هيوادونو،خو په تيره بیا دهند وستان واکمنودپاکستان هستوي ازموینوپروړاندې کلک مخالفت او غبرګون وښود. په یوه تلویزیوني مرکه کې هغه ټینګاروکړچې دهرهیواددايومسلم اومشروع رښت  دی چې دبهرني دښمن دیرغل څخه خپل ولس وژغوري  اودهیوادخپلواکی دساتنې په خاطردهرډول پوځي اوتخنیکې امکاناتوڅخه کارواخیستل شي . ترټولواړينه خبره داده چې داتومي انرژۍ څخه دبريښنادتوليد په موخه  ګټه اخیستل  اویاپه پوځي  لاره کې  ناوړه کاراخیستل پخپله دانسان په نيت اوعمل پورې اړه لري .  دبیلګې په توګه سړی کولای شي چې دیوې خوا دخوراکې شیانولکه بادرنګ ، خربوزه ، ترکاری اونوروشیانود پرې کولوپه موخه دیوه چاقوڅخه سوله ایزه ګټه پورته کړي خوبلخوا دهمدې چاقوڅخه  دانسان اویاحیوان  وژنې لپاره هم ناوړه کاراخېستلای شي .  په یوه بله تلویزیونې مرکه کې ډاکترعبدالقدیرداپه ګوته کړه چې  دپاکستان اتومي بم له برکته همدادیرش کاله کیږی چې دپاکستان اسلامی هیواد په سوله کې ژوندکوی اودهندوستان دهراړخيزيرغل څخه په امن کې ساتل شوی دی. 

په ٢٠٠٦ زکال د سېپټېمبرپه میاشت کې ډاکترعبدالقدیر دپروستاتا سرطان ناروغۍ له کبله  په کراچې ښارداغاخان په روغتون کې عملیات شو. ٢٠٠٨ زکال کې دمارچ میاشتې په  پېنځمه نيټه دخبررسنیوله مخې نوموړی ساینسپوه یوځل بیا دانتاني ناروغۍ له کبله په روغتون کې تردرملنې ونیول شواوڅوورځې وروسته بیرته جوړتیارخپل کورته راغی . په ٢٠٠٤ زکال کې  ډاکترعبدالقدیرپه دې تورن شو چې ګڼه نورواسلامي هیوادونولکه ایران  اوليبیا ته يې داتومي بم تکنالوژي اوپوهه په پټه کې ورکړې ده . همدا لامل ووچې نوموړی ساينسپوه تر ٢٠٠٧ زکال پورې په خپل کورناست او تر نظارت لاندې وه.  داسوسېیتېد پریس Associated Press  په حواله که څه هم د ٢٠٠٧ زکال  جولاې میاشتې څخه راپدې خوا نوموړی ساينسپوه دنظارت بندی څخه بیرته  خلاص شوی دی خوبیا هم دهغه ټول کړه وړه دچارواکو ترڅارنې لاندې دي .

اصل اونسب :

  ډاکترعبدالقدیر په  خټه یو افغان پښتون دی  چې اوس په لره پښتونخوا (پاکستان)کې ژوندکوي . نوموړی  دهغوپښتنوقبيلواوټبروڅخه دی چې د افغانستان د غور ولایت څخه  د شېر شا ه سوري دواکمنی په موده کې هند ته تللې او هلته ميشت پاتې شويدي . همدالامل دی چې  ډاکترعبدالقدیر په غوښتنه دمنځني واټن  توغندیونومونه    دافغانستان غورسیمې په وياړ دغوري توغند یو "Ghauri", په نوم نومولي دي . دنوموړو توغنديوفابریکه  دکوهاټ  Kahuta    په سیمه کې پرته ده اودخوځیدولپاره دجامدسونګ موادوپرځای دمایع موادوڅخه کاراخیستل کیږي . غوري توغندي  کولای شي چې لږڅه يوزرکیلوګرام هستوي اویاکیمیاوي چاودیدونکي موادپه خپله سرګولی کې  ولیږدوي اوپه دوه زره کیلومتره لیرې واټن کې په يوه نښه ولګيږي .

 

ژوندلیک :

دکوزې پښتونخوا( پاکستان) د اتومي بم پلار ډاکټر عبدالقدیر خان د اپرېل په  ٢٧مه نیټه   ١٩٣٦زکال د هند بهوپال Bhopal  ښار په یوه روڼ انده، دینداره ، مسلمانه  پښتنه  کورنۍکې زيږیدلی دی . د پلار نوم یې عبدالغفور خان وو، چې د ښوونې او روزنې په څانګه کې په کاربوخت وو. لومړنی اومنځنی  زده کړې يې د حمیدیه په ښوونځی کې بشپړې کړې دي ( Hamidiya School in Bhopal) .

 د١٩٤٧ کال څخه وروسته په هندوستان کې  ډیرمېشت مسلمانان دهندوانوله زورزياتی  اوظلم څخه اړشوه چې پاکستان ته مهاجرت وکړي .  په١٩٥٢ زکال کې دهغه کورنۍ هم لکه دنورومسلمانانوپه توګه  دهندوانودناوړه چلن له کبله دپاکستان کراچي ښارته مهاجره شوه. هغه په ١٩٦١  ز کال کې جرمني ته راغی او   د  برلين  ښار په تخنيکي پوهنتون کې يې لوړې زده کړې تر سره کړې .  په  ١٩٦٧ زکال کې يې دهالیند هیواددلفت Delft تخنيکي پوهنتون(Technische Universit?t Berlin) څخه   د فلزاتوتکنالوژي  په څانګه کې  دانجينري ديپلوم اوپه ١٩٧٢ زکال کې يې په نوموړې څانګه  کې دبلجیم هیوادلیوین  Leuven په پوهنتون کې د ډاکتری شهادتنامه ترلاسه کړه.  د١٩٧٢ څخه تر١٩٧٥ زکال پورې دهالینډهیواد د یورانیوم دغني کولوپه یوه نامتواوپرمخ تللي څېړنيز مرکز یورینکو (Urenco )کې په کار بخت وه. ډاکترعبدالقدیرخان دخپلوڅيړنوپه درشل کې په دې بريالی شو چې  په  ١٩٥٠ زکال کې دیوه جرمني انجينر ګرنوت څيپې Ingenieur Gernot Zippe  له خوا جوړه شوې څرخیدونکې اولټراغازسېنتريفوګ

 (Ultra-Gas-zentrifuge type G1)  د یورانیوم دوه سوه پينځه دیرش U-235  دغني  کولو په موخه په  تخنیکي تړاو داسې پياوړې کړی چې تراوسه يې هم سارې  په ټوله نړی کې نه لیدل کيږی .  په ١٩٧٦ زکال کې دپاکستان صدراعظم زولفقار علي بوټوله خوا خپل هیوادته راوبلل شواوسمدلاسه دپاکستان داتومي انرژۍ کمسیون  دیوه وتلي غړي په توګه وټاکل شو. په ١٩٨١ زکال کې دپاکستان رئيس جمهورضياالحق  په غوښتنه ديورانیوم دغني کولوڅيړنيزلابراتوار  چې اسلام اباد ته نږدی پروت دی ، دډاکترعبدالقدیرپه ویاړ دهغه په نوم ونومول شو  (A.Q.Khan Research Laboratories). نوموړی د١٩٧٦ زکال  څخه راپدې خواپه دې څېړنيز لابراتوارکې د مسئول مشرپه صف په کاربخت وه.

 

په درنښت

(دلومړۍ برخې پای)

 

اخذلیک :

١- http://en.wikipedia.org/wiki/A._Q._Khan

٢- http://draqkhan.com.pk/prof.htm 

٣ -   http://www.nytimes.com/2006/04/16/world/asia/16chron-khan.html

٤- http://www.globalsecurity.org/wmd/world/pakistan/kahuta.htm

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې