Monday, 26 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
د ننگرهاراو كابل پوهنتون مشر استاد پوهاند ډاكتر زيورالدين زيور لنډه پېژندنه

خليل الله قتيل زوى

 

د ننگرهاراو كابل پوهنتون مشر استاد

پوهاند ډاكتر زيورالدين زيور لنډه پېژندنه

  

پوهاند ډاكتر زيور الدين زيور د ارواښاد ملك معراج الدين زوى اودملك معزالدين لمسۍدى،چې په 1318 ل. هـ كال د ننگرهار په كوټ كښې زيږېدلى دى.

 لومړنۍ زده كړې ( لومړى ? دوه يم او درېيم  ټولگي) يې د خپلې سيمې په كليوالي ښوونځي كښې او څلورم _ پنځم او شپږم ټولگي يې د ميرانو په لومړني ښوونځي كښې سر ته رسولي دي. دشپږم ټولگي له فارغېدو وروسته د كابل په دار المعلمين كښې يې منځنۍ او ثانوي زده كړې تر سره كړي دي.

د دولسم ټولگي له پاى ته رسيدو وروسته د هغه وخت د پوهنې د وزير ښاغلي دوكتور علي احمد خان پوپل په امر د يو كال لپاره  په كندهار كښې د ميرويس نيكه د ليسې ښوونكى و.

د كابل پوهنتون د كانكور تر ازموينې وروسته د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كښې شامل شوى ، چې د ليسانس د سند له اخيستلو وروسته په 1346 ل .هـ كال کښې د كابل پوليتخنيك نستيتوت په علمي كدر كښې د تدريسي مدير او د كتابخانې دآمر په توگه ټاكل شوى دى.

په 1348 ل.هـ  كال کښې د نورو لوړو زده كړو لپاره پخواني شوروي اتحادته واستول شو.

ښاغلي اوپياوړي استادزيور په 1975 م كال کښې د دوكتورا له  دسرتيشن څخه ډېره ښه دفاع كړې ده.

 قدر من استاد پوهاند ډاكتر زيور د ماسترۍ او دوكتورا (Ph. D) له اخيستلو وروسته خپل هـېواد ته په بري سره راستون شوى او دگران وطن د خدمت لپاره يې مټې را ونغښتې.

 هېواد ته د راستنيدو سره سم په 1355 ل هـ كال کښې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كښې د استاذ شو او په تدريس يې لاس پورې كړ، چې تر اوسه پورې دغه سپېڅلې مقدسه دنده په پوره اخلاص، امانتدارۍ او ايماندراۍ سره سر ته رسوي.

پوهاند ډاكتر زيور په 1355 ل كال کښې د تدريسي چارو تر څنګ د "وږمې " مجلې د مسوول مدير او چلوونكي په توګه وټاكل شو،چې د 1357 ل كال  دسنبلې تر مياشتې يې د مجلې مديريت پر مخ بيولى دى .

 پياوړى استاد له خپل مسلك او دندې سره مينه له هر څه لوړه گڼلې، د منصب او څوكۍ شوق يې د علمي کارونو خنډ شوى نه دى.

 پياوړي استادزيور تر 1368ل كال پورې په كابل پوهنتون كښې تدريسي ، علمي او څېړنيزې چارې پر مخ بيولي ،دهمدې كال د اسد ( اگست) په مياشت كښې د افغان ? هند كلتوري تبادلې د پروگرام له مخې د هندوستان  د جواهر لعل نهرو پوهنتون ته د پښتو ژبې او كولتور د تدريس لپاره واستول شو،چې د گران هيوادافغانستان  د سياسى بحران او اړو دوړ پر لامل يې له ټاكلې مودې په کښې ډېر تدريس كړى دى.

له شپږو كلونو وروسته په 1374 ل كال کښې خپل هېواد ته راستون شو، خو په هېواد كښې د خونړيو جنگ جگړو له كبله د ننگرهار په پوهنتون كښې د خدمت لپاره پاتې شو، چې تر اوسه پورې د ننګرهار پوهنتون اوکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځيو كښې  له وياړه ډک تدريس كوي.

پاتې دى نه وي ،چې استادپوهاند ډاكتر زيور د تدريس تر څنگه د پروگرامونو د مدير، د پوهنځي د مرستيال او د پښتو څانگې د مشر په توگه كار كړى دى . اوس د تدريس سره سره د پوهنتون د علمي څېړنو ( تحقيقاتو) د مركز آّمر او د علمي شورا فعال غړى دىاو  په ټولوځانگړيو كميټو كښې پوره ونډه لري. دغه راز د نشراتي بورډ آّمر او د لوړو زده کړو په وزارت كښې د ننگرهار پوهنتون استازى هم دى.

 ښاغلى پوهاند استاذزيور د "پوهه" مجلې په كتونكي ډله كښې هم برخه لري او دغه راز يې د "سبا ستورى" او د(( امن)) د مجلو د كتونكي  اوڅارونکي په توگه څارنه او كتنه كړې ده.

ډاكتر صاحب د خپل خدمت په بهير كښې ډېر علمي، ادبي ،فرهنگي او څېړنيز اثار ليكلي دي او همدارنگه  يې ډېرې په زړه پورې ژباړې له نورو ژبو څخه پښتو ته كړي دي.

دليسانس او ماسترۍ د دورې او دشپې د پوهنځي په تدريسي چارو كښې يې ستره برخه اخيستې ده. د كابل ? ننگرهار او جواهر لعل نهرو په پوهنتونو كښې يې د ادبپوهنې مضامين لكه: د ادب تاريخ ? متون ? مقايسوى  ادبيات ? د ادب تيوري ? فلكلور پوهنه ? ولسي ادبيات ? د افغانستان معاصر تاريخ ? د افغانستان كولتور، پښتو ژبه او نور په نوموړيو پوهنتونونو كښې تدريس كړي اوپه  هېواد کښې پرې  اخته  پاتې دى او له محصلينو سره د مونوگرافونو په ليكلو اود موضوعگانو په ټاكلو كښې لويه برخه لري.

 د استادانو د علمي ترفيع گانو د اثارو په ليكنه، سمونه او دتقريظونو په ليكلو كښې له هغوى سره پوره مرسته كړې ده.

په هند كښې يې د تدريس  او څېړنې تر څنگه د ال اينډيا  راډيو ډيلي  له پښتو پروگرامونو سره علمي مرسته ، لار ښودنې ، مشورې  او د پښتو پروګرامونو په تنظيم، ترتيب او د مضامينو د سمونې، ايډيت چارې يې هم تر سره كړي دي.

همدارنگه يې په پېښور پوهنتون كښې د پښتو اكاډمۍ او پښتو څانگې سره  علمي اړيكې او مرستې جاري ساتلي دي. د(Ph- D) د دسرتيشنونو په دفاع او تقريظونو په وركولو كښې يې هم برخه درلودلې ده.

په هر صورت پوهاند ډاكتر زيور سره له دې ،چې ور پېښې ناروغې کمزورى کړى ، يو شمېر ټولتيز ، تاريخي ، ادبي او  هنري كتابونه اوآثار يې پښتو  ته راژباړلي  او خپل ټول ژونديې علمي ،ادبي او فرهنگي چاروته ځانگړى كړى ،چې دستاينې وړ  هلې ځلې گڼل کيږي .

د پوهاند ډاكتر زيورعلمي او ادبي هلې ځلې :

مونږ به لومړى په دې برخه كښې د ده د درسي كتابونو او لكچرنوټونو يادونه وكړو او بيا به نورو پوهنيزو او څېړنيزو آّثارو ، مقالو او ژباړې يادې كړو:

1 _ د كابل  او ننگرهارپوهنتون د ژبو او ادبياتو دپوهنځي  پښتو څانگوته چاپ شوي درسي كتابونه او لكچرنوټونه :

*د پښتو ادبياتو تاريخ _د دوه يم ټولگي لپاره ( د روښانيانو دوره) گستتنر ? 1358ل كال، كابل پوهنتون.

*.د پښتو ادبياتو تاريخ د درېيم ټولگي لپاره (كلاسيكه دوره) گستتنر 1359 ل كال، كابل پوهنتون.

*.د پښتو ادبياتو تاريخ د څلورم ټولگي لپاره (اوسنۍ دوره) گستتنر 1360 ل كال، كابل پوهنتون.

*.د پښتو ادبياتو تاريخ د لومړي ټولگي لپاره ( لرغونې دوره)گستتنر

*.د پښتو ادبياتو تاريخ معاصره دوره د ماسترۍ دورې لپاره 1367 ل (قلمي).

*.اولسي ادبيات، د كابل پوهنتون (گستتنر) 1362ل كال.

*.د ادب پوهنې اصطلاحي قاموس ? كابل پوهنتون (گستتنر) 1361ل كال.

*. د پښتو ادبياتوتاريخ اوسنۍ دوره_ درسي کتاب، د ساپي پښتوڅېړنو او پراختيا مرکز_ پېښور 1385ل کال.

*.د پښتو ادبياتوتاريخ منځنۍ دوره_ ددوه يم اودرېيم ټولگي لپاره،د ساپي پښتوڅېړنو او پراختيا مرکز_ پېښور1386 ل کال.

2_ پوهنيز او څېړنيز اّثار:

*.د ننگرهارولسي شاعران _ د ليسانس د دورې مونوگراف، 1364 ل كال، كابل پوهنتون.

*.د پوشكين د اشعارو خصوصيت _د ماسترۍ ددورې تيزس، 1971 م كال لننگراد.

*.د پښتو په كلاسيك ادب كښې د هندي سبك اغېزه، د دوكتورا (Ph.D)د سر تيشنر 1361 ل- كابل پوهنتون.

*.د پښتو د هنري اّثارو پيدايښت او پر مختيا ? د پوهاندۍ علمي ترفيع اثر، 1377 ل كال، ننگرهار پوهنتون

*.په پښتو ادب كښې د ناول پيدايښت او پرمختيا. 1365 ل كال ( قلمي).

*.انگيرنې، كركې، كږنې، كابل پوهنتون د څېړنو مركز- 1364 ل كال.

*.د ادب پوهنې اصطلاحي قاموس په دريوو ژبو ( پښتو ، روسي، انگليسي) كابل پوهنتون د څېړنو مركز ،1368 ل كال.

*.په پښتو ادب كښې د سفر نامو تاريخي بهير. 1366 هـ ل كال (قلمي)

*.پر تليز ادبيات . 1367 هـ ل كال(قلمي).

3 _ مقالې او رسالې :

*.د حميد ماشوخېل په اشعارو كښې پښتو متلونه ? كابل مجله ? 1352 ل كال

*.حميد ماشوخېل او هندي سبك لومړۍ برخه، كابل مجله _1352ل،  11- 12 گڼه

*.حميد ماشوخيل او هندي سبك دوه يمه برخه، کابل مجله1353 ل (9) گڼه.

*.قيصې د ايسپ الحكيم ? وږمه مجله ? 1356ل كال.

*.سرياني دعا ? وږمه مجله- 1356 ل ? (1) گڼه

*.د استاد الفت ليكوالي، وږمه مجله ? 1356 (4) گڼه.

*.د پښتو اّثارو بين المللي سيمينار ? وږمه مجله ? 1356 ل ? (2) گڼه.

*.پښتو خپرونې ? وږمه مجله ? 1357 ل كال.

*.نوى كال ? وږمه مجله، 1356 ل (1)گ گڼه.

*.روښاني جگړن جلال الدين ? وږمه مجله ? 1357 ل (2) گڼه.

*.فرهنگيالى خوشحال ? كابل مجله ? 1360 كال (4)گڼه.

*.د دولت لواڼي په ديوان كښې ادبي تېروتنې ( تنقيد او تحقيق) ? كابل مجله ? 1362 ل (11) گڼه.

*.په تاريخ مرصع كښې د پښتو اشعارو منابع ( تحقيقي) ? كابل مجله 1365 ل (11-12)گڼه.

*.مايكوفسكي- اجتماعي علوم مجله ? 1364 ل (2) گڼه.

*.په پښتو ادبياتو كښې د ډراماتيكو اّثارو پيدايښت او پر مختيا ? دانش مجله ? 1366 ل(1) گڼه، كابل پوهنتون.

*.ديشې بېدشي ? كابل مجله.

*.درد هاى خراسان ? شمشاد مجله ? 1374 ل (1-2) گڼه.

*.هندي سبك. پوهه مجله ? 1375 ل كال.

*.د ملنگ جان په خوږو نغمو كښې د آزادۍ پيغام- گندهارا مجله ? 1376 (1) گڼه.

*.د لوى استاد پوهاند رښتين ادبي هلې ځلې ? ننگرهار مجله ? 1377 ل كال.

*.د لوى استاد پوهاند رښتين غمجنه مړينه ? د لوى استاد پوهاند رښتن ياد كتاب 2000 م كال.

*.د اروښاد لوى استاد پوهاند رښتين ياد. د لوى استاد پوهاند رښتين ياد كتاب ، 2000 م كال.

*.د لوى استاد پوهاند رښتين ادبي څېړنې او هلې ځلې. د لوى استاد پوهاند رښتين ياد كتاب ، 2000م كال.

*.هندي سبك، پښتو مجله_ پښتو اکاډمي، پيښور.

*.د يو تاريخي او سياسي كتاب پېژندنه، سبا ستوري مجله ? 1379 ل كال

*.د ايشيا سوسايټ كس كتابتون كښې د پښتو قلمي نسخو فهرست، د ابو الكلام، آزاد انستيتوت په مجله كښې په مسلسله توگه خپور شوى دى. 1994 م _ 1373 ل كال.

*.د شهيد پوهنمل شېر خان رشتين په ياد او په دې اثر يو څو كرښې (( د خوشحال د ستار نامې پيداگوژيكي څېړنه)). 1382 ل ( 2003 م) كال _ د ساپي پښتوڅېړنو او پراختيا مرکز.

*.دملنگ جان په اشعارو كښې پښتو متلونه ( نا چاپ)

*. د وزير محمد گل خان مومند بابا ياد _ ((ورځ )) مجله 1383 ل

*.د وږمې مجلې كتلاك ? 1356. كابل پوهنتون.

دغه راز پوهاند زيورد لوى استاد پوهاند رښتين ياد كتاب په سمونه او ايديت كښې هم پوره برخه لرلې  او مرسته يې كړې ده.

ښاغلي استاد زيور د خپل تحصيل او تدريس په بهير كښې له نورو ژبو يو شمېر غوره ټولنيز، سياسي، تاريخي، ادبي او هنري آثار په پښتو ژباړلي،چې دا هم د پښتو ژبې او ادب لپاره د ده سترخدمت گڼل كيږي.

4 _ د پوهاند ډاکټر زيور ژباړل شوي آثار :

*.پولاد څنگه كلكيده، د استروفسكي رومان له روسي ژبې څخه پښتو ته ؛په دوه ټوكونو كښې، چې د پروگرس د نشراتي موسسې له خوا په مسكو كښې چاپ شوى دى.

*.د غاښي ډز_ په روسي ژبه د مختار عوضوف ليكلى داستان دى، چې پښتو ته ژباړل شوى او د پروگرس د نشراتي موسسې له خوا په مسكو كښې چاپ شوى دى.

*.د منځنۍآسيا سياسي ، حالاتو ته يوه كتنه: د ډاكتر عبد الغني ليكنه ده ،چې له انگريزي څخه پښتوته ژباړل  شوې، ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز  يې دچاپ او خپرېدنې زيار گاللى دى.

*.د احمد شاهي تاريخ مقدمه: له روسي ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوې او د كابل په هېواد ورځپاڼې كښې  چاپ شوې ده ( 1355 ل).

*.سفر نامه ( ديشي بيدشي) په بنگالي ژبه د سيد مجتبى علي اثر دى، چې د روسي ژبې له ليارې پښتو شوى. دغه ژباړه 405 مخه ده او په 1381 ل كال  د ژباړونکي په زيارگالنې چاپ شوې ده.

*.شبنم: په بنگالي ژبه د سيد مجتبى علي اثر دى ،چې د روسي ژبې له ليارې پښتو شوى دى .ژباړه يې (180) پاڼې ده او په 1380 ل كال كښې  يې دچاپ  زيار ژښاړونکي گاللى دى .

همدارنگه يې ځيني نورې خورې ورې ژباړې هم كړي دي،چې بېلا بېلو رسنيوخپرې کړي دي.

په سيمينارونو او كنفرانسونو کښې د پوهاند ډاکټر زيور ونډه او برخه :

*.د ډيلي د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کښې يې  د(( په نړۍ كښې د ناول ليكنې)) ترسرليک لاندې  سيمينار كښې " په پښتو ادب كښې ناول" ليکنه وړاندې کړې او لوستلې ده. 1991 م كال.

*.د ال اينډيا راډيو ډيلي  له پښتو څانگې ته " په پښتو ادب كښې د تصوف پيدايښت او پرمختيا" ليکنه ليكلې او خپره شوې ده.

*.د كلكتې د ابو الكلام آزاد په انستيتوت کښې يې" د افغانستان معاصر تاريخ" په باب يو سيمينار وركړى ، چې گډونكو ونكيو خوښ کړى دى_ 1993 م كال.

*.په كابل كښې د ((ديالوگ افغاني)) ( افغان ډيالوگ )په سيمينار كښې يې د لويې جرگى په نامه مضمون ليكلى او لوستلى دى.

*.د پښتونخوا _پېښور د پښتو اكادمۍ په بلنه يې  د باړه گلۍ په سيمينار كښې گډون او وينا کړې ده.

*.په لومړني  پښتو عالمي كانفرانس کښې يې گډون کړى او د پښتو معاصرو ادبياتو په باب  يې علمي ليکنه لوستې ده.

*.د اروا ښاد لوى استاد علامه پوهاند رښتين د تلينو نو په ياد غونډو كښې  يې مقالې ليكلي او لوستې دي.

*.د اروا ښاد سيد شمس الدين مجروح پاچا د سلمې كاليزې په مناسبت يې ليكلې ليکنه اور ولې ده.

همدارنگه يې د كابل- ننگرهار په پوهنتونونو كښې  د علمي سيمينارونو لړۍ  جاري ساتلې ده.

لکه څنگه، چې ښکاري  پياوړى استاد پوهاند ډاكټر زيور له  سير او سياحت  سره ځانگړې مينه لري او ځانگړى خوند ترې اخلي. نوموړي  يو لړ كاري ، تحصيلي او علمي سفرونه  كړي،چې يادونه ترې دلته غوره برېښېدلې ده.

سفرونه:

*. مسكواو لننگراد (پترزبورگ) ته يې تحصيلي او علمي سفر كړى دى.

*. لننگراد (پترز بورك)، تاشكنداو دوشنبې ته يې د علمې مشاهدو او په كتابتونونوكښې د علمي موادو د ټولولو او څېړلو په موخه  څېړنيز او علمي سفرونه كړي دي.

*. شرقي المان، فنلينډ، چكوسلواكيې، يوگوسلاويې، بلغاريې، ليتوانيا، هيستونيا، ليتويا ته يې ځانگړي سفرونه كړي دي .

*. په 1368 ل كال کښې د كابل پوهنتون له خوا د افغان_ هند كلتوري تبادلې د پروگرام له مخې دهندوستان دجواهرلعل نهرو پوهنتون ته د پښتو ژبې د تدريس په غرض استول شوى او شپږ كاله يې ((د افغانستان معاصر تاريخ، د افغانستان كولتور او  پښتو ژبه او ادب) تدريس كړى دى.

*. د هندوستان په ډيلي، اگرې او كلكته کښې يې  بېلا بېل لرغونتونونه او کتابتونونه كتلي او د رامپور رضا او ايشياسوسايټكس  په كتابتونونو كښې يې د پښتو د قلمي نسخو فهرست  ترتيب كړى،چې د ابو الكلام آزاد د انستيتوت په مجله كښې په پرله پسې توگه خپور شوى دى.

 *. د هندوستان مهم تاريخي ځايونه او ښارونه لكه كلكته، بمبيي، چنديګړ، پتنه، بيهار، مهاراشترا، ميگه لاى او په  راجستان كښې يې رنتبوريعنې هغه ځاى، چې ستر خوشحال خټك په كښې دوه كاله بندي واو نور كتلي دي.

پوهاند ډاكټر زيور هر اړخيزه  شخصيت لري ،چې پر مورنۍ ملي  ژبه  پښتو سربېره په فارسي انگريزي، روسي او هندي ژبو پوهيږي او ژباړې ترې کوي . 

لنډه دا،چې ښاغلى استاد زيور  په افغانستان کښې د تېرې نيمې پېړۍ دېرشو او دروانې لسيزې اووه کلن ملي او سياسي تاوتريخوالى  ځورولى، خو ډېرو علمي ادبي او څېړنيزو چارو ته يې علمي ځوابونه برابرکړي دي او د علمي كدرونو په روزلو كښې  يې  له زغمه ډکه  برخه اخستې  ده .

استاد سره له دې ،چې په روانې غميزې کښې  يې پوره علمي چارې تر سره کړي، خو بيا هم په خپله له دې څخه د لازياتو هلو ځلو او هڅو غوښتونکى دى.كه شرايط او زمينه برابره واى؛ نو تر دې به يې ډېر نور علمي كارونه كړي  تر سره کړي واى؛. ځكه،چې  دى،نه يواځې  د هېواد د اخلاقي ،سياسي او پوهنيزې ودې ليوال  دى ،بلکې د لوى استاد علامه_ پوهاند رښتين د ادبي لارې  پرلاروي او شاگردۍ هم  وياړل شوى دى.

له خدايه ورته له ور پېښې ناروغۍ څخه پوره  روغتيا ، اوږد  عمر او دنورو برياو غوښتنه کوم .

 

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې