Friday, 24 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
پښتو ژبه د پښتنو د تاريخي اوسياسي هويت د پېژندلو مهم توكى دى _مركه

 

خليل الله قتيل زوى

 

پښتو ژبه د پښتنو د تاريخي اوسياسي هويت د پېژندلو مهم توكى دى _ مركه

 

درنو لوستونكيو!

 دكابل پوهنتون د ادبپوهنې او ژبپوهنې ښاغلې ښوونكې پوهندوى ډاګټر زرغونه زيور رښتين مو پر يو لړ اړينو پوښتنو او غوښتنو غږولې،چې دادى لړۍ يې تر تاسو در رسوو_ ورځ 

 

پ : د اوسنۍ دورې له شعر و ادب څخه تاسې  ډاډه ياست كه نه او هغه څه كمى دى، چې تاسو يې په كې محسوسوئ؟

ځ : په اوسنۍ دوره كې د شعر و ادب هلې ځلې د ډاډ وړ دي او د كميت (څومره والي) له مخې د ستاينې وړ دي. د كيفيت (څرنګوالي) له مخې البته ژورې كتنې ته اړتيا لېدل كېږي، خو په اكثرو اشعارو كې شعري ځانګړتياوې نه لېدل كېږي.

پ : داسې اورو، چې په ادب كې بې ادبي هم شته تاسې په دې برخه كې څه نظر لرئ؟

ځ : څنګه، چې د ادب د كلمې لـپاره بېل بېل تعريفونه شته. دغسې مونږ هم دلته د هغې د معنا سره، چې په دغه سوال پورې اړه لري، يو څه ويل غواړو. د "ادب " د كلمې اصل "مهذب" دى، چې د بې عيبه معنا لري او يا دا، چې ادب د اندازې ساتلو ته وايي.

په يوې ټولنې كې منل شوي اخلاق د ادب په ساحه كې راځي. په اصل كې بې ادبي سم او منطقي كار نه دى.

ليكنه او وينا د حال او مهال سره سمه په كار ده.

ليكوال اوشاعر ته ښايي، چې په خپلو ليكنو كې داسې بې ځايه اّزاد، نامانوس الفاظ او مطالب رانه وړي، چې د ادب لـه چوكاټ څخه بهر او د ټولنې او جامعې د اخلاقي ارزښتونو او معيارونو مخالف وي.

پ : تاسې ادب د ادب لپاره كه ادب د ژوند لپاره غواړئ؟

ځ : په ادبي بهير كې پخوا ادب د ادب لپاره هم استخدامېده.

اوسنۍ تيوري داسې وايي :

په اصل كې ادب د ژوند لـپاره دى. كه يوازې ادب د ادب لـپاره شي، خپل ټولنيز مقصد لـه لاسه وركوي او كه يوازې د ژوند لپاره شي؛ نو خپل مفهوم له لاسه وركوي.

كه څه هم داسې اصطلاح شته، چې وايي :

ادب د ادب لپاره، خو تشه ادبي ټوټه هم د ژوندانه د تصوير او تفسير له چوكاټ څخه وتلاى نه شي.

په هر حال كه د مادي شيانو انځور وي، د ژوندانه تصوير او انځور كه د جذباتو او احساساتو ښوونه اوڅرګندونه وي؛ نو د ژوندانه تفسير بلل كېږي. څرنګه، چې ادب د ژوندانه تصوير او تفسير دى دغسې ادب تل د ټولنې د مستقيمو او غېر مستقيمو نظرياتواو ارزښتونو لرونكى وي.

ادب د ژوندانه لپاره دى او د ژوندانه بېلا بېل تصويرونه په كې انعكاس مومي، ولې كه دغه انعكاس د هنري ادب په چوكات كې ترسره شوي وي يا هنري ښكلا ولري، نو ادب به د ژوندانه لـپاره خپل رسالت ترسره كوي او هم به  تفريح لـپاره وظيفه ترسره كوي.

خالص ادب هم د ژوندانه لپاره ضروري دى  او هم د خوندو رنګ لپاره اړين دى.

په ادب كې ابتكاري، تخليقي او هم هنري محتوي بايد وي.

پ : په شعر او ادب كې ستاسې كوم صنف خوښ دى؟

ځ : د شعر او ادب ټول صنفونه ښه دي. هر صنف په خپل خپل ځاى ضرور دى، خو په دې شرط، چې پوره او كامل وي او د خپلې ټولنې د خيالونو او فكرونو واقعي هېنداره وي.

پ : ښاغلې استادې! حماسي، غنايي او تمثيلي ادبيات څه ته وايي او په افغانستان كې يې كه داستازو په هكله راته وواياست، خوښ به شو.

ځ : په اصل كې دا پوښتنه په دوه برخو كې ده. هره برخه يې ډېر تفصيل او تشريح غواړي، خو زه به په لنډه توګه داسې ووايم: حماسي، غنايي او تمثيلي ادبيات، په ادب پوهنه كې د ادب د تيورى مهم ژانرونه دي. حماسي، غنايي او تمثيلي ادبيات هغه مهمې څانګې دي، چې د هنري ادبياتو په نامه يادېږي.

1- حماسه يا حماسي ادبيات، د رزمي (ايپيك) په نامه هم يادېږي.دادب په تاريخ كې د ولسي هغو سندرو، قصيدو، افسانو او كيسو په معنا، چې د ولسي اتلانو تاريخي، جنګي او اجتماعي پېښو څرګندونه كوي. يا د ادب په تيورۍ كې د انساني ژوندانه هغه مهمې ټولنيزې، تاريخي پېښي،گ چې د يوه مهربان او اتل د مقدراتو په باب تېر شوى وي انځوريږي. ځينې ادبپوهان په دې نظر دي او وايي، چې حماسي انځور په هنري ادبياتو كې داسې يو تخليق ته ويل كېږي، چې د يوه انسان د ژوندانه د كړو وړو او كركترونو بېلا بېل اړخونه په كې رانغښتل شوي وي، د يوې خاصې ځانګړنې څرګندويه او يوه ځانګړې موضوع ، ځانګړى پيل او پاى ولري.

د پښتو ژبې ولسي حماسه، د امير كروړ حماسه (وياړنه)، د خوشحال خان حماسې او د پښتونخوا د شعر هاروبهار، جنګي چاربېتې او په پاى كې د افغانستان د درېو لسيزو د پېښو هغه حماسې دي، چې د بهرنيو يرغلګرو، جنګ جګړو په ترڅ كې رامنځ ته شوي دي، چې په ادب كې د تخليقي بڼې په توګه ثبت شوي دي.

2- غنايي ادبيات : يا ليريك ادبيات هغه اصطلاح ده، چې په اروپايي ژپو كې د زړې يوناني ژبې څخه راپاتې شوې ده. دغه اصطلاح په تغزلي، بزمي، عشقي هم افاده كېږي. يا عنايي ادبيات د هنري ادبياتو هغه برخه ده، چې عشقي او بزمي سندرو ته وقف شوې وي، چې په دې برخه كې يوازې د شاعر د احساساتو او تاثراتو انځور او څرګندونه شوې وي، په غنايي يا بزمي ادب كې غالباً د هر يو شاعر عشقي شعرونه او سندرې شته. ښه نمونه يې له اكبر زمينداوري څخه نيولې بيا د منځنۍ دورې ټول شاعران لكه خوشحال خان، اشرف خان او د غزل استاد حميد ماشوخېل او كاظم خان شېدا او له هغه راوروسته په معاصر ادب كې ډېرې بېلګې د شاعرانو په اشعارو كې لېدل كېږي.

3- تمثيلي ادبيات : تمثيلي يا ډراماتيك ادبيات د ادب د تيورۍ دريېمه څانګه ده، چې په ادبياتو كې تر ټولو مهمه او ارزښت ناكه ګڼل كېږي. تمثيلي يا ډراماتيك ادبيات هم درې برخې لري:

ډرام يا ډرامه، تراژيدي او كوميډي.

د نويو څېړنو لـه مخې ډرامه د تراژيدۍ او كوميډۍ په نسبت ډېره وروسته پېدا شوې ده. تمثيلي ادبيات هغه دي، چې د يو ادبي اثر موضوع په رښتيني او عملي توګه دخبرو اترو په بڼه د ستيج پر سر د لوبغاړيو له خوا تمثيل او وښودل شي.

تمثيلي د حماسي ادبياتو سره د نژديوالي په وجه زياتې اړيكي لري، په دې معنا، چې تمثيلي د حماسي ادبياتو (رومان، ناول، كيسه، منځكوره كيسه، لنډه كيسه، ادبي ټوټې، سفرنامې، طنز) سره نېغ په نېغه اړيكي لري. په دې معنا كه ووايو، چې د حماسي ادبياتو موركيسه ده؛ نو سمه خبره به مو كړي وي. يوازې توپير په دې كې دى، چې په تمثيل كې د لوبغاړيو خبرې اترې، حركتونه، كړه وړه او د سټيج نور شيان د نندارچيانو په مخ كې وي. يعنې د تمثيلي ادبياتو د صحنې مخ د ژوند ډګر دى.

په افغانستان كې د تمثيلي ادبياتو لومړني، لرغوني او ابتدايي بڼې په فلكلوريكه بڼه رامنځته شوي دي.

پښتو ادب ته د تمثيل فن د شلمې پېړۍ په لومړيو كې پيل شوى دى او په افغانستان كې د پښتو ادب په طلايي ځلانده دوره كې د نورو ادبي ژانرونه ترڅنګ دتمثيل يا ډرامې (د ښودلو هنر) هم پراختيا موندلې ده.

د دې سلسلې د لومړني استازي ښاغلى محمد اعظم ايازي د (افغان اّزاد او د يو سپين ږيري يو له بله محكمه)

د لوى استاد علامه پوهاند حبيبي (تورپيكۍ، توريالۍ پښتنه) د ارواښاد بېنوا (زوړ ګنهګار)، د ارواښاد پژواك (كلمه داره روپۍ) د لوى استاد علامه پوهاند رښتين (پښتنې ميرمنې)، د ښاغلي محترم عبدالروْف قتيل خوږياڼى صاحب بې شمېره تربيوي ډرامې د يادولو وړ دي، چې د تمثيل ادب مهم استازي ګڼل كېږي. دا ډرامې به د ننګرهار په اخبار كې چاپېدې؛ ځكه نو ويلي شو، چې د پښتوادب دغې برخې په ننګرهار كې ډېره وده وكړه. د ښاغلي ړنګ د څرګندونو لـه مخې ويلي شو چې ډرام او تمثيل په 1329-1336 كلونو كې چې ړنګ صاحب مدير معارف وْ د معارف د شاګردانو په همكارۍ او د الفت صاحب، خادم صاحب، ميرا جان سيال صاحب، غورځنګ صاحب چې په معلم د سپورت يې شهرت لرلو او معلم صاحب نورالدين او خپله د ړنګ صاحب په ګډون فى البديهه ډرامې په اّزاد ډګر  (اوسني پښتونستان واټ) كې ترسره كېدې، چې دې كار ته وزير غلام فاروق خان خاصه او ځانګړى پاملرنه لرله.

 د دې فن لوبغاړي او ليكونكي د هغه وخت ډېر غښتلي او تكړه ممثلان او هدايتكاران لكه ړنګ صاحب،قتيل صاحب، محمد طاهر بينا صاحب ... او نور دي او په كوزه پښتونخوا كې عبدالاكبر اكبر، سمندر خان سمندر، عبدالخالق خليق، امير نواز جليا، اسلم خټك، قاضي رحيم الله، راحت زاخيلى، محمد اعظم اعظم، ارواښاد افضل رضا..... او نور بې شمېره مخكښان نومولې شو.

پ : ستاسې پر اند په افغانستان كې د پښتو ادبياتو او فرهنګ وده څنګه ترسره شوې، په دې هكله ستاسې نظر او وړاندېزونه څه دي؟

ځ : كه د الفاظو له خودنمايۍ او له غروره راتېر شو او په رښتيني توګه دې موضوع ته ځير شو؛ نو ويلاى شو، چې په افغانستان كې ادبياتو او فرهنګ څومره، چې ښايي د نورې نړۍ په نسبت وده نه ده كړې، د دې لوى سبب په افغانستان كې د سياسي بحرانونو او كشمكشونو او د ګاونډيو هېوادونو منفي لاس وهنه ده، چې داهېواد يې همېشه په كړاونو او جنجالونو اخته كړى او په اخ او ډب كې ساتلى دى.

تر هغې، چې د دې هېواد د سياسيونو سياسي او ملي دريځ معلوم شوى نه وي او خپلو ټاكليو اهدافو ته وفادار پاتې شوي نه وي تر هغې به دا ملك ټكرې خوري، خو د دې ستونزو سره سره پښتو ژبه او ادب د تاريخ په پوړيو كې كله مختګ او كله شاتګ ته اړه شوې ده.

لكه څنګه، چې څرګنده ده، پښتو ادبياتو كې درې لويې دورې راغلي دي:

1- لرغونې يا پخوانۍ دوره،

2- منځنۍ يا كلاسيكه دوره

3- معاصره يا اوسنۍ دوره.

چې د هرې دورې خپل خپل خصوصيات او مقامونه دي. پر دې ټولو دورو غږېدل دلته ګران كار دى او ډېر وخت غواړي، خو دومره ويلى شم، چې اوسنۍ دوره د مخكنيو دورو د كړۍ سلسله ده، چې تر دې دمه رارسېدلې ده.

د پښتو ژبې او ادب په بهير كې اوسنۍ دوره كه لـه يوې خوا ډېره اوږده، ګډه وډه او خوره وره ده، خو لـه بلې خوا ډېره پېچلې او بډايه هم ده. په دې دوره كې ډېر سياسي تحريكونه (لر، بر)، سياسي مبارزې شوي دي، چې په ادبياتو كې يې اثرات ښكاره دي. دې دورې ته د ويښتيا او پرمختيا دوره هم وايو.

همدارنګه په دې دوره كې  په شكل او محتوا (فورم او موضوع) كې بدلون راغلى دى. په خاصه توګه ادب نوى جوله او لاره غوره كړې ده.

پ : ښاغلې پوهندوى ډاكټر زيور رښتين ! د پښتو ژبې د تېر، حال او راتلونكي په هكله څه فكر كوئ؟

ځ : قتيل زوى صاحب ! پښتو ژبې د تاريخ په اوږدو كې د ځينو سياسي، اقتصادي، جغرافيايي ستونزو له امله د څومره والي او څرنګوالي له مخې وده او پراختيا نه ده كړې. د دې لوى عامل د قبيلوي ټولنې عنعنوي موجوديت، د لارو او ترانسپورتيشن نېشتوالى او د خلكو ترمينځ اړيكې (تګ راتګ) نه، بلكې دپښتنو په سيمه كښې د  سواد او زده كړې  نشتوالى د دې وروسته پاتې كېدو يو ستر عامل ګڼل كېږي.

د پښتو ژبې او ادب  په منځنۍ (كلاسيك) دوره كې په نسبي توګه د لرغوني دورې په پرتله پرمختګ او انكشاف ليدل كېږي.

په دې دوره كې د پښتو ديواني ادب غښتلى شوى دى، چې د پښتو ادب په تاريخونو كې يې ژوندۍ بېلګې شته.

په اوسنۍ دوره كې بنيادي، اساسي او له  وياړه ډك كارونه سرته رسېدلي دي:

په اوسنۍ دوره كې ګڼ شمېر علمي، ادبي، فرهنګي، ژبني، تاريخي، اجتماعي، سياسي اثار ليكل شوي او چاپ شوي دي.

همدارنګه مجلې، جريدې، ورځپاڼې په رسمي او ملي بڼگه راوتلي دي.

په دې دور كې ادبي انجمنونه او ټولنې لكه پښتو مركه، پښتو ادبي انجمن، پښتو ټولنه، پښتو اكاډيمي، د پښتو څېړنو نړيوال مركز، په دولتي او رسمي توګه جوړ شوي دي او همدارنګه وروسته ورپسې د پښتو ژبې د څېړنو او پراختيا فرهنګي مركزونه او ټولنې او نورو دچاپ مراكزو په خپل ځاى د دې ژبې د پراختيا او ودې لـپاره د ډاډ وړ او په زړه پورې كارونه كړي دي. چې البته د قدر په سترګه ورته كتل په كار دي.

په زړه پورې خبره د ښوونې او روزنې روزنيز مراكز دي، چې په دې وروستۍ پېړۍ كې ډېر زيات ښوونځي، ليسې، پوهنتونونه، اكاديمكې او څېړنيزې موسسې او نور رامنځته شول او پراختيايي پړاونه يې سر ته رسولي دي.

بله مهمه خبره دا ده، چې پښتو ژبه له نورو خارجي ژبو څخه د ترجمې او اړونې له ليارې بډايه او شته منه شوې هم ده.

هم دا علت دى، چې پښتو ژبه نن سبا د نړۍ په اكثرو خبري اّژانسونو كې ځاى لري او د كمپيوتري څانګو له لارې نړيوالو ته رسېدلې  ده.

د راتلونكې په هكله هيله او وړاندېز مو دا دى، چې پښتو ژبه دې په ملي او رسمي سطح په عملي توګه د هېواد دوتري او د لوړوزده كړو تدريسي ژبه هم شي.

پ : په تېرو اتو لسېزو كې دوه نظرياتو يا تګلارو څنګ په څنګ وده كړې، چې د يو نظر استازيو د پښتو ژبې په رسمي كولو ټينګار كړى او د بل نظر د استازيو غوښتنه دا وه، چې پښتو دې لومړى د محاورې ژبه شي. تاسې يې  په هكله څه ويل غواړئ؟

ځ : پښتو ژبه په ولس او ټولنه كې ژوندۍ ده. خلك پرې خبرې اترې كوي او ورځنۍ چارې پرې روانې دي. پښتو ژبه د پښتنو د تاريخي او سياسي هويت د پېژندلو ډېر مهم توكى دى، خو وينو، چې له كلونو او پېړيو را په دېخوا په افغانستان كې د فرهنګي ښكيلاك جرړې خورې دي. په هره تاريخي دوره كې له پښتو او پښتنو سره سياسي لوبې شوي دي. هر كله، چې د پښتو ژبې د رسمي كېدلو خبره رامنځته شوې ده؛ نو مخالفت ورسره ښودل شوى دى. پر پښتو او پښتنو د سياسي لوبو او فرهنګي ښكيلاك د واكمنۍ سره سره پښتنو ليكوالو (علمي، ملي ?فرهنګي او ادبي شخصيتونو د پاملرنې او قدر وړ كارونه سرته رسولي دي، چې البته دغه تېرې اته لسېزې د پښتو ژبې د ودې او پراختيا په بهير كې د پام وړ دوره ګڼل كېږي، خو دا كافي نه ده. زما په نظر د دې پوښتنې لومړى نظر سم دى، ځكه كله، چې يوه ژبه په ټولنه كې رسميتوب پيدا كړي او د دربار، دفتر، ميډيا، سوداګرۍ، ښوونې، روزنې، تحصيل او تدريس ژبه شي په دغه صورت كې ژبه پخپله عامه او پرمخ روانېږي.

پ : د خپلو ادبي، علمي، فرهنګي هاند او هڅو په هكله كه معلومات راكړئ خوښ به شو.

ځ : د لوړو زده كړوله  بشپړولو څخه  وروسته ما د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې په تدريس لاس پورې كړى دى.

له 1355 لمريز كال څخه مې د كدرونو د روزلو په څنګ كې علمي او څېړنيزې هلې ځلې  هم كړي دي، خو لـه بده مرغه په هېواد كې مو د ناوړه سياسي شرايطو او توپاني سېلابونو لـه لامله په علمي او فرهنګي چارو كې زياتې ستونزې رامنځته شوي، د دې پر ځاى، چې خپلو علمي، فرهنګي هڅو ته وده او پراختيا وركړو، غور او فكر پرې وكړو، په اجتماعي، سياسي او امنيتي بحرانونو اخته شوي يو. د دې ټولو ستونزو، ناحوالو او نادودو سره سره بيا هم څه نا څه علمي او فرهنګي كار مو كړى دى. په دې برخه كې څومره، چې اړتيا وه، هغومره زمونږ تنده نه ده ماته شوې، سره له دې هم پرخپل مسووليت  پوهېدو، چې څه بايد وشي

ما، چې په علمي او فرهنګي برخه كې كومې هلې ځلې كړي دي هغه په لاندې توګه دي :

I- الف : په كابل پوهتنون كې د ليسانس او ماسترۍ په سويه د كدرونو روزل.

ب : د 1994 ? 1995 كلونو را په دېخوا د پېښور پوهنتون پښتو څانګه كې تدريس او د (Ph.D) د ځينو تيزسونو لارښوونه او د تقريظونو ليكنه.

II- د كابل پوهتنون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګې لپاره د درسي لكچر نوټونو برابرول، چې د ګستتنر په شكل چاپ دي. لكه:

1- اشتقاقونه او تركيبونه.

2- د پښتو ګرامر لومړۍ برخه.

3- پښتو نحوه، همدارنګه د پښتو څانګې د ماسترۍ د دورې لپاره لهجه پوهنه او د پښتو معاصر ګرامر تدريس او ليكنه هم شامله ده.

III- هغه مقالې او مضامين دي، چې د هېواد په بېلا بېلو علمي خپرونو كې خپاره شوي دي. لكه: په كابل مجله (د پښتو ټولنې خپرونه) اوس د ((د افغانستان د علومو د اكاديمۍ خپرونه))، وږمه مجله (د ادبياتو د پوهنځي خپرونه)، د اجتماعي علومو مجله (د كابل پوهنتون خپرونه)، پوهه مجله (د ننګرهار پوهنتون خپرونه)، عرفان مجله (د ښوونې او روزنې د وزارت خپرونه)، پښتو مجله (د پېښور پښتو اكاديمۍ خپرونه)، ورځ مجله (د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز خپرونه)، سبا ستوري (د كويت افغان فرهنګي ټولنې خپرونه)، ميرمن مجله (دمېرمنو د ټولنې خپرونه)، ټولنه مجله (د ننګرهار د ځوانو ليكوالو خپرونه) او نور.

همدارنګه مې په كابل كې د "هېواد"، "زېري" او په پېښور كې "وحدت" او "سهار" ورځپاڼو كې كله نا كله مطالب او مضامين خپاره كړي دي.

يادونه كوم، چې د يو شمېر كتابونو د تصحيح او اهتمام چارې مې هم سرته رسولي دي. د لوى استاد علامه پوهاند رښتين د ادبي څېړنو د ټولنې سرپرستي او څارنه هم كوم.

مونږ لـه دې لارې ځينې ادبي، ژبني، تاريخي، اجتماعي، ښوونيز، روزنيز او نورو اّثارو اهتمام او يا خو چاپ ته برابر كړي دي.

دغه كتابونه، چې چاپ شوي دي.

1- د لوى استاد پوهاند رښتين ياد (2000ع )

2- شبنم، د پوهندوى ډاكټر زيور الدين زيور ژباړه  (1380ل)

3- د يشي بېديشي، د پوهندوى ډاكټر زيور الدين زيور ژباړه، (1381 ل )

4- د خوشحال د دستارنامې پېداګوژيكي څېړنه، چې په (1382 ل )، د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز پر مالي لګښت چاپ او خپور شوى.

5- پښتو نحوه، په (1382ل )، د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز پر مالي لګښت چاپ او خپور شوى.

6- پښتو اشتقاقونه او تركيبونه د لوى استاد پوهاند رښتين اثردوه يم چاپ 1383ل، د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز پر مالي لګښت چاپ او خپور شوى دى.

7- غوره كتنه اونوې كتنه، پوهاند صديق الله رښتين 1383 ل، د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز پر مالي لګښت چاپ او خپور شوى دى.

 

8- د منځنۍ اّسيا سياسي  حالاتو ته لنډه كتنه دډاكټر كومار او پوهاند ډاكټر زيور ژباړه، 1385 ل د ساپي پښتو څېړنو او پراختيامركز پر مالي لګښت چاپ او خپور شوى دى.

9- "پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره" پوهاند ډاكټرزيور1385ل، د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز پر مالي لګښت چاپ او خپور شوى دى.

10-"پښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره،پوهاند ډاكټر زيور،1386 ل ، د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز پر مالي لګښت چاپ او خپور شوى دى.

11- د ژوند سندره،پوهاند صديق الله رښتين ، دوه يم چاپ 1386 ل، د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز چاپ .

پ : د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز او  ورځ مجلې په هكله مو نظر څه  او دغې ادارې ته څه وړاندېزونه لرئ؟

ځ : "د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز" د خپلې ملي پاليسۍ له مخي،گ چې پوهنتونې درسي او ممد درسي كتابونه په لومړي قدم كې پر خپل مالي لګښت چاپوي. دا ډېر ښه او نيك كار دى، كورودانۍ ورته وايو. څرنګه، چې دغه مركز له يوې خوا خپل ملي رسالت ترسره كوي؛ نو له بلې خوا د استادانو او محصلينو لپاره اسانتياوې هم برابرې كړي دي. له درنو او ښاغليو استادانو څخه هيله دا ده، چې په دې لاره كې له دغه مركز سره هم ګامه شي او د دغه علمي او مسلكي بهير په پياوړتيا كې خپلې علمي مرستې جاري وساتي. د مركز مرام عالي دى مونږ هيله لرو، چې د مركز او ورځ مجلې ټول كار كوونكي به د دغه ملي عالي مرام په لاره كې د زړه په مينه او په پوره ډاډ خپلې هلې ځلې جاري وساتي ،څو د ملي وحدت او ملي يووالي ترشعار لاندې خپل ملي رسالت ترسره او بريالي ګامونه پورته كړي.

په پاى كې د ارواښاد لوى استاد علامه پوهاند رښتين د وصيت له مخې د "ملي هېنداره"، "پښتنې سندرې" او "پښتانه شعرا" دوه يم ټوك، چې اوس نه پېدا كېږي او اكاديمك اړتيا ورته ډېره ده، د بيا چاپولو هيله منه يم. كه له چا ښاغليو سره نوموړي كتابونه په شخصي كتابتونونو كې خوندي وي هيله ده، چې د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز ته يې د بيا چاپولو له پاره را وسپاري، څو مو لـه يوې خوا خپل ملي مسووليت سرته رسولى وي او لـه بلې خوا مو خپل ملي فرهنګ غني او خوندي شي.                                   

والسلام

             مننه!

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې