Sunday, 25 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
د کتاب چاپولو لارښود
 


"د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز" د كتاب چاپولو غوره ټكي:

لومړۍ ماده: "د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز" په دې لارښود كې د "ساپي _ مركز" په نامه يادېږي.

دوه يمه ماده: "ساپي مركز" يو داسې نا پېيلى، علمي، څېړنيز مركز دى، چې د هغه هدف نه تجارتي او نه د شخصي پانګې د ډېرښت او ګټې په بنسټ ولاړ دى، بلكې په وړيا توګه پخپله د امام الدين ساپي په ځانګړي لګښت د لوړو ملي موخو تر سره كولو له پاره، چې د پښتو ملي، رسمي ژبې پوهنيزه څېړنه او پراختيا ده، جوړ شوى دى.

درېيمه ماده: د نوموړې موخې د تر سره كولو له پاره د "ساپي مركز" هوډ كړى، چې علمي، ادبي، تخنيكي او د ټولنې د اړتيا وړكتابونه به په تمامه شوې بيه، بې له كومې ګټې، ټولنې ته وړاندې كوي.

څلورمه ماده: د كتاب د چاپولو لومړيتوب حق د پوهنتون او د هېواد د ښوونې او روزنې او د زده كړې نورو مسلكي، تعليمي موسسو درسي كتابونو ته وركوي.

پنځمه ماده: د "ساپي مركز" سر بېره پر دې، چې چاپ شوي كتابونه په تمامه شوې بيه د كتاب مينه والو ته وړاندې كوي، د هغې مينې او پاملرنې له مخې، چې د ساپي دا مركز يې د هېواد له ډېر برخمند او مستحق ټولګي يعنې د پوهنتون د زده كوونكيو سره يې لري د كتاب بېه په ډېر لوړ تخفيف، چې په سلو كې پنځوس دى هم وړاندې كوي.

شپږمه ماده: د كتاب د چاپولو په بدل كې "ساپي مركز" كوم لګښت په پوهنتون يا د كتاب په ليكونكي استاد نه ږدي او كتاب په خپل لګښت په وړيا توګه چاپوي او ان سر بېره پردې د كتاب ليكوال ته د هغه د زيار او خدمت په وياړ د چاپ شويو كتابونو په سلو كې د 15 او په زرو كې د 150 ټوكو نغده حق الزحمه د هغې بيې سره سمه وركول كيږي كومه، چې محصلينو ته ټاكل شوې ده (مونږ د هغه كتاب فيصدي ليكوال ته وركوو، چې كتاب يې علمي وي او د لوړو زده كړو په نصاب كې شامل وي).

اوومه ماده: "د ساپي مركز" د هغه كتاب چاپ ته د لومړيتوب حق وركوي، چې په كمپوز شوې بڼه يې مركز ته وسپاري.
 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې