پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / د امریکا سفیر: افغانستان د لاسي صنعت له پلوه یو بډایه هیواد دى

د امریکا سفیر: افغانستان د لاسي صنعت له پلوه یو بډایه هیواد دى

د امریکا سفیر جان بس ويلي دي  افغانستان د میوو او لاسي صنعت له پلوه یو بډایه هیواد دى  او زیاته کړې یې ده، چې په دې هیواد کې تیرو جګړو د دې هیواد انځور نړۍ ته ناسم وړاندې کړی. په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستان او هند تر منځ د پانګونې او سوداګرۍ په ګډ نندارتون کې ویلي، چې افغانستان د میوو او لاسي صنعت له پلوه یو بډایه هیواد دی او امریکا غواړي چې نړیوال ته د دغه هیواد مثبته څیره ورښکاره کړي

د جان بس په خبره په دې هیواد کې تیرو څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو، نړیوالو ته د دغه هیواد ناسم انځور وړاندې کړی خو دا هیواد ډیر داسې څه لري چې  د پرمختګ او نیک نامۍ لامل کیدای شي.

. ټاکل شوې چې د افغانستان – هند د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون د سپټمبر په دولسمه په ممبۍ ښار کې جوړ شي، دغه نندراتون په نړیوال مارکیټ کې د افغانستان د کرنیزو او صنعتي توکو د بازار موندنې لپاره جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *