پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / نوازشريف او لوريې ونيول شول

نوازشريف او لوريې ونيول شول

دپاکستان پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف له بريتانیا پاګستان  له ستنېدو وروسته د نیول شوی دی. د نواز شریف لېږدونکې الوتکه ماښام مهال د لاهور پر علامه اقبال هوايي ډګر کوزه شوه او نوموړی له خپلې لور مریم نواز سره یو ځای له الوتکې کوزېدو وروسته ونیول شول.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې  شریف او لور یې یوې کوچنۍ الوتکې ته ولېږدول شول،  پلازمېنې اسلام اباد ته يې ورسول

په لاهور کې د نوازشریف پلویانو تور پورې کړی، چې د دوی سلګونه ملګري د دې لپاره نیول شوي، چې د نوازشریف له هرکلي کولو وګرځول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *