پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / د جاپان مالي ډلې له ایران سره راکړ ور کړه ځنډوي

د جاپان مالي ډلې له ایران سره راکړ ور کړه ځنډوي

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې،  دجاپان د میتسوبیشي او میزوهو مالي گروپونه  به پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله له ايران  سره بانکي راکړه ورکړه وځنډوي.

رویټرز وايي، میتسوبیشي خپلو پېردونکو ته خبرداری ور کړی چې له ایران سره مالي راکړه ورکړه به یې د راتلونکې نومبر میاشتې له څلورمې بنده شي او که په دغه زماني واټن کې کوم بدلون پېښ شو، خپل مشتریان به پرې خبر کړي.

میزوهو بانک هم تېره ورځ رویټرز ته ویلي، دوی به د ایران پر وړاندې ورته پرېکړه وکړي

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مایک پمپیو” هم د امریکا له متحدانو غوښتي چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *