پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د پنجشیر له اوسيدونکوسره خواخوږي وښوده

طالبانو د پنجشیر له اوسيدونکوسره خواخوږي وښوده

تیره شپه د پنجشیر ولایت پیشغور سیمه کې د اوبو یو طبعي بند نړیدلی چې له امله يې تر ۵۰۰ پورې د هیوادوالو کورونه زیانمن شوي دي.

اسلامي امارت د دغې پيښې په اړه د پنجشیر د یادې سیمې له مصیبت ځپلو خلکو سره د زړه له تله د غمرازۍ او تسلیت پيغام شریکوي.

د الله تعالی له دربار څخه ټولو مصیبت ځپلو کورنیو ته نعم البدل غواړي او د دردیدلو خلکو لپاره د الله تعالی له دربار څخه د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوي.

همدا ډول اسلامي امارت پخپلو ټولو مجاهدینو غږ کوي چې سیمې ته د مرستو په رسولو کې تر ممکنه حده همکاري وکړي، د بل چا لخوا هم د مرستو د رسیدو مخه ونه نیسي او هر راز چې کولای شي له مصیبت ځپلو سره د همکاري په کار کې خپل کوښښ ونه سپموي.

همدا ډول اسلامي امارت له بډایه هیوادوالو، بشري خواخوږو او مرسته کونکو نهادونو څخه هم غواړي چې په سیمه کې له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره ودانګي او د نړیدلو کورونو په بیرته رغونه او د بې سرپنا هیوادوالو لپاره د پنا په پيدا کولو کې خپل مسئولیت ادا کړي.

د افغانستان اسلامي امارت

۲۸/۱۰/۱۴۳۹هـ ق
۲۱/۴/۱۳۹۷هـ ش

٢٠١٨/٧/١٢م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *