پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / ناټو: پاکستان، ایران او روسیه دې دافغان سولې ملاتړ وکړي

ناټو: پاکستان، ایران او روسیه دې دافغان سولې ملاتړ وکړي

د ناټو مشرانو په بروکسل کې د خپلې سرمشریزې په پای کې له پاکستان، ایران او روسیې څخه وغوښتل چې  د سولې او ثبات په راوستلو کې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي.

اعلامیه وايي، ناټو له پاکستان، ایران او روسیې څخه غواړي د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې په بشپړ ملاتړ په سیمې کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، «په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د سولې او پخلاینې لپاره کار ته دوام ورکوي، موږ به تر ۲۰۱۴ پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ جاري ساتو…»
ناټو تړون په خپله اعلامیه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په نوم په افغانستان کې د خپل ماموریت د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده او ویلي یې دي:
«موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د خپلې ژمنې پخلی کوو.»
د ناټو مشرانو یو وار بیا په افغانستان کې خپل ماموریت پر ملاتړ ټینګار وکړ.
دوی د سولې او پخلاینې لپاره طالبانو ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندیزونو ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې هم غږ  وکړ چې د افغان ولسمشر وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.
دا تړون حاضردمه په افغانستان کې نژدې ۱۶ زره پوځیان لري چې لویه برخه یعني ۱۴ زره یې امریکايان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *