پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / له جرمني راويستل شوي کس ځانوژنه کړې

له جرمني راويستل شوي کس ځانوژنه کړې

د افغانستان د کډوالو وزارت ویاند حفیظ احمد مياخېل ويلي دي چې د هغه کس مړی چې په دې وروستیو کې له جرمني را ايستل شوی و، د کابل په یوه هوټل کې موندل شوی. دغه ۲۳ کلن کس تېره اوونۍ له ۶۸ نورو افغان پناه‌غوښتونکو سره یو ځای له جرمني رایستل شوی او افغانستان ته استول شوی و.

حفیظ احمد مياخېل زياته کړې ده   دغه کس چې  ځان یې د کډوالۍ د نړيوالې ادارې په مېلمستون کې زندۍ کړی د جولای په څلورمه له جرمني کابل ته د دوی د کډوالۍ له نه منل کېدو وروسته استول شوى  وو. دغه کس اته کاله په هامبورګ کې اوسېدلی و”. مړی يې پرون په کابل کې موندل شوی او په اړه يې د پوليسو څېړنې پیل شوې.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې هم منلې چې دغه کس ظاهرا ځان وژلی او د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره یې د “په زوره ایستلو” پر ځای “د خپلې خوښې بیاستنېدنې” غوښتنه کړې.

په ويناپاڼه کې راغلي ” په زوره بېرته ستنول د ماتې داغ پر خلکو پرېږدي او د بیاځلي او خطرناکې کډوالۍ لامل کېږي او په دې ډول ستون شوی کس له سختو او ربړو سره مخ کېږي”.

د جرمني په هامبورګ کې د کډوالۍ د دفتر يوه وياند هم منلې چې دغه کس له ۲۰۱۱ کال راهیسې هلته اوسېدلی او ویلي يې دي چې دغه کس د غلې، له پوليسو سره د مقاومت او د نشه‌يي توکو اړوندو سرغړونو په څېر په څو جرمونو محکوم و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *