پنجشنبه , 19 جولای 2018

انساني  امپراتوري

 ارواښاد  قدرت الله حداد ((فرهاد))
  دغه اصطلاح  ددې لپاره  راغله ،چې دغه  څلور  امپراتورۍ د امن نړۍ وه تجارت مسافرت ، يوله  بله زده كول  يو له بله  سره مرسته كول  د تعصب  خبره نه كول …. همدا      دى ،چې اوس ١٣٨٤ لمريز كښې كوچياني يا كوشاني اّثار  له ځمكې  اېستل  كېږي  او غلا كېږئ مونږ دوه زره كاله وروسته  غلا او غلامۍ ته هڅه كوو.
درانى : تر ډېره داسې فكر كېده  ،چې درانى به لقب وي اوله احمدشاه بابا وروسته  راغلى دى دراني قوم دى احمدشاه بابا  په دې پوهېده ، چې دراني، افغاني ، الياني، پكتياني، سبرياني ، متاني … هماغه اّريايي قومونه دي ، د احمدشاه بابا نوم په  مهر كښې داسې دى.
الحكم لله
ياهو يافتاح
احمدشاه در دران
درانيان Duranian  په ډېرو  زړو اّثارو كښې ليدل  كېږي  مايو څه هغه كتابونه ليدلي  ،چې احمدشاه  بابا  د هغو مطالعه كړې ده . او د څوپاڼو  كاپي يې لرم.
د يونان د لرغونو  داستانو په كتاب كښې داهم ويل شوي، چې Dorian دورين، ايونيانIonian   او اليوليين Aeolian ، چې  يونان  ته راغلل  تر نورو دښې رويې خلك ول .  د افغان كلمه هم له همدغو كلمو څخه اخستل  شوې ده.
زمزمه په برصغير كښې، چې اوس هند، پاكستان، بنګله دېش  او كشمېر دى، مشهوره ده. په انګليسي ارودو او فارسي  اشعارو کښې د زمزمې په باب ويل شوي دي : زمزمه د بري نښه وه. له دې لامله په ډېرو شاهي كلا ګانو ګرځېدلى ده.
په ١٨٧٠ م كال كښې  د موزيم تر مخې په لاهور كښې  كېښودل  شوه، چې  ډېرسيلانيان  هغه ته ورځي او عكسونه يې اخلي.
دا و  د احمدشاه دراني د توپ سوانح، چې د خبرين د ورځپاڼې په مرسته وليكل شو. (روزنامه خبرين درېيم  مخ ٨ د جولاى  ٢٠٠٥).
د زمزمې معنا:  كله ،چې څوك ورو ورو  د څښتن تعالى  ذكر كوي او په مكه معظمې كښې د يو كوهي نوم دى او دزردښت  د يوه كتاب نوم هم دى ( برهان قاطع)
 د زمزم  اوبه له همغې څا نه دي ،چې مسلمانان يې د تبرك  په توګه  څښي. افغانستان  كښې يې پركفن شيندي.
 زمزمه يو مبارك  نوم دى او مبارك  توپ د بري او سوبې نښه ده او ما د پښتنو په لرغوني ملي تاريخ كښې ثبت كړ.
پښتانه شاعران به په خپلو شعرو نو كښې هغه راوړي . كه له يوې خوا په وطن بدې ورځې دي او زمزمه غلې ده؛ نو له بل پلوه دغه خواشينوونكي حالات به ثبت شي، چې  په راتلونکي كښې زمونږ تګ لاره پرې څرګنده شي.
په كال ١٨٠٢م رنجيت سنګه  په امرتسر كښې زمزمه ترلاسه كړې وه او خپلې كلا كښې يې ساتلې وه په ټولو حالاتو كښې،چې پر غلې زمزمې  راغلي  بيا هم زمزمه ژوندۍ  ده. د پاكستان  په تېره بيا د لاهور خلك زمزمه د نيك مرغى يوه نښه بولي او د ډېرو لپاره هغه يادوي. ډېر افغانان له دې ټولې قيصې بې خبره دي او دغه د برم  او وياړ څلى ترې پاتې دى.
زمزمه يو ښكلى نوم  دى، چې احمدشاه بابا خوښ  كړى دى. يو شاعر د احمدشاه عدالت  په دې ادبي  رنګ كښې ستايلى دى.
د ده په قلمرو كښې نور ظلم نشته
 كه ښكلي له غمزې لاس واخلي
[افغان ملي تاريخ دويم ټوک ،له  درې سوه اووه دېرشم مخ څخه  تردرې سوه نهه دېرشم مخ پورې]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *