پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / ناټو: له افغانستان څخه نه ووځو

ناټو: له افغانستان څخه نه ووځو

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ، د ناټو د سرمشریزې د پیل وړاندې  يو خبري کنفرانس ته په وینا کې طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې ناټو به په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ ماموریت ته به دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ،زياته کړه  چې په افغانستان کې به د دغې ټولنې غیرې نظامي مامور یت چې ناټو یې د روزنې او مشورې ورکولو ماموریت بولي، افغانستان ته د مالي ملاتړ سره یوځای دوام ومومي.

هغه وویل، په افغانستان کې د ثبات د ټینګیدو لپاره دا ډول مرستو دوام ته اړتیا ده.

ستولتنبرگ وویل ” طالبانو ته زما پیغام دادی، چې هغوی د جګړې په ډګر کې بریالیتوب نه شي ترلاسه کولی، خو که چیرې هغوی خبرو ته حاضر شي لاس ته راوړنه به یې ډیره وي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *