پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / دجلال اباد په بريد کې ١١ کسان وژل شوي او ١١ ټپيان دي

دجلال اباد په بريد کې ١١ کسان وژل شوي او ١١ ټپيان دي

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پوهنې په ښاري مديریت د وسله والو په ډله ییز بريد کې د دې ادارې د مشر او د څارنې د مدير په ګډون ۱۱ کارکوونکي وژل شوي او همدومره نور پکې ټپيان شوي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي،  وویل، د ورځې نژدې یوه بجه د دوو بریدګرو له وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد. نوموړي زیاته کړه:
”دغه برید کې د مدیر په ګډون د معارف ۱۱ کارکوونکي وژل شوي دي. ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي، چې پینځه د معارف کارکوونکي دي، ۳ امینتي کسان دي او دوه لاروي او یو هم د ښوونځي زده کوونکی دی. ”

د برید پر مهال ودانۍ کې ګڼ شمېر کارکوونکي او مراجعین ایسار پاتې وو. د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته ۲۰ کسان له ودانۍ بهر کړل شول. عیني شاهدان وايي، د دوو زورورو چاودونو غږونه یې اورېدلي دي.
له دغه بریده چې څلور ساعته یې دوام وکړ، د پوهنې ریاست شل نور کارکونکي روغ وتلي.
بريد سهار په ځايي وخت ۹:۳۰ دقیقې د ښار په پنځمه ناحيه کې د پوهنې د ښاري مديريت پر ودانۍ هغه مهال پیل شول چې د یادې ادارې کارکونکي په کار بوخت وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *