پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / برتانيا افغانستان ته ۴۴۰ځواکونه راليږي

برتانيا افغانستان ته ۴۴۰ځواکونه راليږي

د برتانيا لومړۍ وزیرې تېرېزا مې ويلي افغانستان ته به ۴۴۰ نور ناجنګي ځواکونه واستوي دا خبره د برتانيا لومړۍ وزیرې تېرېزا مې  په بروکسل کې د ناټو کنفرانس ته وکړه او ويلي يې  دي د دغو ځواکونو نيمايي به په اګست کې له وېلش ګارډز څخه افغانستان ته واستول شي او پاتې به د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې واستول شي.

د برتانيا لومړۍ وزیرې تېرېزا مې زياته کړه  چې دوی به “د افغانانو د اړتيا وړ ټیکاو او سولې راتګ ” سره مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *