پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / دعوامي نېشنل گوند پر ټاکنيزې غونډې بريد شوى

دعوامي نېشنل گوند پر ټاکنيزې غونډې بريد شوى

د پېښور په يکه توت کې تيره شپه ناوخته داسفنديار ولي خان پر مشرۍ دعوامي نېشنل گوند پر ټاکنيزې غونډې بريد شوى د پوليسو د يو مشر شفقت ملک پر خبره دبريد  له امله يې دهارون بلور په گډون ١٤ کسان وژل شوي دي او ٦٥ ټپيان دي ،د١٥ حالات د اندنښنې وړ دي نوموړي بريد ځانمرگى گڼلى دى

هارون بلور د حاجي غلام احمد بلور واره او د بشير احمد خان بلور  ځوى دى   ،د بشير احمد خان بلور  په ٢٠١٢ کال کې ديوبريد له امله وژل شوى وو،  هارون بلور  د خېبر پښتونخوا ٧٨ ايالتي حوزې ته نوماندان وو

ټولو سياسي گوندونو دبريد غندلى او د بلور له کورنۍ يې خواخوږي ښودلې ده

د  پاکستان د طالبانو دتحريک  ویاند محمد خراساني ویلي، برید د دوی یوه غړي کړی.

محمد خراساني  زياته کړې ده چې  عام خلک دې د عوامي نېشنل گوند له غونډو ، دفترونو  او  ټاکنيزو هلوځلو لرې وسي

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *