پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغانستان د (۲۰۱۸) میلادي کال د جون په میاشت کې

افغانستان د (۲۰۱۸) میلادي کال د جون په میاشت کې

احمد فارسي

د ۲۰۱۸ میلادي کال دجون میاشت د مجاهدینو لپاره په جهادي صف کې له ګڼو بریاوو او پرمختګونو ډکه میاشت وه، د یوې ولسوالۍ او یوې قرار په فتحه کېدو برسېره په دغه میاشت کې د ګډ دښمن بې شمېره وسله وال د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شوي دي. له بلې خوا په دغه میاشت کې د دښمن یو ستر او مهم غړی هم ووژل شو. د دې او نورو پېښو په اړه لازیات تفصیل په لاندې کرښو کې لوستلای شئ.

د ترټولو لوی جنایتکار وژل کېدل:

د پنجشبې په ورځ، د جون په ۲۸مه د صفریک قطعې د ځانګړو ځواکونو قومندان، د پکتیکا وحشي او ظالم اربکی عزیز الله کاروان د کابل ښار په مکرویان سیمه کې ووژل شو. کاروان یو پېژندل شوی جنایتکار او په افغانستان کې د سې، آی، اې له غټو او باوري جاسوسانو څخه و چې په ظلم او بربریت کې یې نړیوال شهرت درلود. اسلامي امارت له کلونو راهیسي د ده په لټه کې و، ځکه نو د هغه وژنه د مجاهدینو لپاره لویه لاسته راوړنه او ګډ دښمن ، په ځانګړي ډول امریکایانو لپاره- په داسې حال کې چې نور نو افغانان د دوی له ملګرتیا ستړي او پښېمانه دي- نه جبرانېدونکې ضائعه ده.

د دښمن له لیکو تېښته او له مجاهدینو سره یوځای کېدل:

په جون کې هم د تېرو میاشتو په څېر د دښمن ګڼ شمېر عسکر، مامورین او د بیلابېلو برخو کار کوونکي د حقائقو په درک کولو سره له هغوی را بېل او له مجاهدینو سره ملګري شول. په دې لړ کې د یکشنبې په ورځ، د جون په ۳مه د فراه د پرچمن ولسوالۍ ولسوال، امنیه قومندان، او د استخباراتو مدیر له خپل ټول پرسونل سره د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول. ورپسې د چهار شنبې په ورځ، د جون په ۱۳مه رسنیو خبر ورکړ چې د قومندانانو په ګډون د یادې ولسوالۍ لسګونه عسکرو او پولیسو وسله په ځمکه ایښې او له جګړې لاس په سر شوي دي. د شنبې په ورځ، د جون په ۲۳مه د میدان وردګ په جلریز ولسوالي کې د مزدوري ادارې ۹۰ تنه عسکر مجاهدینو ته تسلیم شول. په همدې ورځ د غزني په مقر ولسوالي کې هم ۱۷ تنه اربکیان له خپلو ټولو مهماتو او وسلو سره مجاهدینو ته ورغلل. یوه ورځ وروسته د بغلان په پلخمري کې یو اربکی د خپل قومندان له وژلو وروسته له مجاهدینو سره یو ځای شول. دلا زیاتو معلوماتو لپاره د اسلامي امارت رسمي پاڼه « الاماره» کې د جلب او جذب کمیسیون راپور کتلای شئ.

اولسي تلفات او د ملکې خلکو ځورونه:

په جون کې هم د وارخطا دښمن لخوا د ملکې وګړو وژنه روانه وه، په دې لړ کې د شنبې په ورځ، د جون په ۲مه د سي اي پي جي په نوم ملکي وګړو ته د عدالت غوښتني او ساتني ډلې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې: د می په میاشت کې ۱۳۸ ملکي خلک وژل شوي او ۳۳۷ تنه ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې چې په همدې ورځ د مزدوري ادارې د اجرائیه ریاست مشاور داود سلطان زوی وویل چې د امریکایانو لخوا په افغانانو د درنو ظلمونو او وحشتونو له کبله په خلکو کې د طالبانو ملاتړ زیات شوی دی. ده له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې هر افغان د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف دی او زموږ د هیواد د ټولو ستونزو لامل د بهرنیانو موجودیت دی. په همدې ورځ اشغالګرو د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالي کې بمبارې وکړه او ګڼ شمېر بې ګناه افغانان یې پکې شهیدان او ټپیان کړل.

ورپسې د سې شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۵ مه د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د هلمند په دهراود ولسوالي کې د ښځو اوماشومانو په ګډون ۱۷ تنه بې دفاع افغانان مړه او ټپيان شول. تر دې یوه ورځ وروسته مزدورو ځواکونو د لوګر په مرکز کې دوه مسجدونه په بمونو والوزول ، او د جمعې په ورځ، د جون په ۸ مه یو ځل بیا اشغالګرو د خپلو داخلي مزدورانو په مرسته د ننګرهار په حصارک ولسوالي کې غریب افغانان په شهادت ورسول.

د الخندق عملیات:

د دغو تندریزو عملیاتو دفتحو او بریاو لړۍ د همدې میاشتې په ۳یمه ، د یکشنبې په ورځ په فراه ولایت کې د پرچمن ولسوالۍ له فتحه کېدو څخه پیل شوه ، خو دا یواځنۍ فتحه نه وه ، بلکې د همدې میاشتې په ۲۱مه سره له دې چې اشغالګرو د خپلو کرایو شوو مزدورانو هوایي مرسته کوله مجاهدینو په ډېره مېړانه د لغمان ولایت په پوره توګه د داعشي ملېشو له شر څخه خلاص او پاک کړ. د شنبې په ورځ، د جون په ۲۳مه د مجاهدینو لخوا د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالي کې د دښمن په قرارګاه د تندریزو بریدونو له تر سره کېدو وروسته د اجیري ادارې ۹۰ تنه عسکر د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شول. همداراز د فتوحاتو لړۍ هم د خپل ډول یو په بل پسې پېښې لرلې چې یوه یې د همدې میاشتې په ۳۰ ، د شنبې په ورځ د تخار په ولایت کې د دښمن د یوې لویي او مهمي قرارګاه فتحه کېدل و. په دې برسېره په اشغالګر او مزدور دښمن لسګونه نور لوی او واړه بریدونه هم شوي چې پوره تفصیل یې د اسلامي امارت په رسمي پاڼه کې کتلای شئ.

د درباري ملایانو راغونډول:

د اشغالګرو لخوا د پرله پسې فشارونو ، له مختلفو لارو چارو څخه په استفاده خلکو ته د فریب ورکولو ، او له خپلو سر په سر ناکامیو څخه د اولس د پام اړولو په موخه د دوشنبې په ورځ، د جون میاشتې په ۴مه په کابل کې د درباري ملایانو غونډه جوړه شوه ، چې په وروستو ساعتو کې پرې د داعش ډلې لخوا چاودنه و شوه او یوشمېر ګډون وال پکې مړه او ټپیان شول.

د کړکیچ اصلي لامل:

د دوشنبې په ورځ، د جون میاشتې په ۲مه د مزدوري ادارې د رئیس مرستیال داود سلطان زوی وویل چې د امریکایانو لخوا ظلمونه او وحشتونه د دې باعث شوي چې له طالبانو سره د خلکو خواخوږې زیاته شي. نموړي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې ټول افغانان د بهرنیو ځواکونو مخالف دي او د دوی دلته والی زموږ په هیواد کې د ټولو مشکلاتو اصلي لامل دی. دوه ورځې وروسته د همدې ادارې د مشرانو جرګې هم د هیواد د امنیتي وضعیت په خرابۍ ژوره اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې زموږ په هیواد کې د ټولو دربدریو اساسي عامل همدا د بهرنیانو موجودیت دی.

درې ورځنی اور بند:

د شنبې په ورځ، د جون په ۹مه اسلامي امارت اعلان وکړ چې مجاهدین د دریو ورځو لپاره اوربند کوي او د مزدورې ادارې په عسکرو او نورو به له برېد کولو ډډه وکړي. مجاهدینو په دغه اعلامیه کې ویلې چې اشغالګر ځواکونه به د دوی له دغه اور بند څخه وتلي وي، په دغه اعلامیه کې د مزدورې اردو عسکرو او پولیسو ته هم اجازه ورکړله شوې وه چې له اوربند څخه په استفاده په هغو سیمو کې د خپلو کورنیو لیدلو ته لاړ شي چې د مجاهدینو تر واک لاندې دي.

د اسلامي امارت مجاهدین وتوانېدل چې له دغه فرصت څخه په استفاده له هغو زهرجنو او نفرت اچوونکو شبهاتو او شکوکو څخه د خلکو ذهنونه پاک کړي چې دښمن د خپل هدف ترلاسه کولو په موخه په خلکو کې خپاره کړي ول. د افغانستان اولس د مجاهدینو د دغه اوربند بې مثله هرکلی وکړ او په دغو دریو ورځو کې په ټول افغانستان کې د مزدورې ادارې یو تن هم ونه وژل شو چې دې حالت عملاً د مجاهدینو د اطاعت، اتحاد او وطندوستۍ په څېر ډېر حقیقتونه خلکو او نړیوالو ته په ډاګه کړل.

د مزدورې ادارې په کور دننه اختلافات:

په دوه سرې اداره کې د اختلافاتو لړۍ د همدې ادارې له لومړۍ ورځې راپیلېږي او لا تر اوسه هم روانه ده. په دې لړ کې د شنبې په ورځ، د جون میاشتې په ۹مه اشرف غني د اوبو او انرژۍ وزیر له دندې لري کړ، خو لا ځنډ نه و وتلی چې ډاکتر عبد الله اعلان وکړ چې یاد وزیر په خپله چوکۍ قانوني وزیر دی او کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي. له دې کش مکشونو سره –سره نموړي بیا هم تر هغو خپله دنده پرېنښوده تر څو د اشرف غني ساتونکي ورغلل او هغه یې په زور له خپل کار, ي دفتر څخه و ایست.

همداراز د چهار شنبې په ورځ، د جون میاشتې په ۱۳مه د ښار جوړونې وزیر له خپلو څلورو مرستیالانو سره ، او د سې شنبې په ورځ، د جون په ۲۶مه د مالیې وزیر د استعفا په ورکولو سره له خپلو دندو ګوښه شول. دا په داسې حال کې دی چې د مالیې وزیر د مزدورې ادارې له مهمو اوکلیدي کسانو څخه شمېرل کېږي او په لرې کولو سره یې د غني اداره له لا زیاتوچیلنجونو او خطراتو سره مخ شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *