چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو يو  ځوان د زنا په تور سل درې وهلى 
غزني ٢

طالبانو يو  ځوان د زنا په تور سل درې وهلى 

 

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ کې يو ځوان د زنا په تور سل درې وهلى.د بدخشان د راغستان ولسوال مولوي غلام الله سيد  ويلي چې د خلدسک سيمې د ديگه کلي يو ځوان چې طيب نومېږي ، د همدغه کلي له يوې نجلۍ سره نا روا اړيکه درلوده.هغه زياته کړه: “نجلۍ حامله شوې ده او دواړو ځوانانو پر خپل جرم اعتراف وکړ او دواړه مجرد هم دي.”غلام الله سيد زياته کړه چې طالبانو پرون طيب نومى کس د زنا په تور تر خپل کنټرول لاندې سيمه کې د (رونجاب) په بازار کې په عام ډگر سل درې وواهه او د نجلۍ د برخليک په اړه تر اوسه معلومات نه شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *