پنجشنبه , 21 سپتمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دا  ميراث به دهمغو په لار به چليږي  
hadad_pic(

دا  ميراث به دهمغو په لار به چليږي  

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

داهنر يو شمېر وگړيو کښې پيل شوى دى ،چې امريکې ،انگليس ،چين او روسيې ته وښيي دوى خدمت ته چمتو دي . پښتنودپاره ځيرتيا اړينه ده کوم بدلون او نوښت ،چې په لارې دى  بيا په کښې ددوى بيړۍ ډوبه نه شي . داخبره ډېره شوه ،چې ” توره به لالا وهي مړۍ به عبدالله ” په ترڅ کښې دديورنډ کرښه نوره نه شته دادخلکو چاردى ،چې داټپ کو شير کړى . دپوها ند صديق الله رښتين وينا داسې ده :

تېر تاريخ  رايــــاد دپښتنوکړه بيا

گرمه ولولـــــه دهنگاموکړه بيــــــا

نقش دقدم ژوندى دمړو کړه بيـــــا

ننگ غيرت په تيرو ننگيالو کړه بيا

ټول عالم حيران په کارناموکړه بيـــا

سره لاله زرغون په غرورغو کړه بيـــا

واخله دژوندون عبرت له تېرو افسانو ځنې

زده کـــړه دهمت سبق دبحر لـــــــه څپو ځنې

پاڅه لاس کړه پورې په عمل بـــــاندې

شه دلــــــويو چارو په تکل بـــــــــاندې

تېر نه وځې زياتى  په چل او ول باندې

غور دهرې چــــــــار که پــــه محل باندې

بې لــــــــه ډاره ځه ؛ توکـــل بـــــــــــاندې

درومه دميرويس نيکــــه پــه پل بـــاندې

بيا پــــه پښتونخواکښې همت راولــــــه

بيــــاپه مړکالبوت کښې غيرت راولــــه

بيــــــا دزړه قـــــالب کښې جرات راولـــه

بيـــــا پــه دښمنـــــانــــــو هيبت راولـــــــه

بيـــــا هغـــــه تيرشوى عظمــــت راولـــــه

بيــــــــا پـــه دغه قوم کښې طــــــاقت راوله

بيا لکه شيرشاه په شان سالار دقافې شه ته

بيا داحمدشاه په شان فاتح دمارگلې شه ته

گرانو ورونو! دارواښاد پوهاند صديق الله رښتين ،چې پښتنو ته ژوندى دى  دغه وينا ملي سرود ياملي سندره خپلو نورو دوستانو ته ورکړئ . ددغه حالت او مهال همدا ملي سرود دى.  پوهان صاحب رښتين رښتونى پښتون  و،جنت مکان دې له چاڅه نه غواړي .

افغانستان دميرويس نيکه او احمدشاه بابا ميراث دى  دهمغو په لار به چليږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *