پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / په بادغيس کې ١٥ پاڅونوال وژل شوي

په بادغيس کې ١٥ پاڅونوال وژل شوي

د بادغيس د ولايتي شورا غړي  محمد ناصر نظري  ويلي ، چې طالبانو  د بادغيس  ولايت په آب کمري ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو.  محمد ناصر نظري زياته کړه، چې په دې بريدونو کې ١٥ تنه پاڅونوال وژل شوي دي، او کله چې نن سهار د سيمې اوسېدونکي د وژل شويو کسانو جنازې کولې، نو پر هغوى چاودنه وشوه، چې له امله يې دوه ملکيان ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *