پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / غني او مایک پنس ټیلېفوني خبرې کړې

غني او مایک پنس ټیلېفوني خبرې کړې

 اشرف غني  د امریکا د متحدوایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره ټیلېفوني خبرې کړې دي

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې  ويل شوي  په دغه ټیلېفوني خبرو  کې لومړی د امریکا د متحدوایالتونومرستیال اشرف غني  د اوربند په اړه د افغانستان حکومت په مدبرانه ګام خوښي وښوده او وې ستایه.

د امریکا د متحدوایالتونو مرستیال ولسمشر ، د سولې له پروسې څخه د امریکا د دولت ملاتړ اعلان کړ او د اصلاحاتو په برخه کې یې پرمختګونه وستایل. هغه یو ځل بیا په افغانستان کې د ټاکنو له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ.

په  ټیلفوني خبرو کې د غني  او د امریکا د متحدوایالتونو مرستیال ولسمشر ، تروریزم سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د امریکا د جمهوررئیس مرستیال په ټینګار سره وویل، امریکا د افغانستان حکومت له پرېکړو ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *